پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ته غبرګونونه؛ ځینو هېوادونو په ګډه وینا پاڼه کې د طالبانو پرېکړه غندلې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سوټیزرلنډ او اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ګڼو هېوادو په یوه ګډه ویناپاڼه کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به یې له دوی سره د اړیکو پر څرنګوالي اغېز وکړي.

د دغو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو پر لوړو زدکړو او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیزونه سملاسي لېرې کړي.

په دې ویناپاڼه کې راغلي، چې دغه بندیزونه طالبان د افغانستان له ولس او نړیوالې ټولنې نور هم ګوښه کوي.

د سعودي، پاکستان، ترکیې، او قطر په ګډون د سیمې ګڼو هېوادو هم د طالبانو پر دغه ګام خواشیني ښودلې او ترې غوښتي یې دي، چې دا پرېکړه بدله کړي.

وروسته له هغه چې پرون "سه شنبه" د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په دولتي او خصوصي‌ پوهنتونونونو کې د نجونو زدکړې وځنډولې،‌ دې پرېکړې یې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په دې ګډه اعلامیه کې دغه راز له شپږم ټولګي پورته ښونځیو ته د نجونو پر تګ د بندیز دوام او د ښځو او نجونو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو نور لګول شوي محدودیتونه هم غندل شوي دي.

دغه اعلامیه چې تېره شپه ناوخته خپره شوې وايي، د ښځو پر وړاندې ''د طالبانو ځپونکي اقدامات بې رحمانه او سیستماتیک دي. ''

اعلامیه وايي، طالبان په دا ډول اقدماتو سره ځان د نړیوالې ټولنې او افغانانو په منځ کې ځانونه منزوي کوي.

بل لور د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د طالبانو پر تازه لګول شوی بندیز د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په اعلامیه کې راغلي دا پرېکړه افغان ښځو ته د هغو د شرعي حقونو له ورکړې سره چې په سر کې یې د تعلیم حق دی، په ټکر کې ده.‌

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې تړاو یوه ویناپاڼه کې ګواښنه اورولې چې دا پرېکړه به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د امریکا ترڅنګ بریتانیا هم د طالبانو تازه پرېکړه د ښځو پر حقونو یو بل برید او د خپلو ژمنو ماتونه بللې ده.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د نجونو پوهنتونونو تړلو پرېکړه ''د شرم وړ'' بللې او په یوه ټویټر پیغام کې یې ویلي: ''طالبان هره ورځ ثابتوي چې دوی د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیزو حقونو ته درناوی نه کوي.''

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د طالبانو تازه پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، له تعلیمه د ښځو محرومول د هغوی د حقونو نقض کول دي او دا پرېکړه د هېواد پر راتلونکې ډېر ناوړه اغېز کوي.

د ښاغلي ګوتېرېش ویاند سټیفن دوجاریک په وینا پاڼه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو لپاره د تعلیم زمینه برابره کړي.

د طالبانو دغې پرېکړې ته په کور دننه د لوبغاړو په ګډون بېلا بېلو خلکو غبرګونونه ښوولي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د کرېکټ افغان ستوري راشد خان ویلي "کومه ټولنه چې خپل کوچنیان د نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو د ګټور خدمت تمه ولري."

د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو ددغه امر په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې غندلی دی. دغه سازمان د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې په دې اړه پر خپل نظر له سره غور وکړي.

"په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د نامحدودې مودې لپاره د اوسنۍ ادارې د پرېکړې په تعقیب د پوهنتونونو تړل کېدو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سرمنشي حسین ابراهیم طه خپله ژوره اندېښنه ښودلې او دا اندېښمنوونکې پرېکړه یې غندلې ده."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

دغه سازمان پر ټویټري پیغام کې لیکلي، د افغانستان پوهنتونو ته د نجونو د تګ ځنډولو به اړه ښاغلی طه پر دې باور دی چې د حکومت اعتبار ته به په اوږد مهال کې د جدي کمزوري کولو پایله وګرځي، کټ مټ لکه افغان ښځې او نجونې چې د خپل تعلیم، کار او ټولنیز عدالت له اساسي حقونو بې برخې کېږي.

دغه سازمان ویلي، که څه هم دوی له اوسنۍ ادارې سره د خپلې همکارۍ سیاست ته ژمن دي خو دا پرېکړه غندي او د کابل پر واکمنانو غږ کوي چې د خپلو ژمنو او واقعي پرېکړو ترمنځ د ثبات ساتلو لپاره دا پرېکړه بېرته واخلي.

بله خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د دې پرېکړې په اړه سخت اندېښمن او ناهیلی شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي رامز الاکبروف پر خپله ټوې‍ټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه ملګرو ملتونو ته سخته خواشینوونکې ده.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې پر ټوېټر لیکلي، د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د متوسطه ښوونځیو او پوهنتونونو بندیز هر ډول هغه شک له منځه وړي چې ګنې دوی د ۹۰مو کلونو ته د ستنولو د سخت‌دریځې تګلارې ته ستنېږي چې د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس د ټیکاو شونتیا یې ترې اخیستې وه.

رینا امیري وړاندې لیکلي، نړۍ- لکه افغانانو چې وکړل دا باید رد کړي، داسې چې دا پر کلتور او دین پورې اړه لري. په افغان تاریخ کې یوازې طالبانو د نجونو د تعلیم د بندیز تګلاره خپله کړې. د نړۍ په هېڅ ځای کې هېڅ یو ګڼ مسلمان وګړیز هېواد نشته چې نجونې له تعلیم محرومې کړي.

دا وايي، "موږ د انعطاف په نقطه کې یو. د یوې نړیوالې ټولنې په توګه باید ددغه ډول سخت‌دریځو تګلارو پر وړاندې ټینګ ودرېږو، که دا کار ونه کړو، نو طالبان به لا زړور شي او په نورو ځایونو کې به هم سخت‌دریځي الهام ترې واخلي او له افغانستان بهر به د ښځو او نجونو حقونه په خطر کې شي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پوهنتونو کې د افغان نجونو د زدکړو د ځنډولو په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي، "نن طالبانو د افغان ښځو پر ژوند داسې نوي بندیزونه ولګول چې دفاع یې نه شي کېدای. زه له دوی [ښځو] سره یم: خویندې، لوڼې او میندې د تعلیم په لټه کې دي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ ته اوږه ورکړي او خپلې هیلې پوره کړي."

نوموړي وړاندې لیکلي، "دا نړۍ ته یوه ډېره مهمه شېبه ده: باید په یو غږ په کلکو ټکو ددې تګلارې مخالفت وکړو. باید له افغان ښځو سره ودرېږو."

د طالبانو حکومت کې تر اوسه هېڅ چارواکي‌ د دې پرېکړې لپاره هیڅ ډول توجیه نه ده وړاندې کړې او نه هم رسنیو سره خبرو ته چمتو کېږي.‌