د امریکا د ښځینه پوځیانو د لوڅو انځورونو پلټنه کېږي

د عکس سرچینه، ASSOCIATED PRESS
د امریکا د سمندري دفاع اداره د یو شمېر سرتېرو له خوا په فیسبوک کې د خپلو همکارو ښځینه پوځیانو د لوڅو انځورونو د خپرېدلو پلټنه کوي.
د معلوماتو له مخې د امریکا سمندري ځواکونو دا لوڅ تصویرونه په "میرینز یونایټېډ" ګروپ کې شریک کړل شوي دي.
د فیسبوک دې ګروپ د اوسنیو او متقاعدو سرتېرو ۳۰ زره غړي لرل، خو اوس بند دی.
په دې تړاو د سمندري جرایمو اړوند څانګې هم پلټنې پیل کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سمندري ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي رونلډ ګرین د دې پېښې په تړاو په لیکلي بیان کې ویلي، "دا زموږ پر واک او میراث نېغ برید دی، دې پېښې همکار سمندري ځواکونه، د کورنیو غړي یې او ولس دردولی دی".
د پخواني پوځي چارواکي ټامس برینن ناحکومتي ادارې وار هاوس پر فیسبوک د دې انځورونو د خپرېدلو خبره اول ځل را پورته کړه.
په جنورۍ کې میرینز یونایټېډ دا انځورونه خپاره کړي چې پکې ښځینه پوځیانې لوڅې لغړې دي او دا هم ویل شوي چې دا پوځیانې په کومو ډلګیو او یونټونو کې دندې لري.
پر دې سربېره د فیسبوک د دې ګروپ له ملګرو دا هم غوښتل شوي چې دا ډول نور تصویرونه شریک کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګوګل او فیسبوک دا ګروپ بند کړی دی، او پر خواله رسنیو یې هغه ګڼونه یا ایکاونټونه هم تړلي چې دا تصویرونه یې شریک کړي دي.
دا انځورونه په داسې میاشت کې پرلیکه شوي چې پکې لومړی ځل د امریکا سمندري ځواکونو سره د ښځینه پوخیانو د یو ځای کېدلو لړۍ پیل شوې وه.
















