افغان مېرمنې: طالبان دې د دیني علماوو جوړېدونکې غونډه کې ښځو ته هم ونډه ورکړي

د طالبانو غونډّ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان یو شمېر ښځو په نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو لخوا جوړېدونکې غونډه کې د ښځو ونډې لپاره زمینه برابره کړي.

افغانې فعالانې او دیني عالمانې وايي، د طالبانو د علماوو په جوړېدونکې لویه غونډه کې پر ملي موضوعاتو بحثونه کېږي، او ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي که دوی په کې برخه ونه لري د افغان ولس په اړه به هر ډول پرېکړه نا عادلانه وي.

بله خوا د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې هیدربار وایي سره لدې چې ددې غونډې په اړه هېڅ مالومات نه دي خپاره شوي.

خو تمه لري چې دا غونډه به د نجونو زده کړو او بشري حقونو په اړه یو ز ېری له ځان سره ولري.

نوموړې وايي: "پرته له شکه هیلې مو ډېرې دي څو د تمې خلاف د نجونو ښوونځیو په اړه یو پرمختګ او ښه خبر واورو ، زه خپله هیله منه یم، خو ډيره خوشبینه نه یم، ځکه د نجونو ثانوي زده کړو په اړه د طالب مشرانو نظرونه مختلف دي او تر اوسه هیڅ د نظر یوالي پکې نه لیدل کیږي. دا غونډه به هم مشک حل نه کړي."

اغلې هیدر بار زیاتوي "دوي د خپل مشروعیت په فکر کې دي، پداسې حال کې چې ټول یې خپل پلویان راغوښتي څو ثابته کړي چې حکومت یې ټول ګډونه دي."

د طالبانو حکومت په اوسنیو شرایطو کې ظاهرا ددې غونډې په اړه ښکاره مالومات نه شریکوي.

AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دې غونډې ته ټینګ امنیت نیول شوی

له دې مخکې طالبانو یوازې همدمره ویلي وو چې د ديني عالمانو په غوښتنه په کابل کې د علماوو دغه ستره غونډه جوړوي چې د افغانستان له ټولو ولايتونو او ولسواليو به ګڼ شمېر ديني عالمان او قومي مخور پکې ګډون وکړي.

خو په دې غونډه کې د ښځو، مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو استازي ګډون نه لري.

ځکه ددې لویې غونډې پر جوړښت او ګډونوالو چې ظاهرا طالبانو په خپله خوښه ورته ټاکلي دي، غبرګونونه هم په زیاتېدو دي.

مولوي عبدالهادي حماد چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده د اووه ویشت کسیز مشورتي بورډ غړی هم دی او له کندهار ولایته په دې ناسته کې ګډون کوي وایي، دې ناسته کې د ګډون لپاره له پوره تیاري سره راغلی.

له عمومي عفوې باید سرغړونه ونشي

نوموړي وایي غوښتنې یې دا دي چې له عمومي عفوې باید سرغړونه ونشي، ښځو ته د زده کړو حق ورکړل شي، افغان کدرونه راوستل شي، د اقتصادي ودې او کانونو لپاره باید جدي کار وشي او علمي خلک پکې وټاکل شي.

ښاغل حماد وایي، له دنیا سره باید په هره برخه کې تعامل وشي څو افغانستان په ټولو برخو کې ترې ګټه واخلي

بي بي‌ سي‌ ته مالومه شوې، له هرې ولسوالۍ "دوه دیني‌ عالمان" او یو قومي‌ مشر او له هرې ښاري‌ ناحیې دوه قومي‌ مشران او یو دیني‌ عالم دې غونډې ته وربلل شوي دي.

د ویډیو تشریح، کابل کې "د ديني عالمانو سترې غونډه"

د افغانستان له مختلفو ولایتونو دیني عالمان او قومي مشران چې پدې غونډه کې ګډون کوي کابل ته ر سېدلي دي.

د دې غونډې کره نېټه یا ورځ نه ده اعلان شوې، خو ناتائید شوي رپوټونه وایي چې ښایي دا ناسته د چارشنبې پر ورځ پیل شي او د جمعې پر ورځ پای ته ورسېږي.

له دې وړاندې د افغانستان ځينو سیاستوالو او پخوانیو چارواکو طالبانو ته د لویې جرګې د جوړښت طرحې سپارلې وې خو طالبان وایي، چې د دو ی لخوا جوړ ېدونکې ناسته لویه جرګه نه بلکې د علماوو شورا غونډه ده.

نژدې ۱۱ میاشتې کېږي‌ چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي‌ پېژندلي.