د نجونو تړلي ښوونځي؛ پر زدکوونکو او ښوونکو یو کال څنګه تېر شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر یوه کال کې بي بي سي پښتو پاڼې د ځینو هغو زده کوونکو نجونو یادښتونو او احساسات خپاره کړي وو چې له ښوونځیو راګرځول شوې دي.
نن (یکشنبه) چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تړلو ښوونځیو کال پوره شو، له ځینو زدکوونکو او د هغوی له ښوونکو سره مو پر دې خبرې کړې دي چې دغه کال پرې څرنګه تېر شو، احساسات یې څه دي او څه غواړي.
د ځینو مرکه شویو نومونه بدل شوي دي.
امینه - کندهار
"غوښتل مې ډاکټره شم، ځکه زموږ په کندهار کې چې ښځې ناروغې شي، د ډاکټر لپاره یې ډېرې لېرې بیایو. ښه ده چې زموږ په وطن کې ډاکټرانې ډېرې شي. زما د کورنۍ هیله ده دا وه چې زه ډاکټره شم. په ډېرې سرګردانۍ مې تر اوومه مکتب ویلی دی. له طالبانو غواړو زموږ ښوونځي را خلاص کړي".
فاطمه - کابل
"زه ډېره خواشینې یم چې زما وروڼه مکتب ته تلل خو زه نه پرېښودل کېدم. هغوی به چې هره ورځ مکتب ته تلل، ما به ډېر بد احساس کاوه چې هغوی مکتب ته پرېښودل کېږي او زه نه شم تلی. زه حق نه لرم چې مکتب ته لاړه شم؟
زما په زړه کې هره ورځ دا راتلل چې طالبان ولې زموږ مکتب نه خوشې کوي؟ غواړو مکتب ته لاړې شو چې خپله اینده جوړه کړو او خپل وطن ته خدمت وکړو".
د ځینو نجونو لپاره تېر یو کال له رواني پلوه هم ډېر بد و. ځینو یې بي بي سي پښتو ته د خپل رواني حالت په اړه خبرې کړې دي.
نوریه - ننګرهار
"تېر یو کال داسې را باندې تېر شوی چې په کلماتو یې نه شم ویلی. لومړیو کې مې هڅه کوله چې ځان په کتابونو او لیکلو بوخت کړم، نه مې غوښتل چې خپلې هېلې مې ماتې شي. خو ورو ورو دا حالت له رواني پلوه راته سختېده. تر دې حده ورسېدم چې د شپې به مې ژړل. د تېر یوه کال ډېر وخت مې له خپګان په کوټه کې تېر کړی دی. تر دې چې یوه ورځ یې روغتون ته بوتلم. د ښوونځي هره ورځ چې مې ضایع کېده، له زړه ورپسې خپه شوې یم. خو چاره څه ده؟"

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو کورنیو آن د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته کډې کړې دي. هوسۍ ارین چې په کابل کې د یوه ښوونځي سر ښوونکې وه، او د "طالبانو د تېر حکومت پرمهال یې پټې زدکړې کړې وې"، وروسته له هغه ترکیې ته ګډه شوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل.
نوموړې وايي "ما نه غوښتل چې لوڼې مې بې تعلیمه را لویې شي، نو ځکه مو پرېکړه وکړه چې د زدکړو لپاره بل هېواد ته کډه شو."
د طالبانو د حکومت چارواکي نه غواړي چې د نجونو د زدکړو په اړه تازه څرګندونې وکړي. خو پخوا یې د ښوونځیو تړلو په اړه بېلا بېلې څرګندونې کړې دي چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې دي.
د دې ډلې مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې د افغانستان ملي تلویزیون سره مرکه کې ویلي وو، د نجونو د ښوونځیو موضوع دیني اړخ لري او باید دې برخه کې د دیني عالمانو هوکړه او رضایت شامل وي.
ځینو طالب چارواکو بیا دا هم ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولی چې د نجونو تړل شوي ثانوي ښوونځي بېرته پرانیزي.
همدا تېره اوونۍ د طالبانو د پوهنې وزیر روزګان ولایت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، د نجونو د ښوونځیو په موضوع کې 'باید د خلکو کلتور په پام کې ونیول شي".










