سرچینه: عبدالله په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته ځي

د عکس سرچینه، Abdullah
د افغان سولې وزارت یوه سرچینه وايي، تمه کېږي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پیل غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته لاړ شي.
د سرچینې په خبره افغان پلاوی په خبرو کې د ګډون لپاره چمتو دی، خو د 'تخنیکي او پروټوکول ' دلیلونو له کبله یې سفر وځنډېد او ښايي نن یا سبا روان شي.
د پلاوي یو شمېر غړو بي بي سي ته وویل، د سفر چارې یې د شنبې ورځې لپاره همغږې شوې دي.
بل لور ته طالبان وايي، تر اوسه د خبرو لپاره مشخصه نېټه نه ده معلومه.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي پوښتنې ته په ځواب کې د خبرو پیل کې د ځنډ لامل (تخنیکي ستونزې) بللې دي.
قطر ته د مرکچي پلاوي سفر نن بیا وځنډېد
له دې مخکې افغان حکومت کې یوې لوړپوړې او د سولې چارو کې ښکېلې سرچینې بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر مرکز دوحې ته د افغان حکومت د مرکچي پلاوي سفر وځنډېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه سرچینه وايي، د طالبانو د مرکچي پلاوي ځینې غړي لا قطر ته نه دي رسېدلي ځکه له کابل د پلاوي تګ ځنډول شوی دی، خو زیاتوي ممکن افغان پلاوی د شنبې په ورځ قطر ته وخوځېږي.
طالبانو تر دی مخکې ویلي چې د هغوی مرکچي پلاوی له اسلام اباد سفر نه ورسته بیرته دوحې ته ستون شوی دی.
په تېرو څو میاشتو کې د بین الافغاني خبرو یو اصلي خنډ د دواړو خواوو د بندیانو خوشي کېدل وو، خو د چارشنبې په ورځ افغان حکومت او طالبانو ومنله چې د بندیانو ازادېدلو بهیر پای ته رسیدلی.
د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې دې ډلې د زرو حکومتي بندیانو بدل کې د خپلو پنځو زرو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
افغان حکومت د ۴۶۰۰ بندیانو تر خلاصولو وروسته وویل، چې پاتې څلور سوه بندیان لویو جرمونو کې ښکېل دي او نه یې خوشي کوي.
حکومت د دې مسلې د حل لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړه او د هغې په سپارښت یې د پاتې بندیانو د خوشي کولو لړۍ بیا پیل کړه.
خو وروسته اسټرالیا او فرانسې د اوو بندیانو د نه خوشي کولو غوښتنه وکړه اوس حکومت وايي: "د طالب بندیانو له ډلې یوازې هغه څو کسان نه دي خوشي شوي، چې په اړه یې نړیوال غبرګون شته، د دې موضوع د حل لپاره هم دیپلوماتیکې هڅې روانې دي."
ځینې رپوټونه وايي، ښايي دا بندیان قطر ته ولېږدول او هلته وساتل شي.
د ملي امنیت پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر دی.
په دغه پلاوي کې د پنځو ښځو په ګډون ۲۱ کسان ګډون لري.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر هم د دې ډلې د قطر دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی دی او پلاوی یې ۲۱ غړي لري.









