سعودي پاچا: افغانستان او پاکستان باید ښې اړیکې ولري

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر پر دوېیمه ورځ نن یکشنبه له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره وکتل. سعودي پاچا پر افغانستان او پاکستان غږ کړی چې د دوه مسلمانو هېوادونو په توګه باید خپلو منځو کې ښې اړیکې ولري.
پاچا سلمان ویلي، کابل او اسلام اباد باید د سیمې ثبات او امنیت لپاره په ګډه کار وکړي او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې سعودي عربستان منځګړیتوب ته چمتو دی.
د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ملک سلمان له ولسمشر غني سره په کتنه کې په افغانستان کې ټول ترهګریز بریدونه غندلي دي او همدا راز یې د افغان سولې له بهیر ملاتړ اعلان کړی دی.
له دې مخکې نن یکشنبه ولسمشر غني او د اسلامي همکاریو ټولنې مشر ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین سره وکتل. د ارګ خبرپاڼه وایي چې ولسمشر غني او ډاکټر العثیمین افغانستان کې پر رڼو ټاکنو، له تندلارۍ سره پر ګډه مبارزه، د افغان حکومت او طالبانو پر مخامخ خبرو او د اسلامي پوهنتون پر جوړولو سره غږېدلي دي.
اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو ټولنې بیا له طالبانو غوښتې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د څار لپاره افغانستان ته د خپلو څارونکو د استلو ژمنه کړې ده.

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې همدا راز د اسلامي پراختیا بانک د مشر ډاکټر بندر الحجار سره لیدلي او د دغه بانک او د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرست محمد همایون قیومي ترمنځ د سل بستره روغتون او څلورو کلېنیکونو د جوړولو هوکړه لاسلیک شوې ده.
ولسمشرغني په داسې حال کې سعودي عربستان ته تللی دی چې په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکاییي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.
په دوحه کې د بي بي سي خبریال حسیب عمار وایي، بحثونه هره ورځ د شپې تر ناوخته دوام کوي او داسې ښکاري چې دواړه خواوې یوې خپلمنځي هوکړې ته نږدې شوې دي.
تمه کېږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي. ټاکل شوې ده چې په دې خبرو کې به د افغان حکومت استازي او غیر حکومتي کسان له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني.









