افغانستان کې دولتي پوهنتونونه له اوږدې مودې وروسته بیا پرانیستل شول

د عکس سرچینه، KUMS
د افغانستان په سړو سيمو کې د شبنې په ورځ (۲۶ فبروري) د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پرانيستل شول.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانيستل شوي، خو وايي نجونې به سهار او هلکان د ماسپښين مهال درسونو ته ورځي.
د یاد وزارت وياند مولوي احمد تقي وايي، د لوړو زدکړو د پلان له مخې به يې تحصیلي بهير پر مخ ځي.
د ياد وزارت په وینا، د مالي ستونزو له امله یې پوهنتونونه تړلي وو او وايي په نویو تګلارو هم کار کوي.
یاده دې وي چې د افغانستان په ګرمو سيمو کې له وړاندې دولتي پوهنتونونه پرانيستل شوي دی.
همدا راز په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې. خو د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان دولتي او ډیر شمیر خصوصي پوهنتونونه تړل شوي وو.

د کابل پوهنتون یوه محصله دنیا نیازۍ چې د پوهنتونونو د پیل پر لومړۍ ورځ خپل ټولګي ته تللې وه بي بي سي سره یې خبرو کې وويل، "ډیر پخواني استادان یې نه وو او دنجونو د جامو په اړه لیکلې بڼه یې ځینې لارښوونې پر دیوالونو ځړېدلې وې".
دافغانستان له یوشمیر نورو ولایتونو هم بي بي سي سره خبرو کې زدکونکو ویلي چې نجونې او هلکان ټول پوهنتونونو ته ورستانه شوي.










