د بهرنیو ځواکونو قومندان او افغان دفاع وزیر جنرال دوستم سره وکتل

د عکس سرچینه، Dostum Facebook
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر نن دوشنبه د افغانستان له دفاع وزیر اسدالله خالد سره ځای جوزجان ولایت ته تللی و او هلته یې د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره کتلي دي.
د جنرال دوستم د دفتر د رسنیو برخې مشر حبیب قویاش بي بي سي ته ویلي، په دې کتنه کې جنرال مېلر جنرال دوستم ته د هغه د خدمتونو په بدل کې د ناټو سازمان نښان ورکړی. د دې مډال ترڅنګ نوموړي ته د افغان امنیتي ځواکونو د اتلانو مډال هم ورکړل شو.
ښاغلي قویاش وویل، دې کتنې کابو درې ساعته دوام وکړ او دواړو خواو د سولې او امنیت پر مسایلو خبرې وکړې. د ده په وینا، د بحث بله موضوع هغه پوځي عملیات وو چې ټاکل شوې ده په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په شمال کې پیل شي.
وروسته جنرال دوستم او د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد د خبریالانو ځینې پوښتنې هم ځواب کړې.
دوی د ولسمشرۍ ټاکنو د روانو ناندریو په تړاو وویل، اعتراض د خلکو مدني حق دی، خو دا د ټاکنو د کمېسیون مسولیت دی چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي، او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د عکس سرچینه، FIRST VP OFFICE
دغه دوه جګپوړي پوځي چارواکي په داسې حال کې د جنرال دوستم لیدو ته ورغلي چې همدا تېره اوونۍ ښاغلي دوستم پر ولسمشر محمد اشرف غني سختې نیوکې وکړې.
جنرال دوستم تېره اوونۍ د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره په کتنه کې وویل، د ولسمشر غني دېکتاتورۍ ته له تسلیمېدو مرګ غوره بولي.
په هغه ناسته کې ښاغلي دوستم پر ولسمشر غني او حکومت تور پورې کړ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې درغلي کړې ده.
ښاغلي دوستم وویل، دی د ولسمشر غني ترڅنګ د یو مټ په څېر ولاړ و، خو هغه د خپلو سلاکارانو خبرې ومنلې او افغانستان یې اوسني وضعیت ته راوست.
جنرال دوستم نیوکه وکړه چې د لومړي مرستیال په توګه باید چې هر کله وغواړي له ولسمشر سره د کتنې اجازه ولري، خو اوس چې کله د کتنې غوښتنه کوي نو د ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه نجلۍ پر تیلیفون ورته د لیدنې لپاره وخت ټاکي.

د عکس سرچینه، DOSTUM FACEBOOK
جنرال عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال و او د څه مودې لپاره یې په عادي ډول خپله دنده ترسره کړه.
خو له یو شمېر خپلمنځي جنحالونو، او د محمد اېشچي د جنسي ځورونې په قضیه کې له تورنېدو وروسته جنرال دوستم د څه مودې لپاره ترکیې ته ولاړ.
نوموړی تېر کال له ولسمشر محمد غني سره تر جوړجاړي وروسته بېرته هېواد ته ستون شو، خو له هماغه راهیسې یې واک کم شوی او بیا بیا یې پر ولسمشر غني نېوکه کړې چې دی یې له صحنې ایستلی








