طالبان څه ډول تګلارې لري؟

- Author, سکندر کرماني
- دنده, بي بي سي
د طالبانو هغه جنګیالي چې موږ ورسره ولیدل د افغانستان شمال کې له تر ټولو ستر ښار مزار شریف د ۳۰ دقیقو واټن کې پراته دي. دلته طالبان وروستیو جګړو کې د دوی په وینا نیول شوي "غنیمتونه" راښيي چې یو هاموي ګاډی، دوه پېک اپ موټرونه او زیاته اندازه درنې ماشینګنې پکې شاملې دي.
عین الدین چې د مدرسې یو پخوانی طالب او اوس د طالبانو ځايي قومندان دی، پر وسلو د بشپړو سمبالو کسانو منځ کې ولاړ دی.
داښې ښکاري چې وسله وال طالبان د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو له بهیر سره هممهاله هره ورځ نوې سیمې او ځایونه لاندې کوي.
خو په دې منځ کې ترهېدلي ملکي خلک هم ایسار دي.
دا وروستیو اونیو کې سلګونو ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتي او لسګونه زره نور له خپلو سیمو او مېنو تېښتې ته اړ شوي دي.

له عین الدین مې وپوښتل روان تاوتریخوالی چې درد یې عامو او هغو خلکو ته رسېږي چې دی وايي د هغوی لپاره یې وسله پورته کړې، څرنګه توجیه کولی شي؟
په سړه سینه ځواب راکوي چې: "دا جګړه ده، نو خلک مړه کېږي." هغه زیاته کړه دوی تر خپله وسه هڅه کوي چې "ملکیانو ته زیان وانه ړوي."
ما دې ته اشاره وکړه چې روانه جګړه خو طالبانو پیل کړې.
نوموړی ځواب راکړ: "نه، موږ یو حکومت درلود او هغه رانسکور شو. جګړه هغوی [امریکایانو] پیل کړه."
عین الدین او نور طالبان احساسوي چې وضعیت د دوی په ګټه څرخي او ګواکې په ۲۰۰۱ کال د امریکا د یرغل پایله کې د دوی پرځېدلی نظام، بېرته د واکمنېدو پر درشل ولاړ دی.
هغه افغان حکومت ته د "لاسپوڅي" خطاب کوي او زیاتوي "دوی له لوېدیځ فرهنګ لاس نه اخلي... نو باید ویې وژنو."
د مرکې تر خلاصېدو لنډه شېبه وروسته د سر د پاسه د چورلکو غږ اورو. هاموي او طالب جنګیالي په چټکۍ خواره واره کېږي.
دا د افغان هوايي ځواکونو لخوا طالبانو ته د پېښ دوامداره ګواښ او د دې یادونه کوي چې جګړه لا خلاصه نه ده.
موږ بلخ کې یو، هغه ښار چې لرغونې تاریخي ریښې لري او ګومان کېږي د اسلام د تر ټولو مشهور عرفاني شاعر مولانا جلال الدین رومي د زېږېدو ځای دی.

موږ د روان کال پیل کې هم له دې ځایه تېر شوي وو. دا سیمه هغه مهال د حکومت تر کنټرول لاندې وه، خو د شاوخوا کلي طالبانو سره وو.
اوس دا د افغانستان لروبر د هغو شاوخوا ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له ډلې دی چې طالبانو د وروستیو بې مخینې عملیاتو پر مهال ونیول.
د طالبانو یوه جګپوړي چاراکي وویل پر شمال د دوی تمرکز عمدي دی.
د دې یوازنی لامل دا نه دی چې دا سیمه په دودیز ډول د طالبانو خلاف د مقاومت مرکز پاتې شوی، بلکې قومي تنوع هم ده.
دغه چارواکي وویل که څه هم د طالبانو د مشرتابه پرېکنده اکثریت برخه پښتانه جوړوي، خو غواړي وښيي چې نورو قومونو ته یې هم ځان کې ځای ورکړی دی.
په بلخ کې زموږ کوربه او د طالبانو یو ځايي مشر حاجي حکمت دې ته لیواله دی چې راوښيي هلته ورځنی ژوند څرنګه پر مخ روان دی.
بازار کې د نارینه او ښځینه پېرېدونکو ګڼه ګوڼه ډېره ده.
ځايي سرچینو راته وویل چې ښځو ته یوازې د نارینه محرم په ملتیا ښار ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو کله چې موږ لاړو قضیه داسې نه برېښېدله. له نورو ځایونو راپورونه دا دي چې طالب قوماندانان تر دې ډېر سخت چلن لري.
په هره توګه هغه ټولې ښځې چې موږ بازار کې ولېدې، څادرۍ یې پر سر وې او مخ او ویښتان دواړه یې پکې پوښلي وو.
حاجي حکمت ټینګار کوي چې څوک "په زور" نه دي اړیستل شوي او طالبان یوازې د دې "تبلیغ" کوي چې ښځې باید څرنګه جامې واغوندې.
خو دلته راته وویل شول ټکسي چلوونکو ته ویل شوي هغه ښځې دې ښار ته نه وړي چې بشپړ حجاب ونه لري.
تر هغې یوه ورځ وروسته چې موږ له بلخ راغلو، هلته د حجاب په خاطر د یوې ځوانې ښځې د وژل کېدو راپورونه راووتل.
خو حاجي حکمت دې پېښه کې د طالبانو د لاس درلودو تورونه ردوي.

بازار کې ګڼو خلکو له دې کبله له طالبانو سره ملاتړ ښوده او هغوي یې ستایل چې امنیت ورسره ښه شوی دی.
خو دا چې هر وخت او هر ځای طالب جنګیالي راسره مله ول، سخته وه وپوهېږم چې ځايي اوسېدونکي رښتیا د دوی په اړه څه فکر کوي.
د طالبانو توند لیدلوری تر یوه ځای له محافظه کارو افغانانو سره همغږه دی، خو طالبانو اوس د ځینو سترو ښارونو نیولو ته لاس اچولی دی.
تېره اوونۍ ښځو او نارینه وو د مزار شریف ښار د روضې د سیمې په پرانیستې او ډېره ارامه ټولنیزه فضا کې قدم واهه.
د ښار کنټرول لا له حکومت سره دی، خو نږدې هغو ټولو چې خبرې مې ورسره وکړې، له دې اندېښنه ښوده چې طالبان به په ځانګړې توګه هغه "ازادۍ" څرنګه کوي چې دغه نوی نسل ورسره راستر شوی دی.
بېرته بلخ ولسوالۍ ته ځو چې طالبان پکې د خپل حکومت د رسمي کولو په چارو بوخت دی. دوی د بلخ د امنیه قوماندانۍ په ګډون چې اوس شاړه پرته ده، ټولې رسمي او دولتي ودانۍ نیولې دي.
دلته پخوا د سیمه ییزو پولیسو قوماندان چې د دوی سر سخت سیال ګڼل کېده، مېشت و.
د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ یوې برخې ته د طالبانو د جګړې پر مهال یوه ځانمرګي برید کې زیان اوښتی دی.
بلخ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالله منظور د عملیاتو په اړه د خبرو پر مهال مسکېږي په داسې حال کې چې وسله وال یې هم خاندي.
د دې ځای جګړه د افغانستان د ګڼو نورو سیمو په څېر ژورې شخصي او ایډیالوژیکې ریښې لري.
د طالبانو تر راتګ وروسته هم دلته ځینې شیان نه دي بدل شوي. د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي چې نارنجي رنګه لباسونه یې په تن دي او یو شمېر اداري کارمنان لا خپل کار ته دوام ورکوي.

مشرۍ ته یې د طالبانو له اړخه نوی ښاروال ټاکل شوی.
د هغه مخ ته یو ستر لرګین مېز غوړېدلی وي چې یوې څنډې ته پرې د "افغانستان اسلامي امارت" سپین بیرغ اېښودل شوی.
هغه پخوا د مهماتو د تامین مسئول و او اوس ورته د مالیې مسئولیت ورسپارل شوی.
بلخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو دغه ښاروال په ویاړ سره راته وايي چې دوی د حکومت پرتله له کاروباریانو کمه مالیه اخلي.
په هره توګه له نظامي ژونده ملکي ژوند ته د ګرځېدو پروسه د پرمختګ په حال کې ده.
یو ماشه په لاس طالب چې هڅه کوي زموږ د مرکې پر مهال د ښاروال تر شا راڅرګند شي، د نورو مشرانو لخوا لیرې وړل کېږي.
خو نورو ځایونو کې د اسلامي احکامو په اړه د دوی توندلاری تفسیر ډېر روښانه دی.
پخوا له سیمه ییزې راډیو اسلامي ترانې او عامه ولسي موسیقۍ دواړه خپرېده.
خو اوس یوازې مذهبي اشعار خپروي.
حاجي حکم راته وايي دوی په عامه توګه د هغې موسیقۍ خپرېدل بند کړي چې "ابتذال" ترویجوي، خو تینګار یې دا دی چې په منفرد ډول خلک هر څه چې زړه یې غواړي، اورېدای شي.
خو دلته راته د یوه سړي د نیول کېده کسیه وشوه چې بازار کې یې موسیقي اورېده.
ویل کېږي طالب وسله والو هغه د جزا په توګه سوځنده لمر کې تر هغې لوڅې پښې وګرځاوه چې بې سده شو.










