د کابل پوليتخنیک پوهنتون د طالبانو "سترې غونډې" لپاره یوه اونۍ رخصت شو

د عکس سرچینه، pajhwok
د کابل پوليتخنیک پوهنتون ویلي چې سر له نن (یکشنبې د جون ۲۶مې) د یوې اونۍ لپاره د هېواد د علماوو سترې غونډې په مناسبت چې د لویې جرګې تالار کې ترسره کېږي، رخصت دی.
دغه پوهنتون خپله لومړنۍ خبرتیا کې دې غونډې ته د "لویې جرګې" اصطلاح کارولې وه، خو له څو ساعتونو وروسته یې هغه خبرتیا له خپلې رسمي پاڼې ډېلیټ او پر ځای یې د "علماو ستره غونډه" وبلله.
دا خبرتیا د دغه پوهنتون د رئیس لخوا لاسلیک او ټاپه شوې وه.
د کابل پوليتخنیک پوهنتون ویلي ټول درسونه یې د راتلونکې اوونۍ پر دوشنبه په عادي ډول بېرته پیلېږي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون له خبرتیا سره هممهال خواله رسنیو کې د همداسې یوې غونډې په تړاو د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن له ادرسه یو خپور شوی مکتوب لاس په لاس کېږي.
طالبانو رسمآ دغه مکتوب نه رد او نه هم تائید کړی.
په دغه مکتوب کې راغلي کندهار کې د ملا هبت الله اخوندازده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه وشوه، چې "د هېواد په کچه د علماوو ستره غونډه جوړه شي او د جوړولو چارې یې د ملا برادر په مشرۍ کمیسیون ته وسپارل شوې."
مکتوب کې زیاته شوې چې دا غونډه به د چنګاښ پر اتمه (راتلونکې چارشنبه) کابل کې جوړېږي.
د طالبانو رئیس الوزراء ته په دغه منسوب مکتوب کې ټینګار شوی چې د دې سترې غونډې ګډونوال به د ښه نوم، جهاد او علمي شهرت لرونکي علما او ولسي مخور وي.

د عکس سرچینه، Kabul.Polytechnic.University
د طالبانو سرپرست حکومت مخکي ویلي وو چې دا لویه غونډه په مهمو ملي موضوعاتو بحث لپاره جوړوي، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی ته دغه مهم موضوعات کوم دي.
خو طالبانو دا واضیح کړې چې اړتیا نه ګوري دې غونډې ته د مخکیني حکومت چارواکي ور وبولي.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو راهیسې په کور دننه او بهر د مشروعیت له بحران سره مخ دی.
باور دا دی چې د طالبانو لخوا د دې جوړېدونکې غونډو یو مهم هدف هم د دوی حکومت ته د مشروعیت موندلو هڅه ده.
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې په رسمیت پېژندل کېدو لپاره بشري حقونو ته درناوی وکړي، ښځو ته د زدکړو، کار او ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي او همدا راز داسې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، چې ټولې خواوې پکې ځان وویني.










