د کرېکټ نړیوال جام د غوره اتو پړاو کې نن جنوبي افریقا وېسټ انډيز ته لویه ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام د اتو غوره پړاو سیالیو کې نن جنوبي افریقا له وېسټ انډيز په نهو وېکټو په داسې حال کې لوبه وګټله چې لا ۲۳ توپونه نور هم پاتې وو.
له دې سره جنوبي افریقا د غوره اته یا سوپر-۸ پړاو د دویم ګروپ د نوملړ په سر کې ځای خپل کړ او د څلورو نومرو په درلودو سره یې د نیمهپایلوبو پړاو ته خپل وتل یقیني کړل.
د نن لوبه
د نن پنجشنبې (کب ۷/فبرورۍ ۲۶) لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله خو وېسټ انډيز ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
وېسټ انډيز په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې او جنوبي افریقا ته ۱۷۷ رنزونه هدف شو.
د وېسټ انډيز د سر پنځه لوبغاړي ښه و نه لوبېدل او یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. خو وروسته روماریو شېفرډ او جسن هولډر وېکټ وساتله. روماریو شېفرډ نن د وېسټ انډيز لپاره تر ټولو ډېرې ۵۲ منډې او جسن هولډر ۴۹ رنزونه وکړل.
د جنوبي افریقا له لوري لونګي نګیدي درې، کاګیسو ربادا او کوربین باش دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي افریقا له خوا بیا لوبډلمشر ایډن مارکرم له کواینټن ډيکاک سره د سر توپوهونکي په توګه لوبغالي ته کوز شو. مارکرم د نیمه سلیز په ګډون ټولټال ۸۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. نن یې اووه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.
ډيکاک په ۴۷ منډو وسوځېد او ریان رېکلټن ۴۵ رنزونه وکړل.
جنوبي افریقا د وېسټ انډیز ټاکل شوی هدف یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۶ اوور کې پوره کړ او خپلې سیالې لوبډلې ته یې په نهو وېکټو لویه ماته ورکړه.
د نیمهپایلوبو پړاو ته څوک ووتل او د چا امکان شته؟
د غوره اتو یا سوپر-۸ پړاو په لومړي ګروپ کې د انګلنډ، نیوزیلنډ، پاکستان او سريلنکا ترمنځ انګلنډ په څلورو مثبتو نومرو درلودو سره تر ټولو وړاندې دی.
انګلنډ لوبډلې له دوو کړو لوبو دواړه ګټلې دي او د روان نړیوال جام د نيمهپایلوبو پړاو ته وتلې ده.
ورپسې نیوزیلنډ درې پاینټه لري او دویم دی. نیوزیلنډ له دوو لوبو یوه ګټلې ده او دویمه یې د باران له کبله لغوه شوه چې له پاکستان سره وه او دواړو ته یوه یوه نومره ورکړل شوې.
پاکستان درېیم دی او هماغه یو پاینټ لري او خپله دویمه لوبه یې بایللې ده.
سريلنکا بیا خپلې دواړه کړې لوبې بایللې دي.
دې ته په کتو، له لومړي ګروپه انګلنډ لوبډله د نیمهپایلوبو پړاو ته وتلې او د نیوزیلنډ چانس هم ډېر برېښي.
د یادولو ده چې د نیوزیلنډ او پاکستان دواړو یوه یوه لوبه لا هم پاتې ده چې هغه هم خپل اغېز لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د غوره اتو یا سوپر-۸ په دویم ګروپ کې وېسټانډيز، جنوبي افریقا، هند او زېمبابوې دي.
وېسټ انډيز له ننني او دویم بري سره څلور نومرې خپلې کړې او د جدول سر کې یې ځای ونیو.
له دې سره دا لوبډله هم د نیمهپایلوبو پړاو ته ووته.
وېسټ انډيز دوه پاینټه لري چې له کړو دوو لوبو یې یوه نن وبایلله او بله یې ګټلې وه. یوه لوبه یې له هند سره پاتې ده او د نیمه پایلوبو پړاو ته یې د وتلو چانس شته.
هند په دې پړاو کې یوه لوبه کړې چې بایللې یې ده خو دوه لوبې یې نورې هم پاتې دي چې یوه نن له زېبمابوې سره ده او دویمه یې د مارچ پر لومړۍ نېټه له وېسټ انډيز سره د. هند تر اوسه کومه نومره نه لري خو د پاتې لوبو څرنګوالی به یې بل پړاو ته د وتو برخلیک وټاکي.
زېمبابوې هم هند ته ورته برخلیک لري. د غوره اتو پړاو کې یې یوه کړې لوبه بایللې ده او دویمه یې نن له هند سره ده او درېیمه یې هم د مارچ پر لومړۍ نېټه له جنوبي افریقا سره.
د هند او زېمباوې ترمنځ د نننۍ لوبې ګټل به د دواړو ترمنځ بل پړاو ته د تلو چانس موندلو کې مهم رول ولوبوي.
د مهالوېش له مخې، د سوپر-۸ پړاو نه د بریالیو راوتلو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ نیمهپایلوبه د مارچ پر څلورمه او دویمه د مارچ پر پنځمه وشي. په دغه پړاو کې چې هرې دوه لوبډلې بریالۍ شوې، د هغوی ترمنځ به د مارچ پر اتمه نېټه د روان نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.





















