طالبانو خپله سرپرسته کابینه کې یو شمېر نوې ګومارنې اعلان کړې

مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان طالبانو په خپل سرپرست حکومت کابینه کې یو شمېر نوي وزیران او همدا راز د ځینو وزارتونو لپاره مرستیالان ګومارلي دي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د نویو ګومارل شویو کسانو لپاره مسلیکتوب او د وړتیا معیار په پام کې نیول شوی.

کابل کې په دې هکله یوې خبري غونډې ته وینا کې ښاغلي مجاهد وویل، د دې لپاره چې نوي ټاکل شوي کسان ژر تر ژره د ''ولس د خدمت لپاره '' خپل فعالیتونه پیل کړي، د سرپرستو وزیرانو د لوړې مراسم هم لغوه شوي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د یو شمېر نویو سرپرستو مرستیالانو او یوه وزیر د استوګنې اصلي ولایتونه هم په ځانګړې توګه یاد شوي.

طالبانو د ځینو شمالي او مرکزي ولایتونو وګړي کابینه کې د وزیرانو یا مرستیالانو په توګه شامل کړي،‌ او ظاهراً هڅه یې کړې چې د سرپرستې کابینې د ترکیب او ټولشمولیت په تړاو نیوکې ځواب کړي.‌

د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د پنجشیر ولایت اوسېدونکي په توګه یاد شوی او دغه راز د همدې وزارت د لومړي او دویم مرستیال په توګه د محمد بشیر او محمد عظیم سلطانزاده له نومونو سره په ترتیب د بغلان او سرپل ولایتونو یادونه شوې.

په اعلامیه کې راغلي چې صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه او دغه راز ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

د اعلامیې له مخې نظر محمد مطمین د اولمپیک د ملي کمیټي سرپرست په توګه، ډاکتر محمد فقیر د احصائې دمرکزي ادارې د سرپرست او انجینر نجیب الله د اتومي انرژي د ریس په توګه ګومارل شوي دي.

طالبانو د روان کالي وږي میاشتې په نیمايي کې د ملا محمد حسن اخوند په مشرتابه خپله نوې سرپرسته کابینه او ورسره افغانستان کې خپل نوی سرپرست حکومت اعلان کړ.

د طالبانو د سرپرستې کابینې ډېری وزیران تر ډېره د طالبانو مشران او ملایان دي، چې دا چاره له نیوکو او ان د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافونو د ګنګوسو لامل شوه.

خو په نویو ګومارنو کې په ځانګړې توګه د ډېریو کسانو له نومونو سره د دوی مسلکونه او اصلي ولایتونه یاد شوي دي.

د سرپرستې کابینې اعلان پر مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، هېواد کې بحراني حالت دی او له همدې کبله پرېکړه وشوه چې د اوس لپاره سرپرسته اداره اعلان شي، خو له هغه مخکې هم او تر اوسه پورې په نړیواله کچه پر طالبانو فشار په ډېرېدو دی، چې باید یوه ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې ځانونه وویني.