د 'مینې شهید': مسلمان شوی بوټا سینګ او زینب' څوک وو؟

بوټا سینګ او زینب انځور له فلم

د عکس سرچینه، Getty Images/Ultra

    • Author, جي دیپ وسانت
    • دنده, بي بي سي ګجراتي
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

خلک پوه نه شول د مینې په مقام

پېژندلی دا مقام شي چې مئین شي

د 'مینې شهید بوټا سینګ' فلم په وروستۍ برخه کې د پاکستان د مشهور سندرغاړي نصرت فتح علي خان په غږ کې دا قوالي اورېدل کېږي، چې د فلم له پای ته رسېدو وروسته هم د چا په ذهن کې تر ډېرې مودې انګازې کوي. له قوالۍ سره پر سکرین یوه لیکنه راڅرګندېږي: "دا فلم د هغو ټولو نارینه وو او ښځو په نوم، چې برخلیک یې د بوټا سینګ او زینب په څېر شوی دی."

دا فلم چې د یوې "رښتینې پېښې ډرامايي بڼه" بلل کېږي، پنجابي سندرغاړي ګورداس مان او اداکارې دیویا دتا په کې مرکزي رولونه لوبولي دي. نو بیا دا بوټا سینګ او زینب څوک وو، چې د دوی د مینې کیسې د فلمونو تاریخ کې د پام وړ اثارو بنسټ کېښود؟

بوټا سینګ او زینب څوک وو؟

د هند او پاکستان د وېش له امله دواړو خواوو ته دردونه او ناورینونه ولیدل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند او پاکستان د وېش له امله دواړو خواوو ته دردونه او ناورینونه ولیدل شول.

لیري کولنز او ډومینیک لاپیر په خپل کتاب د نیمې شپې ازادي 'فریډم ایټ مډ نایټ' کې د بوټا سینګ او زینب د کیسې یادونه کړې ده. هغوی لیکي چې هغه وخت بوټا سینګ نږدې ۵۵ کلن و او له لارډ ماونټ بیټن سره یې د برما په جبهه کې په دویمه نړیواله جګړه کې برخه اخیستې وه.

د ۱۹۴۷ کال د سپټمبر په شاوخوا کې، یوه ورځ بوټا سینګ په امرتسر کې په خپل پټي کې پر کار لګیا و، چې یوه ځوانه نجلۍ په منډه ورغله. څو سیک ځوانان ورپسې وو. نجلۍ له بوټا سینګ د مرستې غوښتنه وکړه. تجربه کار بوټا سینګ سم لاسي پوه شو چې کیسه څه ده. لږ مخکې د مسلمانانو یو کاروان له هغه ځایه تېر شوی و چې برید پرې شوی و او دا نجلۍ له خپلو غلیمانو د ځان ژغورنې لپاره تښتېدلې وه.

بوټا سینګ سم له واره پوښتنه وکړه: "په څو؟" ځواب ورکړل شو: "۱۵ سوه روپۍ." بوټا سینګ نه بحث وکړ او نه یې سودا. نېغ کور ته لاړ، پیسې یې راوړې او بریدګرو ته یې ورکړې. دا پیسې په اصل کې د هغې نجلۍ د پېرلو بیه وه.

د نجلۍ نوم زینب و او ۱۷ کلنه وه. د هغې کورنۍ په راجستان کې په یوه وړه ټوټه ځمکه کرکيله کوله. اوس د زینب راتلونکی د هغې د "نوي څښتن" په لاس کې و. هغسې چې بوټا سینګ بوډا او بېوزله و، نو تر هغه وخته یې نه دومره وس و او نه یې د خپلې شرمېندونکې او ارامې طبعې له امله د واده څه هڅه کړې وه.

د یوې اټکل له مخې، د هند او پاکستان د وېش له امله نږدې له ۱۲ ملیونو څخه تر ۲۰ ملیونو پورې خلک بې‌کوره شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یوې اټکل له مخې، د هند او پاکستان د وېش له امله نږدې له ۱۲ میلیونو تر ۲۰ میلیونو خلک بې‌کوره شوي وو.

کولنز او لاپیر لیکي چې د زینب په راتګ سره د یوازې پاتې شوي بوټا سینګ په کوډله کې د نوي ژوند څراغ بل شو. هغه به ټوله ورځ په پټیو کې کار کاوه او کله کله به یې زینب ته ساړۍ، صابون یا زري لرونکې څپلۍ (جوتی) راوړې. زینب هم له دې ټولو منندوی او قانع وه او ډېر ژر د هغه د ژوند برخه شوه. د وخت په تېرېدو یې ترمنځ واټنونه له منځه لاړ. یو ماښام د کلي خلک او خپلوان راټول شول او د ګرنتي صاحب په شتون کې یې واده وکړ. د واده ۱۱ میاشتې وروسته یې لور پيدا شوه چې نوم یې پرې "تنویر" کېښود.

د حکومتي قوانینو اغېز

دواړو هېوادونو (هند او پاکستان) د بې درکه شوو کسانو د بیا موندلو قانون (۱۹۴۹) کې پلی کړ. د دې قانون له مخې، که کومه ښځه له ۱۹۴۷ کال وروسته د بل مذهب له سړي سره اوسېده، هغه تښتول شوې ګڼل کېده او باید خپلې کورنۍ ته سپارل شوې وای، که څه هم هغې به احتجاج کاوه.

د 'فریډم اټ مډ نایټ' کتاب له مخې، د بوټا سینګ ورېرونو د جایداد د لالچ له امله حکومت ته خبر ورکړ. زینب ونیول شوه او پنډغالي ته ولېږل شوه چې پاکستان ته واستول شي. بوټا سینګ ډیلي ته لاړ، خپل وېښتان یې وخریل، اسلام یې قبول کړ او خپل نوم یې "جمیل احمد" کېښو. دا هر څه د دې لپاره چې خپله مېرمن بېرته ترلاسه کړي، خو کومه ګټه یې ونه کړه. کله چې زینب پاکستان ته واستول شوه، بوټا سینګ ته د تلو اجازه ورنه کړل شوه. په پای کې هغه په ناقانونه توګه پاکستان ته ننووت او د زینب کلي "نورپور" ته لاړ.

دوه ژونده، دوه برخلیکه

بوټا سینګ خبر شو چې زینب هلته د خپل تره زوی سره واده کړ دی. د زینب مېړه او خپلوانو بوټا سینګ سخت وواهه او پولیسو ته یې وسپاره. په محکمه کې بوټا سینګ فریاد وکړ چې دی مسلمان شوی او مېرمن دې یې ورته بېرته وسپارل شي. کله چې زینب شاهدۍ ته راغله، هغې ومنله چې بوټا سینګ یې لومړنی مېړه دی، خو له هغه سره یې هند ته له تلو سر وغړوه.

داسې راپورونه شته چې د ’غدر‘ فلم د تارا سنگھ کرکټر هم د بوټا سنگھ له کیسې څخه په اغېزمنېدو سره جوړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Milind Shelte/ The India Today Group via Getty Images

د عکس تشریح، داسې راپورونه شته چې د 'غدر' فلم د تارا سینګ کرکټر هم د بوټا سینګ له کیسې په الهام سره جوړ شوی دی.

بوټا سینګ زړه ماتی شو. هغه خپله لور سلطانه (تنویر) او خپلې ټولې پیسې زینب ته مخې ته کړې، خو هغې له اخیستلو ډډه وکړه. بوټا سینګ له محکمې ووت، د داتا ګنج بخش درګاه ته لاړ او تر ژړا وروسته یې د خپلې لور لپاره نوې جامې وپېرلې. هغه لور په غېږ کې واخیسته او د لاهور په شاهدره اورګاډي تمځای کې یې د ریل ګاډي مخې ته ودانګل.

بوټا سینګ مړ شو، خو لور یې په معجزانه ډول روغه پاتې شوه. د هغه په جیب کې په وینو لړل شوی لیک وموندل شو چې غوښتل یې په نورپور کلي کې خښ شي، خو د کلي خلکو اجازه ورنه کړه. په پای کې هغه د لاهور په "میاڼي صاحب" هدیره کې خښ شو.

د دې کیسې بېلابېل روایتونه شته. ځینې لیکي چې د هغوی دوه لورګانې وې. مشره لور یې وروسته په لاهور کې یوې وکیلې په لورولۍ ونیوله، زده کړې یې وکړې او بیا یې په لیبیا کې له یوه انجنیر سره واده وکړ. د زینب په اړه ویل کېږي چې هغې ښايي د کورنۍ تر فشار لاندې په محکمه کې د نه تلو وینا کړې وي، خو د هغې په زړه کې چې څه تېرېدل، دا راز له هغې سره پاتې شو.