خلیلزاد او طالبان: د 'موقت حکومت' په اړه خبرو کې نه یو غږېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا بهرنیو چارو استازي زلمي خلیلزاد او وسله والو طالبانو او امریکایانو هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې دوی په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې د یو موقت حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه لیکلي:
''هغسې چې د طالبانو ویاند مخکې ویلي، موږ د موقت حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دي کړې. د حکومتولۍ پرېکړې به افغانان په بین الافغاني خبرو کې کوي. ''
"کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپرېږي، حقیقت نه لري"
بل لور ته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په لومړي ځل څرګنده کړه د هېواد لپاره یې 'په افغانستان کې سوله ستر لومړیتوب دی. ' ښاغلي بس په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل چې دوی هغه مهال خپل ځواکونه له افغانستانه باسي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د امریکا او د متحدیینو امنیت ته یې شته ګواښ له منځه لاړ شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
سفیر جان بس وویل:
''امریکا ته سوله ستر لومړیتوب دی، ځکه چې دا د افغانانو لوی لومړیتوب هم دی. موږ ته هره ورځ افغانان وايي، چې سوله د دوی لوی لومړیتوب دی. موږ په زغرده کار کوو، چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته کېني، خبرې وکړي او د تل پاتې سولې هوکړې ته سره ورسېږي. داسې هوکړه چې عملي او افغانانو ته د منلو وړ وي. په ورته وخت کې موږ د ټاکنو چمتوالي هڅو ملاتړ ته هم دوام ورکوو. ''
تر دې وړاندې د الجزیرې خبري شبکې ویلي وو چې امریکايي او طالبانو لوري پر یوه ۱۴ میاشتني منځمهالي پړاو سره سلا شوي دي.

الجزیره د دغې سرچینې په حواله وايي، طالبان په دغه موده کې د واشنګټن له لوري د افغان حکومت ملاتړ ردوي او ټینګار کوي چې په هوکړه کې باید یو لنډ مهالی حکومت هم شامل وي چې وسله والو طالبانو ته مهم وزارتونه پکې ورکړل شي.
خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بي بي سي ته وویل چې دا 'جعلي ' خبر دی. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټویټ کې وویل چې دا رپوټونه حقیقت نه لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په قطر کې د امریکايي استازو او وسله والو طالبانو د مرکچیانو تر منځ د سولې نهم پړاو خبرې نن شنبه له ځايي وخت سره سم ماسپښین نژدې دوې نیمې بجې پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا پیل شوې.
ویل کېږي تېره شپه هم په قطر کې د سولې بهیر دغه خبرې تر ناوخته پورې روانې وې. البته پرون د جمعې رخصتۍ له کبله د ورځې لخوا خبرې نه دي شوې.
بل لور ته په داسې حال کې چې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالب مرکچیانو ترمنځ نهم پړاو خبرې د دریمې ورځې لپاره دوام لري، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر ګاوندي هېواد سعودي عربستان ته په رسمي سفر وتلی.

د عکس سرچینه، ARG
ارګ په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي دي چې ښاغلی غني د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او یوشمیر نورو سعودي چارواکو سره ګوري او عمره ادا کوي.
سعودي عربستان چې طالبان ورسره د نورو هېوادونو پرتله ښې اړیکې لري، له دې وړاندې ژمنه کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ ته چمتو دي. شاوخوا کال وړاندې دغه هېواد کې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو کانفرانس هم جوړ شوی و.
د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.
اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.
نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو، چې تر ننه (یکشنبه، اګسټ ۲۵) پورې دوام لري.








