د جرمني دفاع وزیره: راتلونکی افغان حکومت باید د سولې خبرې لا پیاوړې کړي

د عکس سرچینه، RTA
د جرمني د دفاع وزیرې انېګرېت کرمپ کرېنباور له افغان ولسمشر اشرف غني سره ګډه خبرغونډه کې غوښتنه وکړه چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي. اغلې کرمپ کرېنباور د دې ټاکنو پایله کې د داسې ځواکمن حکومت د جوړېدو هیله وکړه چې د سولې خبرې لا پیاوړې کړي.
نوموړې کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل، هیلمنه ده چې د افغان ټاکنو پایلې ژر اعلان شي چې پایله یې ټولو ته د منلو وي.
مېرمن کرمپ کرېنباور همدا راز په افغانستان کې د ناټو ماموریت د غځولو غوښتنه وکړه. دې ټینګار وکړ چې د ناټو په چوکاټ کې د جرمني سرتیرو د افغان ماموریت غځولو ملاتړ کوي.
د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه په داسې مهال ده چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان تېره ورځ جوزجان ولایت کې له جنرال دوستم سره ولیدل.
له ناستې وروسته ښاغلي دوستم رسنیو ته وویل، چې تر ډېره یې پر امنیت خبرې درلودې.
ښاغلي دوستم زیاته کړه چې د ټاکنو خبرې د کمېسون اړوند دي او دا کمېسون دې نور خلک نه اندېښمنوي، ژر دې پایلې ته ورسېږي او لومړنۍ پایله دې اعلان کړي.

د عکس سرچینه، IEC
ولسمشر غني دې ناسته کې د جرمني مننه وکړه چې د افغانستان د امنیت په تېره د شمالي ولایتونو کې یې له افغان ځواکونو سره د امنیت خوندیتوب کې مرسته کړې ده، او د افغان پوځ زدکړه، تمویل او تجهیز کې یې ډېر څرګند رول لوبولی دی.
جرمني په افغانستان کې پر پوځي شتون سربېره له افغانستان سره د بیارغونې او نورو چارو په برخه کې هم تر اوه میلیارد ډالرو مرسته کړې ده او ولسمشر غني په نننۍ غونډه کې دا مرسته ډېره اغېزناکه وبلله.








