د افغان سولې بهیر: له پیله تر دې دمه

سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دې لیکنه کې په تېرو ۱۲ کلونو کې دافغان سولې بهیر ته کتنه شوې ده
    • Author, هارون شفیقي
    • دنده, بي بي سي- لندن

د افغان سولې مزل اوږد او له لوړو او ژورو ډک دی. تر دې دمه بېلابېلې پروسې د ګاونډیو، نږدې او لېرې هېوادونو پر هڅو ولاړې وې، خو تر ډېره یې پایله ځکه نه درلوده چې د امریکا متحده ایالات یا خو ورته چمتو نه وو او یا یې جدي نه ګڼله.

له هغه راهیسې چې دوی له طالبانو سره د قطر په دوحه کې خبرې پیل کړې چې دا دي نهم پړاو یې اوس روان دی، دا خبرې اوږدې او د ټولو هیلې ورته ټوکېدلې دي. په دې لیکنه کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغان سولې بهیر ځینو مهمو برخو او پېښو ته اشاره شوې:

افغانستان - د سولې اوږد مزل

افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه کې ترهګري وغندله

Getty Images

کابل کې د امن ګډه جرګه جوړه شوه. ګډونوال یې د افغانستان او پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکي او له دواړو هېوادونو مخور سیاستوال وو، د درېیو ورځو په اوږدو کې د امن ګډې جرګې په یوه اعلامیه کې ترهګري وغندله او د پراخو خبرو او جوړجاړي لپاره یې غږ پورته کړ.

اوباما افغانستان ته پوځیان واستول

Getty Images

نوي ټاکل شوي امریکایي ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱ لکو ته ورساوه او اعلان یې وکړ چې دغه پوځیان به د ۲۰۱۱ کال له جولای وروسته بېرته له افغانستانه ووځي. ناټو هم۴۰ زره نور پوځیان افغانستان ته واستول او د ۲۰۱۰ په نومبر کې یې پرېکړه وکړه دوی به په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي او د ۲۰۱۴ پای کې به د افغانستان امنیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

د سولې عالی شورا پیلامه

Getty Images

د ولسمشر حامد کرزي د دویم ځل ولسمشرۍ ټاکنو ګټلو وروسته د ۲۰۱۰ کال جون میاشت کې د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون د سولې ملي مشورتي جرګې کابل کې د سولې د خبرو لپاره د سولې عالي شورا جوړېدو وړاندیز وکړ. طالبانو او د حزب اسلامي دې جرګه کې ګډون ونکړ او دغه پروسه یې بې ارزښتنه وګڼله.

د برهان الدین رباني وژنه

Getty Images

د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني او د دې شورا څلور نور غړي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. د ۲۰۱۲ کال می میاشت کې د سولې عالي شورا مرستیال ارسلا رحماني هم کابل کې د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو. طالبانو وویل چې د سولې عالي شورا غړو په وژنو کې لاس نه لري

طالبانو ته قطر کې دفتر پرانیستل شو

د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو. امریکا اعلان وکړ چې دوی به مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي. ولسمشر حامد کرزی د امریکا او طالبانو دغو مخامخ خبرو او طالبانو ته د سیاسي استازولۍ په ډول دفتر پرانیستو باندې غصه څرګنده کړه. د طالبانو له لوري د اسلامي امارت د بیرغ او نښان کارولو پر خلاف ولسمشر اعتراض وکړ، له همډې سره د قطر دفتر هم له لنډې مودې وروسته وتړل شو.

د بندیانو تبادله: برګدال او پنځه طالب مشران

Getty Images

په افغانستان کې د امریکا یوازینی جنګي بندي بو برګدېل د قطر د حکومت په منځګړیتوب او د پنځو طالب بندیانو په بدل کې راخوشی شو.

بو برګدېل د افغانستان په سویل کې له نظامي مرکزه وتلی او بېدرکه و، وروسته د طالبانو لاس ته ورغی او له هغوی سره څو کاله بندي و. د امریکا حکومت یې په بدل کې له ګوانتانامو زندانه پنځه لوړ پوړي طالبان خوشي کړل.

د ولسمشریزو ټاکنو ناندرۍ

Getty Images

ولسمشریزو ټاکنو کې هېڅ کاندید هغومره رایې ترلاسه نکړې چې په لومړي پړاو کې بریالی اعلان شي. مخکښ نوماندان اشرف غني او عبدالله عبدالله دویم پړاو ته لاړل.

د ټاکنو کېسیون د ټاکنو د دویم پړاو د رایو بیا شمېرنه پیل کړه. له دوو میاشتو تفتیش وروسته د کړکېچن حالت د حللارې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري څو ځله کابل ته په سفر راغی.

له څو میاشتو کړکېچن حالت وروسته چې د کورنۍ جګړې وېره هم ورسره وه، د نوماندانو تر منځ د واک د شریکولو او د ملي یووالي حکومت جوړولو هوکړه وشوه. محمد اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجراییه رییس اعلان شول.

ناټو د عملیاتو ماموریت پای ته ورساوه

Getty Images

ناټو رسما په افغانستان کې د مخامخ جګړې ماموریت پای ته ورساوه. او د ۲۰۱۵ له جنوري یې نوی ماموریت ‘غوڅ ملاتړ’ پیل کړ چې تر ډېره یې موخه د افغان ملي ځواکونو روزل دي.

پګواش ادارې د سولې په موخه قطر کې خبرې پیل کړې

Pugwash Org

د طالب مرکچیانو او افغان سیاستوالو تر منځ قطر کې خبرې پیل شوې. خبرې د نړیوالې څېړونکې ادارې پګواش له لوري تنظیم شوې وې. د دې خبرو لړۍ کې دوهم ځل ناسته د ۲۰۱۶ په جنوري کې وشوه.

د پاکستان مري کې لومړی ځل طالبان او افغان لوري خبرې وکړې

Getty Images

د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ خبرې د ‘مرې پروسې’ تر نامه لاندې اسلام اباد ته څېرمه مري کې پیل شوې.

د مري پروسې خبرو پیل افغان سولې ته هیله مندي زیاته کړه. داسې بر‎ېښېده چې پاکستان لومړی ځل طالبان مخامخ له افغان چارواکو سره خبرو ته کېنول. دې خبرو کې پاکستان، چین او د امریکا متحده ایالاتو هم برخه درلوده.

د مري پروسې خبرو دویم پړاو هم پلان شوی و، خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلان سره خبرې ګډې وډې شوې.

د ملا عمر مړینه اعلان شوه

Getty Images

طالبانو ومنله چې د دوی مشر ملا عمر څو کاله پخوا مړ شوی. ملا اختر منصور یې ځای ناستی وټاکل شو. له دې خبر سره د طالبانو تر منځ خپلمنځي ستونزې ډېرې شوې، د ۲۰۱۵ په نومبر کې د ملا محمد رسول په نامه یوه مشر د طالبانو بېله ډله اعلان کړه. ملا اختر منصور هم د ۲۰۱۶ په مې کې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. مولوي حیبة الله اخندزاده د ملا منصور ځای ناستی ونومول شو.

د سولې څلور اړخیزې غونډې

Getty Images

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحده ایالاتو استازي په اسلام اباد کې سره راټول شول چې له طالبانو سره د خبرو پر میکانیزم کار وکړي. دې غونډې کې د ‘څلور اړخیزې همغږۍ کمیټه’ جوړه شوه. دې خبرو څلور پړاوه دوام وکړ، دوی په کابل، بیجینګ او اسلام اباد کې بیا سره کېناستل، خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

کابل ته د حکمتیار راستنېدنه

Getty Images

له کلونو مذاکراتو او پای کې یې له یوه جوړجاړي وروسته د ملي یووالي حکومت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون وشو. ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۷ په مې میاشت کې کابل ته راستون شو.

ولسمشر ټرمپ او د جګړې د پای هڅه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته د نورو پوځیانو استول اعلان کړل. په ورته وخت کې یې د جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، په دې تګلاره کې پاکستان ګوښه شوی ښکارېده. افغانستان د دې تګلارې هرکلی وکړ. په نوې تګلاره کې د ټرمپ د ادارې تاکید پر جګړه و او د ملت جوړونې او افغانستان بیارغونه هغه ټکي وو چې ترې لرې شوي وو.

د هلمند سولې کاروان هیلې راوټوکولې

Getty Images

له تاوتریخوالي زړه تورو د هلمند جګړه ځپلو د سولې پرلت پیل کړ. د دوی په بدرګه په ۱۶ نورو ولایتونو کې هم ورته کار وشو. د هلمند د سولې کاروان د جګړې له ښکېلو غاړو د سولې دې پروسې کې ګډون وغوښت. دوی له هلمنده تر کابله او له کابله تر مزاره پلی مزل پیل کړ، په لاره کې جوپه جوپه خلک ورسره یو ځای شول.

د سولې خبرې په مسکو کې

Getty Images

د یو شمېر هېوادونو استازو مسکو کې د افغان سولې کانفرانس کې ګډون وکړ. د طالبانو د قطر دفتر غړي او د افغانستان د حکومت له لوري د سولې عالي شورا مرستیال په دې کنفرانس کې ګډون درلود. خبرو کې د امریکا د مسکو سفارت استازیو هم ګډون کړی و.

امریکا او طالبانو په عربي اماراتو کې سره ولیدل

د امریکا او د طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې وشوې. خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ګډون درلود. د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار هم کنفرانس ته د ګډون لپاره تللی و، خو طالبانو له افغان پلاوي سره له لیدو انکار وکړ.

د سولې خبرو اوږد مزل قطر کې پیل شو

Getty Images

د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر دوحې کې د شپږو ورځو لپاره د لومړي ځل لپاره خبرې پیل شوې. دا د اتو پړاوونو لومړی هغه و. دې وښودله چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته جدي ده. دا ناستې د همدې کال فبروري، اپرېل، جون، جولای او اګست کې هم روانې وې.

بین الافغاني خبرې له مسکو تر دوحې

Getty Images

بین الافغاني خبرې مسکو کې وشوې. د افغانستان سیاستوالو او پخوانیو چارواکو پکې ګډون درلود. د طالبانو له لوري د قطر د دفتر مشر عباس ستانکزي او پلاوي یې ورسره ګډون درلود. د دې خبرو دویم پړاو بیا په مې میاشت کې وشو. دا لومړی ځل و چې د طالبانو د قطر دفتر ته نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغنی برادر د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو.

په جولای کې د دغو بین الافغاني خبرو یو بل پړاو دا ځل د جرمني او قطر هېواد په کوربتوب د قطر په دوحه کې ترسره شو. دا ځل د افغانستان حکومت ځینو چارواکو هم په دې خبرو کې ګډون درلود.

د سولې لویه جرګه: د ګډ غږ غبرګول

Getty Images

افغان ولسمشر اشرف غني څلور ورځنۍ لویه جرګه پرانیستله، د ۳۲۰۰ شاوخوا ګډونوالو د دې جرګې موخه له طالبانو سره د خبرو لپاره اجنډا ټاکل وو. یو شمېر لوړپوړو افغان سیاستوالو په جرګه کې ګډون ونکړ. طالبانو هم د جرګې پروسه او پایلې بې اغیزې او بې معنی وبللې.

قطر کې د سولې خبرو اتم پړاو

Getty Images

طالب مرکچي ډلې او امریکایانو د قطر پلازمینې دوحه کې د اتم ځل لپاره ولیدل او دواړو لوریو وویل چې په ډېرو مادو بحث پای ته رسېدلی او تړون ډېر نږدې دی. طالب ویاند سهیل شاهین او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دواړو پر خپل ټویټر د مثبتو خبرو یادونه وکړه.

طالبانو وویل له امریکا سره له تړون وروسته به له افغان لوري سره بین الافغاني خبرې پیلوي. انګېرل کېده چې د دغو خبرو کوربه به کوم اروپایي هېواد وي. په پیل کې ناروې هېواد هوډ ښودلی و چې دوی به په پلازمېنه اوسلو کې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوي پلاوي او د طالبانو کوربه وي. خو دا خبر تایید شوی نه دی.

په دې وروستیو کې د نهم پړاو خبرې د پیلېدو یادونه شوې. تمه کېږي چې دا ځل به طالبان او امریکا تړون لاسلیکوي او د افغانانو تر منځ خپلمني خبرو ته به لار برابروي.

ټرمپ د سولې خبرې ودرولې

Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټونو کې له طالبانو سره خبرې لغو کړې. نوموړي څرګنده کړه چې پلان وه د سپتمبر پر ۹مه دی په کمپ ډیویډ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له مشر ملاغني برادر سره جلا جلا وګوري. خو دوه ورځې وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو په پلمه یې دا خبرې ودرولې.

په ورته وخت کې امریکایي ولسمشر د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم له دندې ګوښه کړ او لامل یې د دوی تر منځ په بېلابېلو مواردو اختلاف وښودل شو. ځینې څېړونکي په دې اند وو چې د دوی تر منځ د اختلاف یوه موضوع له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې وې.

د رپوټونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ټاکل شوی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټې سپیناوي ته وروغوښت.

ولسمشر ټرمپ د سپتمبر وروستیو کې وویل له طالبانو سره یې د خبرو درولو یو لامل د دغې ډلې له لوري د اوربند نه منل وو.