کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه پنجشنبې ورځې ته وځنډېده

د لویې جرګې خېمه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه د پنجشنبې په ورځ جوږېږي او درې ورځې به دوام کوي.

ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د غونډې د سم تنظیم لپاره یې ځینې کمېتې ټاکلې دي.

په پام کې ده چې جرګه پر وروستۍ ورځ خپل پرېکړه لیک هم اعلان کړي.

د طالبانو لومړي مرستیال وزیر مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، په دې جرګه کې د ګډون کولو لپاره هېڅ محدودیتونه نه شته او د ګډونوالو صلاحیت د ولایتونو او ولسوالیو چارواکو ته سپارل شوی و.

نوموړي په یوه وېډیو کلیپ کې چې د جرګې تالار مخې ته ثبت شوی، ویلي: "سبا ته به ګډونوال په دې تالار کې سره راغونډېږي او د مهمو مسلو په اړه به بحث او پرېکړه کېږي."

وړاندې د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې هیدربار ویلي وو، سره له دې چې ددې غونډې په اړه هېڅ مالومات نه دي خپاره شوي، خو تمه لري چې دا غونډه به د نجونو زده کړو او بشري حقونو په اړه یو ز ېری له ځان سره ولري.

اغلې هیدر بار زیاتوي "دوي د خپل مشروعیت په فکر کې دي، په داسې حال کې چې ټول یې خپل پلویان راغوښتي څو ثابته کړي چې حکومت یې ټول ګډونه دي."

د تېر کال له اګسټ میاشتې راهیسې کله چې طالبان واک ته رسېدلي، دا لومړی ځل دی چې کابل کې د دیني عالمانو لویه جرګه جوړېږي.

په دې جرګه کې به له هرې ولسوالۍ دوه دیني عالمان او یو قومي مشر او له هرې ښاري ناحیې دوه قومي مشران او یو دیني عالم ګډون کوي او د ټولو ګډونوالو شمېر ښايي تر ۳۵۰۰ کسانو ورسېږي.

د ویډیو تشریح، کابل کې د عالمانو ستره غونډه

تر اوسه طالبانو د غونډې د بحث اجنډا نه ده اعلان کړې، خو ځینې هغه کسان چې غونډې ته بلل شوي‌ دي، د بحثونو د ممکنه اجنډا مهمي‌ ټکي یې‌ بي‌ بي‌ سي‌ سره شریک کړي‌ دي.‌

د دغو کسانو له خولې، طالبان غواړي‌ د همدې غونډې له لارې خپل نظام ته مشروعیت ورکړي او د ناستې له ګډونوالو بیعت وغواړي.‌

دا غونډه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړېږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې هم هلته لویې غونډې جوړېدې. د جرګې لپاره د کابل پولیتخنیک پوهنتون محصلین د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي.

پرون د افغانستان یو شمېر ښځو په نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو لخوا جوړېدونکې غونډه کې د ښځو ونډې لپاره زمینه برابره کړي.

افغان فعالانې او دیني عالمانې وايي، د طالبانو د علماوو په جوړېدونکې لویه غونډه کې پر ملي موضوعاتو بحثونه کېږي، او ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي که دوی په کې برخه ونه لري د افغان ولس په اړه به هر ډول پرېکړه نا عادلانه وي.