پکتیا ولایت کې تر شپږم پورته د نجونو ځينې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
تر شاوخوا یو کلن ځنډ وروسته د افغانستان د پکتیا ولایت په ځينو سیمو کې څو ښوونځي تر شپږم د پورته ټولګیو نجونو پر مخ بېرته پرانیستل شوي دي.
دا خبره لږ تر لږه د پکتیا مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ ځینو ځايي خلکو بي بي سي ته منلې ده.
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز یو اوسېدونکی عبدالحق فاروق وايي، خوښ دی چې د کور نجونې یې بېرته خپلو ښوونځيو ته روانې دي.
دی وايي، "مکتبونه خلاص دي، زموږ ماشومان له شپږم صنف پورته ټول ډېر په خوشالۍ باندې خپل مکتب ته ځي. خوشاله یو. دهر پلار او هرې کورنۍ دا امید وي چې اولادونه یې د علم په زیور سمبال وي. زموږ لپاره، زموږ د ماشومانو لپاره او زما د هېواد د اینده لپاره دا موږ ټولو ته د ویاړ خبره ده. دا کار چې هر چا کړی وي، دې کې د ټول افغانستان خیر دی."
د پکتیا دوو نورو اوسېدونکو ایمل ښمر او فرید احمدزي هم بي بي سي ته وویل چې په سیمه کې یې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي دي او هیله یې ښودلې چې دا لړۍ به دوام وکړي.
دوی د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ دا وېره هم ښودلې چې هسې نه د طالبانو حکومت چارواکي د دغو ښوونځيو د بیا تړلو امر وکړي.
د پژواک خبري اژانس هم پکتيا کې د ځايي چارواکو له خولې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو خبر ورکړی دی.
"نجونې لیسې ته روانې دي، مشکل نه شته"
په څمکنیو کې د سمین اکبري په نوم د نجونو لیسه کې سلګونه نجونې پر زدکړو بوختې دي او په وروستیو کلونو کې یې د ۱۲ فارغانې هم درلودلې دي. خو د طالبانو حکومت له راتګ سره د ټول هېواد په څېر دې لیسې ته هم تر شپږم پورته نجونې ټولګیو ته نه ورپرېښودل کېدې.
خو اوس هلته هم ځايي خلک وايي چې له څو ورځو راهیسې یې پر مخ بېرته دغه لیسه پرانیستل شوې ده.
په څمکنیو کې یو استاد هاشمخېل هاشمي بي بي سي ته وویل چې که څه هم په دې اړه کوم رسمي مکتوب دې سیمې ته نه دی ورلېږل شوی خو لیسه د نجونو پر مخ خلاصه شوې ده او څوک یې مخالفت نه کوي.
ښاغلی هاشمي وايي، "زه په څمکنیو ولسوالۍ کې اوسېږم، په همدې ولسوالۍ کې د دارلمعلمین استاد یم. پخپله د دې صحنې شاهد یم چې نجونې تر شپږم ټولګيپورته هم ښوونځيو ته ځي. دلته یوه لیسه ده د سمین اکبري په نوم. هماغې لیسې ته ځي او کوم مشکل نشته."
مولوي احمدزی: معارف یې امر نه دی کړی خو مخه یې هم نه ده نیولې

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت لا په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی خو په پکتیا کې ځايي طالب چارواکي د دې خبر پخلی کوي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي خالقیار احمدزي بي بي سي ته په دې اړه وویل چې، ده په ټکو، له مرکزي حکومته داسې کوم امر نه دی ورته شوی خو د ځايي خلکو او د ښوونځيو مدیرانو په غوښتنه تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي چې په ټوله پکتیا کې پنځه داسې ښوونځي خلاص شوي دي.
دغه طالب چارواکی وايي، "هو، څو ورځې کېږي مرکز ګردېز او څمکنیو کې له شپږمه تر دوولسمه د نجونو تر پنځو پورې ښوونځي پرانیستل شوي دي. البته د ښوونځيو مدیرانو دا پرېکړه کړې ده، د معارف لخوا نه ورته حکم شوی او نه یې هم مخه نیول شوې ده خو نظارت یې کوي."
ځینې خلک وايي چې دغه ښوونځي په اصل کې څو ورځې مخکې پرانیستل شوي او پر خواله رسنیو یې هرکلی شوی دی. د پکتیا تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کې مخکې لا تر شپږم صنف پورته د نجونو ښوونځي پرانیستي دي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې د پرانستنې په اړه رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.
له هغه راهسې چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د بندېدو امر وکړ په هېواد کې د ننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شو.
یو شمېر خلکو دا کار د هېواد د پرمختګ پر وړاندې یو مهم خنډ بللی دی.










