ګرمو سیمو کې د ښوونځیو پیل؛ "په کور یو کال، لکه سل کاله تېر شول"

ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان په ګرمو سیمو کې له کلنۍ رخصتۍ وروسته راتلونکې اوونۍ ښوونځي پرانیستل کېږي، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به لا هم تړلي پاتي وي.

اوس څه باندې ۳۵۰ ورځې کېږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د کم عمر نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي.

طالبان له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړلو په اړه روښانه دلایل نه وړاندې کوي. د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو مخکې بي بي سي ته ویلي و، که د طالبانو مشر یې د پرانیستو امر ورکړي، پرانیستو ته یې چمتوالی لري.

خو دا څه موده وړاندې یې د پوهنې وزیر بیا ادعا کړې وه چې "د کلتوري ستونزو" له امله ښوونځي تړلي پاتي دي- هغه دلیل چې ګڼو افغانانو ننګولی و.

بي بي سي له یو شمېر افغان کورنیو او خپله زده کوونکو سره چې له ښوونځیو راګرځول شوې، خبرې کړې دي. ځینو یې آن وايي چې نجونو ته یې رواني ستونزې پیدا شوې دي.

یو پلار چې څو لوڼې یې تېر یوه کال کې له ښوونځیو منع کړل شوې، له بي بي سي سره د خپل احساساتو په اړه غږېدلی دی.

ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

نورمحمد یوسفزی (اصلي نوم یې نه دی) وايي، کله یې چې په کور کې ناستو لوڼو ته ګوري، له "فکر او سوچ" پرته یې هیڅ څه په وس کې نشته او "یوازې درد" زغمي.

ښاغلی یوسفزی وايي، تېر یوه کال کې یې کتاب لوستلو ته د لوڼو "شوق ډېر کم شوی، یو ډول ذهني تکلیف او خپګان ورته پیدا شوی."

د همدې پلار یوه لور سکینه "اصلي نوم یې نه دی" چې سږ کال باید پوهنتون ته تللې وای، بي بي سي پښتو ته وویل "په کور کې یو کال، لکه سل کاله راباندې تېر شول، لکه زندان کې چې ساتل کېږو."

سکینه دوه وروڼه لري او راتلونکې اوونۍ به یې دواړه له کلنیو رخصتیو وروسته بیرته ښوونځیو ته ځي. خو د نوموړي برخلیک د کال په تېرېدو لا هم مالوم نه دی.

"زما لپاره دا ډېره ځورونکې ده چې زما وروڼه به ښوونځیو ته ځي او ما ته اجازه نه راکول کېږي. یو کال په نن او سبا کې تېر شو، خو زموږ ښوونځي لا هم بند دي."

د سکینې بله خور مریم "اصلي نوم یې نه دی" په نهم ټولګي کې ده. مریم وايي، په سنبلې میاشت کې په تمه وو چې ښوونځي به یې پرانیستل کېږي خو وايي " اوس چې یوازې د هلکانو ښوونځي ته اجازه شته، هیلې یې مړاوې شوې او ډېره خواشینې ده."

سره له دې چې په افغانستان کې په کور دننه دیني عالمانو، سیاسي مشرانو او بهرنیو خیریه ټولنو له طالبانو بیا بیا د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د طالبانو د مشرتابه په دریځ کې بدلون نه لېدل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر د ټوېټر په یوه تازه پيغام کې ویلي، په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودو لپاره هیڅ توجیه نشته او وايي، دې چارې "ټول هېواد زیانمن کړی."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

څه نا څه درې میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت یوې کمېټې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره یې کندهار کې خپل مشر ته وړاندیزونه استولي وو.

خو تر اوسه د دغو وړاندیزونو په اړه هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی او طالب چارواکي هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

دغه کمېټه اته غړي لري چې د طالبانو د پوهنې، لوړو زدکړو، حج او قافو وزیران او ځینې نور چارواکي پکې دي.

د دې کمېټې مشري د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم کوله چې د طالبانو مشرتابه ته خورا نژدې کس بلل کېږي.

تر اوسه څوک نه پوهېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده په ذهن کې څه دي او څه ډول پرېکړه به کوي، خو تر هغې چې ښاغلي اخونزاده وروستۍ پرېکړه ونه کړي، د مریم او سیکنې په څېر سلګونه زره نجونې به د زده کړو له طبیعي حقه همداسې بې برخې وي.