ټرمپ: د افغانستان په مسئله کې هېڅ بیړه نه کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د افغانستان په مسئله کې هېڅ ډول بیړه نه کوي او ګوري به چې څه کېږي. د دوشنبې پر ورځ فرانسه کې د چې ۷ هېوادونو سرمشریزې په څنډو کې ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، افغان سولې او له دې هېواده د خپلو ځواکونو ایستلو لپاره کوم مهالوېش نه لري.
ولسمشر ټرمپ پرون د فرانسې په بیاریتز ښار کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یو ځای خبریالو سره خبرې کولې. نوموړي زیاته کړه چې د امریکا حکومت دا مهال له طالبانو، افغان حکومت او نورو ښکېلو غاړو سره په خبرو بوخت دی او ګوري به چې څه کېږي.
د ځینو شنونکو لپاره ښایي د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په دې حیرانوونکې وي چې نوموړي په تېر کې بیا بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو او په افغان جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا پر ختمولو ټینګار کړی دی.
پرون دوشنبه هم نوموړي خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دوی رول د سوله ساتي ځواک یا د پولیسو دی، او له دې پرته امریکایان هلته نور څه کار نه لري.
ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.
په دې خبرو کې د طالبانو یو مهم شرط دا دی چې د امریکا حکومت باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه د رویټرز خبري اژانس هغه رپوټ رد کړل چې ګواکې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ بندوي. نوموړی وایي، له طالبانو سره تر هوکړې مخکې او وروسته به هم د افغان ځواکونو دفاع کوي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، هېڅوک دې په پروپاګند نه تېر ووځي. نوموړي ویلي، ټولې ښکېلې غاړې پر دې سره سلا دي چې د افغانستان راتلونکی به په بین الافغاني خبرو کې مالومېږي.
تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه قومندانو له خولې لیکلي وو چې له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته به دوی بیا هم پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
یو بل طالب قومندان یاد اژانس ته ویلي، له هوکړې وروسته به امریکایي ځواکونو د افغان ځواکونو ملاتړ ته نه راځي.

داس تمه کېږي چې دا ځل به د دوحې په خبرو کې دواړه خواوې، یعنی طالب استازي او امریکایی پلاوی، خپلو منځو کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي، چې ورسره به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
څارونکي په دې باور دي چې "بین الافغاني" خبرې به ستومانوونکې، ستونزمنې او اوږدې وي او ممکن د طالبانو او امریکايي استازو له مذاکراتو هم ډېر وخت ونیسي چې شاوخوا لس میاشتې یې دوام وکړ.
په بین الافغاني خبرو کې به پر دایمي اوربند، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام، ټولنې ته د وسله والو طالبانو ور ګډېدل، انتقالي عدالت او د ښځو پر حقونو بحث کېږي.









