دوحه کې د افغان سياستوالو، دولتي استازو او طالبانو ناسته د ګډې اعلاميې په خپرولو ختمه شوه

دوحه

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah Abdullah

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت استازو، افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ ناسته له دوو ورځو خبرو وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

دغه اعلامیه چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم له خوا پر ټوېټر پاڼه خپره شوې راغلي دي، چې دواړو غاړو د سولې خبرو پر ګړندي کولو ټينګار کړی او په ټول افغانستان کې د ملکي زيربناو خوندي ساتلو، د ملکي تلفاتو مخنيوي او د بشري مرستو په اړه له يوه بل سره د همکاري ژمنه کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې په "افغانستان کې د کورونا وېروس پراخه خپریدو ته په پام سره به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي" او د مذاکراتو پر مخ بېولو په اړه به په راتلونکي کې هم دې ته ورته غونډې ترسره شي.

داسې هيله کېده چې د اختر ورځو کې پر اوربند هوکړه وشي خو په اعلاميه کې په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

تر دې وړاندې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي وو، چې خبرې په ارامه او دوستانه فضا کې روانې دي، خو دواړو خواو د یو بل ځینې اساسي غوښتنې رد کړې دي.

د سرچینې په وینا، طالبان ټینګار کوي چې لنډمهالي اوربند ته چمتو دي، خو بدل کې یې د دوی ۷۰۰۰ بندیان باید خوشي شي.

سرچینه همدا راز زیاتوي چې طالبان د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېستونو د خپلو مشرانو د نومونو پر لېرې کېدو هم ټینګار کوي.

د طالبانو او د افغانستان د ملي پخلاینې د شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د یو شمېر افغان سیاستوالو ترمنځ دا خبرې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، ددې هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.

افغانان د ښه خبر تمه کولی شي

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح، دې خبرو کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون لري

دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فاطمه ګېلاني د خبرو پر دویمه ورځ بي بي سي ته وویل، دواړه خواوې 'اصلې موضوع ' ته رسېدلي، خو دا یې روښانه نه کړه چې دا اصله موضوع کومه ده.

خو نوموړې ټینګار وکړ چې د لوی اختر په درشل کې به 'د دواړو خواو لپاره ' یو ښه زېری ژر اعلان شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم پرون شنبه د خبرو پر لومړۍ ورځ له بي بي سي سره مرکه کې هیله وښوده چې خبرې به ښې پایلې ولري، ځکه چې خبرې په همدې نیت ترسره کېږي چې له یوه بل سره جوړ راشي.

ښاغلي نادري ډېر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د بندو دروازو تر شا داسې څه پېښ شول چې افغانانو ته به ښه خبر وي.

طالبانو دا خبره رد کړې، چې ګنې د تېرو څو میاشتو بریاوو وروسته دوی د روانې شخړې پوځي حل لاره غواړي.

د طالبانو د دوحې دفتر یو غړی سهیل شاهین وايي د افغان جګړې تېر درسونه دا دي، چې یوازې سیاسي جوړجاړی د افغانستان روانه شخړه هوارولی شي.

له دوحې په رپوټونو او د دواړو لورو د مرکچیانو په خبرو کې ښکاري چې په وروستیو کې له ځمکلاندې کوونکو بریدونو سره سره، پر پوځي نه بلکې پر سیاسي حل لارې باور، د طالبانو او افغان دولت د پلاوو ترمنځ بارزه مشترکه وجه ده.

لکه څرنګه چې په دوحه کې د بي بي سي خبریاله لېز دوسیت وايي، له کابله ورغلی د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی، د وخت اهمیت ته په کتو داسې ښکاري چې غواړي درې میاشتو کې د ننه خبرې اترې خلاصې کړي.

د افغان دولت د پلاوي او د ملي پخلاینې د شورا مشر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې مذاکرات ونه ځنډېږي، که نه دولت او طالبان دواړه به ملت ته ګرم وي.

دوحه

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah Abdullah

لېز دوسیت په خپل رپوټ کې زیاتوي، د افغان حکومت او طالبانو دوو لوړپوړو پلاوو ترمنځ خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې او بې باوري مخ په ډېرېدو ده.

په تېرو اونیو کې طالبانو افغانستان کې لسګونه ولسوالۍ نیولې او ګڼو خلکو سره یې دا اندېښنه پیاوړې کړې چې دوی به پوځي بریا ته سترګې پټې کړې وي.

خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین دا خبره رد کړه.

دی وایي چې طالبان په دې باور دي چې تلپاتې حل لار یوازې له سیاسي جوړجاړي ترلاسه کېدای شي، د افغانستان څلور لسیزې جګړې همدا ثابته کړې.

طالبانو د پرمختګ سره خپل سیاسي لیدلوری هم روښانه کړی چې ټاکنې به په کې نه وي او دا چې نوی اسلامي اساسي قانون او مشرتابه غواړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی بیا پر تېرو شل کلنو لاسته راوړنو ټینګار کوي. نو د دواړو خواوو ترمنځ واټن ډېر دی. دواړه خواوې پوهېږي چې د سولې خبرې اترې ناکامې شي دا جګړه به لا پسې خرابه شي.

د ویډیو تشریح، "درد سره ژوند نشم کولی، کاشکي زه هم مړه وای"