طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images@SUHAILSHAHEEN1
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته ځواب کې وايي، چې د دې ډلې او امریکا خبرې د بګرام د وروستي برید له امله نه دي درول شوې.
د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي خبریال اسد لودین ته وویل، د دوی مرکچي پلاوي او زلمي خلیلزاد په پرونیو خبرو کې پر بګرام برید بحث نه دی شوی.
د طالبانو له دې غبرګون مخکې ښاغلي خلیلزاد پنجشنبه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له طالبانو سره یې خپلو خبرو کې پر دې برید سخته غوسه څرګنده کړې ده.
خو ښاغلی شاهین وايي، خبرې د بګرام د برید له امله نه دي دریدلې، خو زیاتوي چې د بحث یوه برخه کې د بګرام برید یاد شو:
"البته دوی د بګرام د برید یادونه وکړه خو مقابل کې مونږ د ړندو بمباریو، شپنیو او ډرون بریدونو یادونه وکړه چې زمونږ بې ګناه افغانان یې قربانیان دي".
د ښاغلي شاهین په خبره، دا د مجلس پيل کې و او بیا په اصلي موضوع خبرې پيل شوې چې هغه د توافقنامې لاسلیک کول دي:
"وقفه زمونږ په غوښتنه رامنځ ته شوې ترڅو خپل مشران په جریان کې واچوو او هدایت یې واخلو".
نوموړي لیکلي، طالبان باید اوس دا ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې ته ځواب ویلی شي که نه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له دې مخکې زلمي خلیلزاد یوه ټوېټ کې ویلي و چې له طالب پلاوي سره پرونۍ لیدنه کې یې پر بګرام اډه د د ډلې پر برید سخته غوسه ښودلې ده.
د هغه په خبره، طالبان باید وښيي چې غواړي او کولی شي د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې ته ځواب ور کړي.
نوموړی زیاتوي:"موږ لنډ ځنډ کوو چې دوی پر دې بنسټیزه مسله له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي".
د پروان برید

د عکس سرچینه، Empics
د پروان ولایت چارواکي وایي د چارشنبې پر ورځ بګرام پوځي اډې سره نژدې پر یوه کلینک لويې موټر بم چاودنې لږ تر لږه يوه مېرمن ووژله او نژدې سل کسان يې ژوبل کړل.
دې برید د څو ساعتونو لپاره دوام وکړ، خو بهرنیو ځواکونو ته پکې د زیان اوښتو په اړه لا هم څه نه دي ویل شوي.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند د برید مسوولیت منلی او وايي لومړی یې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر د بګرام هوايي ډګر پر دېوال ورجنګولې او بیا یې ځانمرګي بریدګر "هوايي ډګر ته ننوتلي" دي.
خو رسمي سرچینو هوايي اډې یا ډګر ته د بریدګرو ننوتل نه دي تایید کړي.
په قطر کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې روانې خبرې له کابو درې میاشتني ځنډو وروسته تېره اوونۍ یو ځل بیا پیل شوې.
له دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کابل کې د طالبانو د یوه برید په غبرګون کې له دې ډلې سره د سولې خبرې درولې وې.









