دوحه کې بین الافغاني مذاکرات؛ د لومړۍ ورځې غونډه پای ته ورسېده
په دوحه کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوريت او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب پلاویو تر منځ د سولې ناسته وشوه. په دغه ناسته کې دواړو خواوو پر نرمښت او سیاسي هوکړې ته پر رسېدو ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، که هر لوری د جګړې له لارې د بریالیتوب په لټه کې شي، اصلي بایلونکي د افغانستان خلک دي.
هغه زیاته کړه چې افغان پلاوی د دې واک او صلاحیت لري چې یوې وروستۍ پرېکړې ته د رسېدو په ګډون په ټولو نورو موضوعاتو له مقابل اړخ سره مذاکرات وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، افغانستان یوه پیاوړي، مرکزي او خپلواک نظام ته اړتیا لري او په خبره یې دواړه خواوې باید له ځان غوښتنې او شخصي ګټو تېرې شي.
په پرانیستغونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي په استازولۍ د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د طالبانو لخوا د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې د مرکچي پلاوي مشر شېخ عبدالحکیم خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي په دغه غونډه کې د کوربه په توګه ګډون درلود او خبرې یې وکړې. دواړو خواوو په خپلو څرګندونو کې د قطر له کوربتوب او اسانتیاوو برابرولو نه مننه وکړه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عبدالله عبدالله وايي، سختې ورځې وهي، جګړه په شدت سره روانه ده او اصلي قربانیان یې عام وګړي دي. د هغه په خبره که د جګړې هر لوری د زور له لارې د واک غځېدو او یا بریالیتوب په لټه کې وي، د روانې جګړې اصلي بایلونکي د افغانستان خلک دي.
ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه او سیاسي مشران په دې باور دي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري او ټول توان باید د جګړې د پای ته رسېدو په موخه یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره وي. هغه ټينګار کوي چې باید ټولې هڅي د افغانستان د خلکو د ګډ راتلونکې لپاره سره راغونډې شي.
هغه دغه راز خبرداری ورکړ چې که د جګړې پای ته رسېدو لپاره د خلکو غوښتنو ته پآملرنه ونه شي، افغانستان به یو ځل بیا له ویجاړ حالت سره مخ کړي. ښاغلي عبدالله تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل چې دواړه خواوې باید د تاوتریخوالي له لارې یو پر بل د نظرونو او برداشتونو له منلو ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Dr.AbdullahAbdullah
په ورته وخت کې ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل چې په لس میاشتنیو بین الافغاني مذاکراتو کې ستونزې وې او هغه ډول چې تمه کېده پرمختګونه نه وو. له دې سره هم هغه وايي چې باید نا هیلي نه شو او طالبانو یو پیاوړی مرکچي پلاوی ټاکلی او خپل لوړ پوړي مسؤلان یې لېږلي دي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم په خپلو خبرو یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په لار کې د دواړو خواوو پر جدي هڅو او له شخصي ګټو پر تېرېدو ټینګار وکړ.
د پرانیستې غونډې په دوام، د ملي مصالحې عالي شورا د ویاند فریدون خوځوان په خبره دواړو خواوو په اووه کسیزو ډلو کې خپلې خبرې پیل کړې.
داسې ښکاري چې په دې ناسته کې دواړه خواوې یو بل ته خپلې غوښتنې مخکې کوي.
د افغان مرکچي پلاوي یوې سرچینې ویلي، اوربند، سیاسي مشارکت او اساسي قانون د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت د پلاوي له عمده بحثونو څخه دي.

د عکس سرچینه، Dr.AbdullahAbdullah
له دې وړاندې طالبانو هم ویلي وو چې افغان حکومت ته یې هغه طرحه لېږلې چې په هغه کې د ۷ زره طالب زندانیو د خوشې کولو او د دغې ډلې د مشرانو له تور لیسته د ایستلو په بدل کې درې میاشتنی اوربند وړاندې شوی. د جوړې شوې اجنډا پر اساس، سبا هم د دواړو خواوو د پلاوو تر منځ خبرې کېږي.
خلیلزاد سره لیدنه

د عکس سرچینه، Dr.AbdullahAbdullah
له کابل تللي پلاوړي وړاندې دوحه کې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د خپل مذاکراتي پلاوي له غړو سره هم لیدلي وي.
عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې دغو لیدنو کې سولې پروسې او سیاسي جوړجاړي په اړه نظرونو تبادله شول.
تمه وه چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به هم د دغه پلاوي برخه وي.
خو ښاغلي کرزي چې کابل هوايي ډګر ته له د دې پلاوي سره خدای پامانۍ ته تللی و، د پلاوي ستاینه او ملاتړ وکړ، خو ورسره نه ولاړ. دفتر یې وایي چې د تګ هوډ یې لا له وړاندې نه درلود.











