ولې روسیه طالبان نور ترهګره ډله نه ګڼي؟

په کابل کې طالبان په یوه موټر کې سپاره دي چې ژیړې بوشکې هم ورسره دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۱۴مه په کابل کې طالبانو واک ته د خپل راتګ درېیمه کلیزه ولمانځله

د روسيې سترې محکمې د پنجشنبې پر ورځ (د اپرېل ۱۷مه) اعلان وکړ چې د افغان طالبانو غورځنګ یې له هغه نوملړه ځنډولی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه ځای شوی و.

قاضي اولګ نفدوف چې دغه حکم اعلانوه وویل" د طالبانو پر کړنو بندیزونه چې د فدرالي سازمان د ترهګرۍ نوملړ له مخې لګول شوي وو لرې کړل شول." هغه وویل دا پرېکړه سم لاسي د پلې کېدو وړ ده.

د طالبانو حکومت له دغه اعلان څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل د طالبان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه کې ویلي " دې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ."

د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو د غورځنګ د نوم لرې کولو خبره تېره میاشت د روسيې په ستره محکمه کې راپورته شوه.

په تېرو څو کلونو کې په روسیه کې د دغې ډلې پر فعالیتونو له بندیز سره سره، روسي چارواکو په فعاله توګه له طالبانو سره اړیکې پاللې او په مسکو کې یې د دوی د پلاوي کوربتوب وکړ.

د تېر کال په پسرلي کې د یوې کړنلارې جوړول پیل شول، چې له مخې یې طالبان په روسیه کې د "ترهګرو ډلو" له نوملړه لرې کړل شي.

د روسیې ځینو دولتي رسنیو کله هم طالبانو ته د "ترهګرۍ" کلمه نه ده کارولې.

په سوریه کې د مسکو د بل پلوال بشارالاسد حکومت تر پرځېدو یوازې دوه ورځې وروسته د روسیې په دولتي دوما (ولسي جرګې) کې د دې لایحې تصویب دا وښوده، چې روسیې په سیمه کې د نورو متحدینو لټون ګړندی کړی دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د نومبر پر ۲۵مه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دا د روسیې تر ټولو لوړپوړی چارواکی او د روسیې ولسمشر ته یو نژدې کس و چې کابل ته یې سفروکړ. د چارو شننونکو د هغه سفر د طالبانو او روسیې ترمنځ د نژدې همکارۍ پیل بللی و.

هغه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په خبرو کې له افغانستان سره د روسیې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پانګونې په اړه هم خبرې وکړې. دوما د نومبر پر ۲۶مه په دې تړاو لایحه ترلاسه کړه.

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویلادیمر پوتین د داعش په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو حکومت خپل "ملګری" وباله

طالبان څه وخت نوملړ کې شامل شول؟

د طالبانو ډله له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله چې لومړی ځل یې پر افغانستان حکومت وکړ، په روسیه کې د "ترهګرې" ډلې په توګه وپیژندل شوه او په ۲۰۰۳ کال کې "ممنوع" اعلان شوه.

تر هغه څو کاله مخکې طالبانو په ښکاره د چیچنیا له بیلتون غوښتونکو ملاتړ کاوه او ان د روسیې پر ضد یې جهاد اعلان کړی و.

هغه مهال روسیې په ښکاره د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت له واکه ګوښي شوي حکومت، چې ځواکونه یې د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو پر ضد جنګېدل، ملاتړ کاوه.

په تېرو دوو لسيزو کې د روسيې په بېلابېلو سيمو کې د هغو کسانو پر ضد جنايي دوسيې پرانیستل شوي چې له طالبانو سره د اړيکو شک پرې کېږي. په دې موده کې په روسیه کې له طالبانو عمومي ملاتړ د "ترهګرۍ د توجیه کولو" له تور سره برابر و.

د بېلګې په توګه، د تېر کال د مۍ پر۲۰ مه نېټه، روسي خبریاله او فلم جوړونکې نادژدا کوورکووا ونیول شوه او د هغو لیکنو په تور محاکمه شوه، چې د پولیسو په وینا هغې په خپل ټیلیګرام چینل کې د "طالبانو د توجیه کولو" په موخه خپرې کړې وې.

د روسیې دوما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې دوما یا ولسي جرګه

د روسیې د ترهګرو ډلو نوملړ، د اروپا او امریکا له نوملړه څه توپیر لري؟

د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې له خوا د خپاره شوي نوملړ له مخې په روسیه کې ۳۵ سازمانونه د "ترهګرۍ" او "منع شویو" ډلو په توګه پېژندل شوي دي.

ځینو مشهورو سازمانونو او ډلو کې یې القاعده، اسلامي جهاد، د مصر اخوان المسلمین، حزب التحریر اسلام، لشکر طیبه، د طالبانو غورځنګ، د ترکستان اسلامي غورځنګ، ټولنیز جمعیت اصلاح، د عراق او سوریې اسلامي دولت (داعش)، د النصره جبهه، او د هیئت تحریر شام ډله ځای لري.

هغه ډلې او سازمانونه چې په روسیه کې په دې نوملړ کې شاملېږي، د عدلیې وزارت او د روسیې فدرالي استخباراتو اداره (اېف سي بي) د دوی شتمنۍ کنګلوي او د دوی اړوند هر ډول مالي لېږد را لېږد بندوي. په روسیې کې د دې ډلو لپاره تبلیغات منع او له قانوني چلند سره مخ کېږي.

ښايي د دغو ډلو غړي تر عدلي څار لاندې ونیول شي او یا هم زندان ته واچول شي. د روسیې خاورې ته د دې ډلې د غړو سفر محدودېږي او رسنۍ اړ دي چې په خبرونو کې د دغو سازمانونو د نومونو یادولو پر مهال په روسیه کې د "ترهګرۍ او منع شوي" هم ورسره یاد کړي.

په روسیه او امریکا کې، د ترهګرو ډولو د پېژندنې او منع کولو په تړاو لوی توپیرونه شته، چې د دواړو هېوادونو جیوپولوټیکو، قوانینو او امنیتي لومړیتوبونو کې توپیرونو څرګندوی دی.

روسیه په لویه کې پر هغو ډلو تمرکز کوي چې د د وی کورني امنیت ته مخامخ ګواښ پېښوي، د بېلګې په توګه د قفقاز په سیمه کې ډلې یا هغه ډلې چې په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د روسیې پر نفوذ منفي اغیزه کوي. امریکا بیا د خپلو ګټو یا د خپلو ملاتړو په اړه نړیوالو یا کورنیو ګواښونو ته ډېر پام کوي او د داعش، حزب الله او ان د "سترې کو کلوکس" په شان ډلې یې په خپل نوملړ کې شاملې کړې دي.

د امریکا او اروپايي ټولنې د ترهګرو سازمانونو نوملړ اوږد دی او په ځینو مواردو کې د روسیې له نوملړه توپیر لري.

اخوان المسلمین چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ده، امریکا او اروپا بیا په دې نوملړ کې نه دی شامل کړی.

د لبنان حزب الله ډله د امریکا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې ده، خو د روسیې په نوملړ کې نه ده شامله.

د طالبانو غورځنګ که څه هم په دواړو هېوادونو کې د سخت دریځو ډلو په نوملړ کې شامله دی، خو تګلارې یې توپیر لري. تر اوسه روسیې په رسمي ډول طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه منع کړې وو، په داسې حال کې چې امریکا د دوحې له موافقې او افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو ته د یوه سیاسي لوبغاړي په سترګه ګوري، که څه هم فعالیتونه یې تر څارنې لاندې دي او هیڅ هیواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا به پر افغانستان څه اغېز ولري؟

د طالبانو له حکومت سره د مسکو د اړیکو پراختیا پر وړاندې د قانوني خنډونو له منځه وړل به روسي شرکتونو ته دا زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د روسیې بازار د افغاني توکو لپاره پرانیزي، د انرژۍ په واردولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او ښايي تر کلونو ځنډ وروسته د کابل او مسکو ترمنځ مخامخ الوتنې بیا پیل شي.

په کابل کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز اټکل کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري په کال کې شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

ښايي د منځنۍ اسیا نور هېوادونه هم د روسیې پر لار ولاړ شي. د ۲۰۲۳ کال په ډیسمبر کې قزاقستان پرېکړه وکړه چې طالبان د "ممنوع ډلو" له نوملړه وباسي.

د ۱۹۷۹ کال په ډیسمبر کې په کابل کې د کیڼ اړخو په ملاتړ پر افغانستان د شوروي یرغل د څه دپاسه یوې لسیزې جګړې لامل شو، چې سلګونه زره کسان پکې ووژل شول او میلیونونه بې ځایه او کډوال شول. تر ۱۹۸۹ کاله چې میخایل ګورباچوف له افغانستانه د شوروي ځواکونو واېستل، په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ شوروي پوځیان هم ووژل شول.

خو ولادیمیر پوتین پر افغانستان د شوروي د یرغل موضوع د خپل هېواد له ویاړونو ګڼي.

ولې روسیې ته د افغان ښځو حقونه د پام وړ نه دي؟

په کابل کې د ښځو لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د بندیزونو پر ضد د ښځو اعتراضونو مخه نیولې

په وروستیو ورځو کې افغان ښځینه فعالانو د روسیې د دې پرېکړې پر ضد څرګندونې کړې دي.

د ښځو د حقونو یوې افغان فعالې پروانه ابراهیم خیل چې په کابل کې د اعتراض له امله د طالبانو له خوا زنداني شوې وه، بي بي سي ته وویل، د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د اېستلو پرېکړه "د افغانانو لپاره نهیلې کوونکې" ده. هغه وايي دا د ښځو له حقونو "ښکاره سرغړونه" او " له یوې ترهګرې ډلې ملاتړ" دی.

اغلې ابراهیم خېل وايي: "په تېرو دريو کلونو کې د ښځو د نهیلي او ناوړه وضعيت ته په کتو، طالبانو ښځې له کار، زده کړو او په ټولنه کې د ګډون له حقونو بې برخې کړي او دوی ښځې په هېڅ توګه انسان نه ګڼي." هغه زیاتوي، "هغوی هغه ښځې بندیانې کړې چې د دوی پر وړاندې یې اعتراض کاوه."

روسي چارواکو تر دې مخکې له طالبانو غوښتي وو چې یو ټول "شموله حکومت" جوړ کړي، خو د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې یې د ښځو د حقونه د شرط په توګه نه دي اعلان کړي.

د طالبانو حکومت بیا ویلي ګاونډیان دې یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او دا چې ټولګډونی حکومت د دوی کورنۍ مسله ده.

د طالبانو په اړه د روسیې نظر څنګه بدل شو؟

د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې طالبان د بین الافغاني خبرو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړل او د همدې کال په مې میاشت کې سرګي لاوروف په مسکو کې د طالبانو له پلاوي سره په ښکاره او شخصي توګه د روسیې او افغانستان د ډیپلوماټیکواړیکو د جوړېدو د سلمې کلیزې په مناسبت په مسکو کې وکتل.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې ویلي و، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو، ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم د اېستلو وړاندیز کړی و. د ښاغلي کابلوف په وینا له هغه پرته مسکو نه شي کولای طالبان په افغانستان کې د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه بیان کې ویلي، دغه وړاندیز د افغانستان "اصلي واقعیت منعکسوي" او "طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د روسیې فدراسیون هم د دې مسلې په اړه بې پروا نه دی."

ښاغلي کابلوف د اکټوبر پر څلورمه وویل د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د اېستلو پریکړه لا دمخه په لوړه کچه شوې وه، خو "قانوني لارې باید عملي شي."

پر همدې ورځ د روسيې د فدرالي امنيتي خدمتونو (اېف سي بي) مشر الکساندر بورتنيکوف هم وويل اداره يې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د اېستلو لپاره د کار بشپړولو په حال کې ده.

د مسکو د کنسرت تلار

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په مارچ کې مسکو کې د داعش په یوه خونړي برید کې ۱۴۵ کسان ووژل شول.

د طالبانو پر وړاندې د روسي چارواکو چلند وروسته تر هغه بدل شو چې طالبانو د داعش پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ (چې په روسیه کې د یوه ترهګر او منع شوي سازمان په توګه پېژندل کېږي).

د تېر کال په مارچ میاشت کې په مسکو کې له خونړي برید وروسته چې په کې د داعش څو غړو د کنسرټ په یوه تالار کې ۱۴۵ کسان ووژل. کتونکو د هغې پېښې منفي اغېز له طالبانو سره د حکومت پر اړیکو ارزاوه، خو ولادیمیر پوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې چې د ۱۵ اسیایي هېوادونو مشرانو ګډون پکې درلود، د داعش په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو حکومت خپل "ملګری" وباله.

پوتین وویل، "دا باید ومنو چې طالبان په افغانستان کې واک لري." هغه زیاته کړه، روسیه په یوازې توګه د طالبانو حکومت د رسمیت په اړه پرېکړه نه کوي.

په روسیه کې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی

د عکس سرچینه، TASS

د عکس تشریح، په روسیه کې د طالبانو یو پلاوی

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو لږ مخکې لاوروف د طالبانو مشران "هوښيار کسان" وبلل او په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د طالبانو په اړه د مسکو رسمي دریځ نور هم نرم شو.

کابلوف طالبان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت پرتله "ډېر د خبرو وړ" وبلل او د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل، د طالبانو استازو چې په روسیه کې یې دیپلوماتیک ماموریت په غاړه اخیستی، پر ده یې ډېر ښه اغېز کړی او دا چې دوی "مناسب کسان" دي."

په ۲۰۲۴ کال کې، د طالبانو استازو په کازان کې د "روسیه-اسلامي نړۍ" غونډه کې ګډون وکړ او دوه ځله یې د سینټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړ.