د بي بي سي موندنې: د افغانستان له ۳ پوهنتونونو کابو ۲۲۹ استادان له هېواده وتلي

کابل پوهنتون
    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

د بي بي سي موندنې ښيي له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان له دريو مهمو کابل، هرات او بلخ پوهنتونونو شاوخوا ۲۲۹ استادان بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

هغه استادان چې له یادو دریو پوهنتونونو وتلي، ډېری یې یا ماسټران وو او یا یې د دکتورا تر کچې زدکړې کړې وې.

تر ټولو ډېر استادان له کابل پوهنتون وتلي چې شمېر ۱۱۲ ته رسېږي. کابل د افغانستان تر ټولو مهم او لوی پوهنتون دی چې زرګونه محصلان پکې زدکړې کوي.

په دې استادانو کې هغه نه دي حساب چې رخصت یې اخیستی یا د مریضۍ او یا هم د زدکړو په پلمه تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستان وتلې دي. په همدې پلمو نژدې ۵۰ نور ښوونکي یوازې له کابل پوهنتون بهر ته تللي دي.

د کابل پوهنتون تر ټولو ډېر استادان د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي تللي چې شمېر یې ۲۷ ته رسېږي. په یادو پوهنځیو کې د فرانسوي ژبې په څېر داسې څانګې هم شته چې هېڅ استاد یې نه دی پاتې.

د فرانسوي ژبې اووه واړه استادان له افغانستانه وتلي او اوس د تدریس لپاره په کابل پوهنتون کې هېڅ ښوونکي نه لري. الماني څانګه کې دوه، چینايي کې یو، ترکۍ کې دوه او هسپانوي کې یو استاد پاتې دي. له انګریزي څانګي نهه ښوونکي وتلي دي.

کال پوهنتون

د عکس سرچینه، Getty Images

له ادبیاتو وروسته، له ساینس پوهنځیو چې بیولوژي، فزیک، کیمیا، ریاضي او کمپیوټر ساینس په کې راځي، تر ټولو ډېر استادان وتلي چې شمېر یې ۲۵ ته رسېږي.

د بېلګې په ډول له کیمیا پوهنځي پنځه استادن بهر ته تللي چې دریو یې دوکتورا درلوده او یوه په کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړې وې.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي ګڼ استادان چې د ټکنالوژۍ په برخه کې یې بهرنیو هېوادونو کې لوړې زده کړې کړې وې، ډېره برخه یې اوس وتلې دي.

د ښکلو هنرونو له پوهنځي بیا ۲۲ ښوونکي بهر ته تللی دي. په دغه پوهنځي کې محصلانو ته د موسیقۍ، تیاتر، سینما، ګرافیک، عکاسۍ او نورو هنري برخو کې زدکړې ورکول کېدې.

طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د دې پوهنځي د موسیقۍ برخه لغوه کړه او تر اوسه روښانه نه ده چې دا ځل به دغې څانګې سره څه کوي.

له ژونالیزم پوهنځي اته تنه استادان وتلي. له حقوقو، عامه ادارې او ځینو نورو پوهنځیو هم ګڼ شمېر ښوونکي تللي دي.

له کابل پوهنتون وروسته هرات دویم هغه دی چې ډېر شمېر استادان ترې تېرو نژدې شپږو میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته وتلې دي او شمېر یې ۷۵ ته رسېږي.

د هرات پوهنتون یو چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل بي بي سي ته وویل، د استادانو د وتلو بهیر لا هم روان دی او ګڼ استادان په دې لټه کې دي چې څرنګه بهر ته د تللو لارې چارې ومومي.

مثلاً، د هرات په ساینس پوهنځي کې یوازې اته ښوونکي اوس پاتې دي، لس یې د زدکړو لپاره له وړاندې بهر ته تللي وو او اته یې تېرو څو میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته تللي.

هرات کې ټولټال نژدې ۴۳۰ ښوونکي شته او له دې ډلې د ۱۴۰ په شاوخوا کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې بهرنیو هېوادونو ته د زدکړو لپاره تللي دي.

د افغانستان تېر حکومت وروستیو کلونو کې داسې قانون جوړ کړی و چې د پوهنتون هر استاد چې د زدکړو کچه یې تر لسانس کچې وي، باید د پنځو کلونو په موده کې ماسټري وکړي. له همدې امله په مهمو پوهنتونوو کې باید ماسټر او یا هم دوکتور د استادۍ پر دنده ګومارل شوی وای.

د همدې موخې لپاره پخواني نظام هر کال څو میلیونه ډالره پوهنتوني استادانو ته د لوړو زدکړو لپاره ځانګړي کړي وو چې بهرنیو هېوادونو ته یې واستوي.

بي بي سي ته ځینو استادانو چې د زدکړو لپاره بهر تللي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې نه غواړي افغانستان ته ستانه شي. خو ښايي دا د ټولو نظر نه وي.

شبنم

د عکس سرچینه، SHABNAM

د عکس تشریح، شبنم صالحي چې د کابل پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي کې نژدې له اوو کلونو راهیسې استاده وه

له بلخ پوهنتونه بیا ټولټال ۴۲ ښوونکي بهرنیو هېوادونو ته تللې دي. یوازې همدا تېره اوونۍ یې دوه ښوونکي بهر ته ولاړل. د دغه پوهنتون یوه سرچینه وايي، ښايي په فزیکي ډول استادانو ته خطر نه وي، خو استادان هڅه کوي له وطنه د وتو لارې چارې ومومي.

شبنم صالحي چې د کابل پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي کې نژدې له اوو کلونو راهیسې استاده وه، اوس له څو میاشتو راهیسې کاناډا ته کډواله شوې. اغلې صالحي چې اوس د پوهنتون د وخت یادونه په کمپیوټر کې پر ورپاتې انځورونو تازه کوي، وايي، "زموږ پر شخصي حریم محدودیتونه ولګېدل، دندې ته نه پرېښودل کېدم. آن تر دې چې زموږ په تخصصي برخه کې هم لاسوهنه کېده. د استادانو لپاره نوره ذهني فضا جوړه نه وه".

اغلې صالحې چې د بشري حقونو د کمیسیون غړې هم وه، وايي ښايي فزیکي امنیت د استادانو لپاره هومره لویه ننګونه نه وي خو "حالات داسې شول چې استادانو په کې ازادۍ له لاسه ورکړې"

د افغانستان د پوهنتونو لوی شمېر استادان امریکا، کاناډا او یا هم اروپايي هېوادنو ته وتلي دي.

خسروي

د عکس سرچینه، KHESRAWI

د عکس تشریح، احمد غني خسروي چې هرات پوهنتون کې د ادبیاتو پوهنځي مشر

احمد غني خسروي چې هرات پوهنتون کې د ادبیاتو پوهنځي مشر و، جرمني ته کډوال شوی. نوموړی د دوکتورا تر کچې زدکړي لري او نژدې دوه لسیزې په هرات پوهنتون کې استاد و. ښاغلي خسروي له پوهنتونه د وتو دلیل داسې وایي، "اصلي ستونزه د معیشت ده. هېڅوک له کافي معاش پرته کار نه شي کولای، زه اولادونه لرم چې پيسو ته اړتیا لري. نو مجبور کړل شوم چې بهر ولاړ شم".

که څه هم افغانستان کې د طالبانو حکومت اوس د پوهنتون استادانو او نورو مامورینو ته معاشونه ورکوي، خو کچه یې بیخي کمه شوې- هغه څه چې دولتي کارکوونکي پرې ناخوښه دي.

تېر نظام کې د پوهاند معاش تر ۸۰ زره افغانیو رسېده خو ښاغلی خسروي وايي اوس د نوموړي معاش چې پوهاند دی تر ۳۰ زره راښکته شوی و.

له پوهنتونونو په دومره شمېر د استادانو وتو لوی اغېز د محصلانو پر درسونو دی.

دنيا

د عکس سرچینه، DUNYA

د عکس تشریح، دنیا سنګر د کابل پوهنتون په عامه اداره کې محصله

دنیا سنګر د کابل پوهنتون په عامه اداره کې محصله ده چې له نیمايي ډېر ښوونکي یې له افغانستانه وتلي. نوموړې چې پر کابل پوهنتون د وړم کال په خونړي برید کې ټپي شوې هم وه، وايي نه پوهېږي پاتې زدکړې به یې څنګه کېږي، "زموږ اندېښنه دا ده چې د دې علمي کدرونو چې له معتبرو پوهنتونو یې زدکړې کړې وې، ځای به یې څوک نیسي؟ موږ ته به درس څوک راکوي؟"

همدا داسې پوښتنې دي چې تر اوسه روښانه ځواب یې نشته.

طالبان چې د پوهنتونو د بېرته پیل ژمنه یې کړې او ځينې پوهنتونونه پرانيستل شوي، د استادانو د وتو مسله هومره مهمه نه ګڼي او ټینګار کوي چې نوي استادان به ګوماري.

د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو نوي مشر اسامه عزیزي بي بي سي ته وویل، "موږ په کابل پوهنتون کې اوس ۴۰ استادانو ته اړتیا لرو. ستونزه شته خو حل لار لري".

ښاغلی اسامه زیاتوي، "دا مسله موږ درسونو په شروع کولو کې له کومې جدي ستونزې سره نه مخامخوي".

خو آیا د هغو ښوونکو چې کلونه کلونه یې تدریس کړی وي او پراخه تجربه لري، د ځای ډکول به همدومره اسانه وي ؟

د کابل پوهنتون استاد عبدالله کاموال "د تجربه لرونکو او مسلکي ښوونکو له لاسه ورکول د پوهنتونو لپاره لویه ننګونه بولي" او وايي "حل لار یې اسانه نه ده".

عبدالله کامه وال

د عکس سرچینه، ABDULLAH KAMAWAL

د عکس تشریح، د کابل پوهنتون استاد عبدالله کاموال

اوس چې په ګرمو سیمو کې پوهنتونونه پيل شوي، د استادانو د وتو تر څنګ د معاشونو لږوالی، د هلکانو او د نجونو د ټولګیو بیلوالی له نورو هغو ننګونو دي چې پوهنتونونه او چارواکي به یې لا هم په اوږدمهال ورسره لاس او ګریوان وي.