د افغانستان پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ته د افغان لوبغاړو غبرګونونه

په افغانستان کې د ښځنیه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو او لوړو زدکړو موسسو دروازو تړلو ته د نورو افغانانو، نړیوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو تر څنګ افغان لوبغاړو هم غبرګونونه څرګند کړي دي.

د افغانستان کرېکټ ځینې وتلیو ستوریو هم د خواله رسنیو له لارې په دې هکله خپل نظر څرګند کړی. د کرېکټ افغان ستوري راشد خان ویلي په دې هکله په یوه پیغام کې چې پر خواله رسنیو یې خپور کړي ویلي: "کومه ټولنه چې خپل کوچنیان د نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو د ګټور خدمت تمه ولري."

د کرېکټ یو بل مشهور افغان ستوری محمد نبي په یوه ټویټر پیغام کې وايي، ''موږ ټول باید ومنو چې زموږ ټولنه او هېواد د مېرمنو زدکړو ته هم حیاتي اړتیا لري. '' محمد نبي زیاتوي، ''دا ځکه چې د ښځو او نارینه وو په ګډو هڅو د هېواد او ولس روښانه راتلونکی تضمین کېدای شي. ''

د افغان کرېکټ یوه بل ستوري ګلبدین نائب بیا پر خپله فېسبوکپاڼه د ''افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ '' له هشټګ سره د اسلام پیغمبر حضرت محمد یو حدیث نقل کړی چې وايي، ''د علم ترلاسه کول د هر مسلمان نارینه او ښځې مسوولیت دی. ''

د کرېکټ وتلي افغان لوبغاړي رحمان الله ګُربز بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ''نن موږ پر نجونو د ښوونځي تګ بندیز او نجونو او ښځو ته د پوهنتونونو تګ اجازې نه ورکولو پرېکړې بېرته اخیستو غوښتنې لړ کې د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د خپلو خویندو او لوڼو تر څنګ ولاړ یو. ''

ښاغلی ګُربز زیاتوي: ''هره ورځ چې د تعلیم لړ کې ضایع کېږي د هېواد راتلونکي لپاره د یوې ورځې ضایع کېدو مانا لري. ''

نوموړي هم له خپل ټویټر پیغام سره د ''افغان نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړئ '' هشټګ ټومبلی چې پر افغان نجونو د طالبانو له لوري د ښوونځي تګ له بندیز وروسته یې ګڼ شمېر افغانان او د بشري حقونو نړیوال فعالان په خواله رسنیو کې کاروي.

د افغانستان د ازادو سیالیو یا 'فري‌فایټ' لوبغاړي احمد ولي هوتک په یوه ټویټر پیغام کې هیله کوي چې د افغان نجونو پر مخ به د زدکړو دروازې پرانیستل شي. نوموړی د زدکړو اهمیت ته په اشارې سره وايي: ''ما ته مې مور لمونځ را زده کړی ''.

د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته،‌ نن له ګڼو پوهنتونونو محصلانې را ګرځول شوې دي.

د طالبانو د حکومت دغې پرېکړه ته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه هم پارېدلي‌ دي او ګڼ شمېر کسانو دغه پرېکړه غندلې ده.‌