د افغانستان پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ته د افغان لوبغاړو غبرګونونه

د عکس سرچینه، AFP
په افغانستان کې د ښځنیه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو او لوړو زدکړو موسسو دروازو تړلو ته د نورو افغانانو، نړیوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو تر څنګ افغان لوبغاړو هم غبرګونونه څرګند کړي دي.
د افغانستان کرېکټ ځینې وتلیو ستوریو هم د خواله رسنیو له لارې په دې هکله خپل نظر څرګند کړی. د کرېکټ افغان ستوري راشد خان ویلي په دې هکله په یوه پیغام کې چې پر خواله رسنیو یې خپور کړي ویلي: "کومه ټولنه چې خپل کوچنیان د نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو د ګټور خدمت تمه ولري."
د کرېکټ یو بل مشهور افغان ستوری محمد نبي په یوه ټویټر پیغام کې وايي، ''موږ ټول باید ومنو چې زموږ ټولنه او هېواد د مېرمنو زدکړو ته هم حیاتي اړتیا لري. '' محمد نبي زیاتوي، ''دا ځکه چې د ښځو او نارینه وو په ګډو هڅو د هېواد او ولس روښانه راتلونکی تضمین کېدای شي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د افغان کرېکټ یوه بل ستوري ګلبدین نائب بیا پر خپله فېسبوکپاڼه د ''افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ '' له هشټګ سره د اسلام پیغمبر حضرت محمد یو حدیث نقل کړی چې وايي، ''د علم ترلاسه کول د هر مسلمان نارینه او ښځې مسوولیت دی. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د کرېکټ وتلي افغان لوبغاړي رحمان الله ګُربز بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ''نن موږ پر نجونو د ښوونځي تګ بندیز او نجونو او ښځو ته د پوهنتونونو تګ اجازې نه ورکولو پرېکړې بېرته اخیستو غوښتنې لړ کې د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د خپلو خویندو او لوڼو تر څنګ ولاړ یو. ''
ښاغلی ګُربز زیاتوي: ''هره ورځ چې د تعلیم لړ کې ضایع کېږي د هېواد راتلونکي لپاره د یوې ورځې ضایع کېدو مانا لري. ''
نوموړي هم له خپل ټویټر پیغام سره د ''افغان نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړئ '' هشټګ ټومبلی چې پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د ښوونځي تګ له بندیز وروسته یې ګڼ شمېر افغانان او د بشري حقونو نړیوال فعالان په خواله رسنیو کې کاروي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د افغانستان د ازادو سیالیو یا 'فريفایټ' لوبغاړي احمد ولي هوتک په یوه ټویټر پیغام کې هیله کوي چې د افغان نجونو پر مخ به د زدکړو دروازې پرانیستل شي. نوموړی د زدکړو اهمیت ته په اشارې سره وايي: ''ما ته مې مور لمونځ را زده کړی ''.
د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته، نن له ګڼو پوهنتونونو محصلانې را ګرځول شوې دي.
د طالبانو د حکومت دغې پرېکړه ته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه هم پارېدلي دي او ګڼ شمېر کسانو دغه پرېکړه غندلې ده.










