ستانکزی: د نجونو ښوونځي پرانیزئ
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي یو ملت هغه وخت پرمختګ کولی شي چې تعلیم پکې وده وکړي.
نوموړي کابل کې د 'ګرځندوی صنعت' په اړه یوې غونډې ته وویل، د طالبانو حکومت دې ټولو افغانانو (نر او ښځو) ته د تعلیم زمینه برابره کړي. ده وویل باید ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. نوموړي وویل د تعلیم په اړه ستونزې چې څومره ځنډنۍ کېږي هومره ملت له حکومت سره واټن نیسي.
بل لور ته په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، دنیاوي تعلیم مباح دی، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.
ښاغلي حنفي وویل: "کله چې د مباح او د امیر تر مابین تعارض راشي نو بیا د امیر حکم واجب دی".
نوموړي استدلال وکړ چې د دنیاوي علم پرتله حجاب کول یو فرض عمل دی، خو په غیر مستقیمه توګه یې نیوکه یې وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې حجاب نه مراعت کېږي.