د امریکا پوځ کې د ځانوژنې کچه

د عکس سرچینه،
- Author, ژباړه: هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د تازه راپورونو پربنسټ، د روان کال د اکتوبر تر پایه پورې د امریکا پوځ کې ۲۴۶ امریکايي پوځيانو د خپل ځان د وژنې هڅې کړې دي.
د امریکايي پوځيانو د ننه د ځانوژنې په اړه خپرې شوې شمېرې ښيي که څه هم د پوځيانو د ځانوژنې لپاره امریکا ډېر لګښتونه او هڅې کوي، خو لا یې هم دا ټکی نه دی موندلی چې ولې دغه پوځيان ځانوژنې ته مخه کوي.
د دغو شمېرو په حواله، چې د تېر ۲۰۱۰ کال په پرتله کم ښکاري، خو دا په ډاګه کوي چې کېدای شي د پوځيانو د ځانوژنې مخنیوی څو کاله وخت ونیسي.
د راپور له مخې، په تېرو لسو میاشتو کې د امریکا سمندري ځواکونو کې ۱۶۳پوځيانو د ځانوزنې هڅې کړې.
رواني ناروغي
شنونکي په دې اند دي چې د امریکا د پوځ له خوا نوې خپرې شوې شمېرې ددغه هېواد د پوځ د ننه له ګڼو ستونزو د یوې د رابرسېده کېدو ښکارندويي کوي، په داسې حال کې چې د عراق او افغانستان په لس کلنه جګړه کې یې پوځيانو ته سختې رواني ناروغۍ پیدا شوې دي.
د امریکا د پوځ شمېر نژدې درې میلیون ته رسېږي، چې په هېواد کې تر ټولو ډېره پانګونه او بودیجه لري.
دا مهال د نړۍ په نژدې ۷۰۰ سیمو کې د امریکا پوځيان مېشت دي.
د امریکا پوځ کې د ځانوژنې هڅې او له ژونده بېزاره کېدل څه نوې مساله نه ده، په تېرو څو کالو کې هم په دې اړه راپورونه خپاره شوي.
اروا پوهان وايي چې د امریکايي پوځیانو د ځانوژنې ریښې ان د ویتنام تر جګړې یعنې ۷۰ مو میلادي کالو پورې رسېږي.
په حقیقت کې، د ارواپوهنې ډاکټران او امریکايي ارواپوهان وايي د ویتنام له جګړې پوځيانو کې د ځانوژنې هڅې ډېرې شوې.
یو شمېر ارواپوهان وايي هغه کسان چې د عمر په اوږدو کې یې ۴۰ ورځې د جګړې په لومړۍ کرښه کې تېرې کړې وي، کېدای شي د ژوند تر پایه په یو لړ رواني ستونزو او ناروغیو اخته شي.








