افغان حکومت تېره یوه میاشت کې د ۶ زره طالبانو د وژلو ادعا کوي؛ طالبان یې 'تبلیغات' بولي

د عکس سرچینه، MOD
افغان چارواکي وايي، د تېرې یوې میاشتې جګړو په بهیر کې تر شپږ زرو ډېر طالبان وژل شوي دي او نژدې درې نیم زره تنه نور یې ټپیان دي، چې یو شمېر پاکستانیان هم پکې شامل دي. طالبانو دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې یوازې تبلیغات بللي دي.
د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د کابل په پوځي هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل په تېرې یوې میاشتې کې جنګ جګړو زور اخیستی چې پکې د طالبانو مرګ ژوبله د امنیتي ځواکونو پرتله څو برابره لوړه ده. ښاغلی شینواری وايي:
''تېره یو میاشت موږ ۱۹۰۶ عملیات لرل، هغه ځانګړي چاڼیز او د سیمو د بېرته نیولو عملیات وو. په دغو عملیاتو کې ۶۰۳۳ تنه دښمنان وژل شوي او ۳۴۸۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې یې ۳۳ تنه او په ټپیانو کې ۹ تنه پاکستانیان دي. تر څنګ یې شپږ زندانونه هم افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي. ''
ښاغلي شینواري وویل افغان امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو په دې اړه کره شمېرې وړاندې نه کړې.
خو طالبان د افغان حکومت له خوا دوی ته د اوښتو تلفاتو دا شمېره بې بنسټه بولي او وايي د دوی تلفات ډېر کم دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، ''په یوه میاشت کې د شپږ زره کسانو وژلو خبره هېڅوک هم نه مني. ''
بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ تنه طالبان وژل شوي دي او ۱۶۱ تنه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت په وینا په څوارلس ولایتونو کې نښتې روانې دي او د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دوشي کې د بمبارۍ له کبله د خپلو 'محدود شمېر ' ملګرو د ټپي کېدو او دریو تنو د وژل کېدو خبره کوي.
ولسوالیو کې د جګړې وروستی حال

د عکس سرچینه، Zabiullah Mujahid Twitter
د افغان حکومتي چارواکو په وینا د بلخ کلدار ولسوالۍ چې د حیرتان له بندره سره نژدې او له ازبکستان سره پر پوله پرته ده بېرته یې نیولې ده. خو یاده دې وي چې طالبانو تر اوسه د یادې ولسوالۍ د نیولو خبره نه وه کړې.
همد راز د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین سه شنبه ماښام پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغان ځواکونو د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ هم له طالبانو بېرته نیولې ده.
طالبان وايي، د لوګر ولایت بره کي برک، د کندهار ولایت خاکریز او په غزني ولایت کې یې د ګېرو ولسوالۍ نیولې دي، دغه راز د غزني ښار په څنډو کې یې هم څو امنیتي پوستې نیولې دي.
د لوګر ولایت امنیه قومنداني وايي، دوی د تلفاتو د مخنیوي لپاره د بره کي برک ولسوالۍ قرارګاه ۵۰۰ متره لېرې لېږدولې.
دا هم وايي چې په دغې ولسوالۍ کې یې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، هغه څه چې طالبان یې ردوي.
افغان چارواکي د یو شمېر ولسوالیو مرکزونو پرېښودل د جنګي تاکتیک یوه برخه ده او د بېرته نیولو لړۍ یې روانه ده. دوی وايي په بلخ ولایت کې یې د چارکنت ولسوالۍ هم بېرته نیولي ده.
افغان سرتېري دویم ځل تاجکستان ته واوښتل

د عکس سرچینه، Tajik Border Troop
له بلې خوا د افغانستان شمال ته په بلخ ولایت کې له طالبانو سره له جګړې وروسته نژدې ۱۷ افغان سرتېري تاجکستان ته واوښتل.
د تاجکستان دولتي رسنۍ خاور خبري اژانس وايي، دغه سرتېري د بلخ د کلدار ولسوالۍ په چک چک کلي کې تېره یکشنبه جګړې سره اړ شول چې تاجکستان ته واوړي.
بي بي سي په دې اړه د وضاحت او غبرګون لپاره کابل کې د دفاع وزارت چارواکو او شمال کې ولایتي چارواکو سره د اړیکې هڅه وکړه، خو بریالي نه شول.
د تاجکستان پوله ساتي ځواکونه خپل بیان کې وايي، د دغه هېواد سرتېرو د انساني خواخوږۍ له مخې افغان ځواکونو ته اجازه ور کړه چې خاورې ته یې پنا ور وړي.
د افغانستان شمال ته د طالبانو د بریدونو ډېرېدو پسې دا د افغان سرتېرو دویمه ډله ده چې له نږدې یوې اونۍ ډېر وخت کې تاجکستان ته اوړي.

د عکس سرچینه، Tajik Border Troop
د جون پر ۲۱ هم نږدې ۱۳۴ افغان سرتېري د کندوز شېرخان بندر کې د طالبانو سره تر جګړې وروسته تاجکستان ته واوښتل.
هغه مهال هم خاور خبري اژانس وویل، طالبانو سره تر ۹ ساعته جګړې وروسته دا افغان سرتېري د خپل ځان ژغورنې لپاره تاجکستان ته "وتښتېدل."
دغې رسنۍ داسې انځورونه خپاره کړل چې پکې دا افغان سرتېري، وسله او مهمات او له یوه افغان ټپي سرتېري سره روغتیايي مرسته ښيي.
هغه مهال د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو وویل، انسان دوستانه ارزښتونو او ښه نیت ښودلو لپاره دې سرتېرو ته اجازه ور کړل شوه چې له پولې ور واوړي.










