د طالبانو حکومت ځواکونو پر پاکستاني څوکیو د "غچ " بریدونه پیل کړي

وروستی خبر
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو ویلي، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو پر پوځي تاسساتو روان دي او د فبرورۍ د ۲۲مې د هغو هوايي ګوزارونو غچ دی چې ننګرهار کې یې یو شمیر ولسي افغانان ووژل.

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې عیني شاهدانو ویلي، له چترال سره په کرښه د طالبانو حکومت ځواکونه د دوکلام سیمه کې پاکستاني امنیتي پوستو ته ورغلي او له شاوخوا سیمو د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلی د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.

تر دې دمه:

ـ د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند ماشین ناو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو دوه پوسته.

ـ د ګوشتې انارګي ساحه کې ۳ پوستې.

ـ او د کنړ ناړۍ ولسولۍ دوکلام سیمه کې ۲ پوستې په ټولیز ډول فتحه شوې.

بي بي سي ته داسې انځورونه هم رسېدلي چې ښيي یو شمېر کسان د ډوډۍ پر غاړه ټپي حالت کې پراته دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، په تورخم کې پوځي حالت اعلان شوی او له ولسي خلکو غوښتل شوي چې له کرښې لرې لاړ شي.

تر اوسه پاکستاني ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خبر د بشپړېدو په حال کې دی...