پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ

پاکستان هند
د عکس تشریح، په پاکستان کې تر پاکستاني فلمونو هم څو چنده زیات هندي فلمونه کتل کېږي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان سینما چلوونکو پرېکړه کړې، چې د دوشنبې له ورځې خپلو سینماو کې پر هندي فلمونو بندیز لرې کړي. د دغه هېواد د سینماګانو چلوونکو د روان کال په سپټمبر میاشت کې تر هغه وروسته د هندي فلمونو نه ښکاره کولو اعلان وکړ، چې د پاکستان او هند اړیکې د اوړي کمپ تر برید وروسته ډېرې خرابې شوې.

د سینماو د څښتنانو له دې پرېکړې سره جوخت د پاکستان د برېښنايي رسنیو ادارې (پيمرا) هم په سینماو کې پر هندي فلمونو د بندیز اعلان کړی و.

هندي تفریحي مواد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېری پاکستاني رسنیو د اکتوبر له ۱۶ وروسته د هندي تفریحي موادو خپرول بند کړي ول.

پاکستان چې په سینماو کې يې تر خپلو فلمونو هم زیات هندي فلمونه چلېږي او د سینماو چلوونکو ورباندې خورا ډېرې ګټې کوي، له دغه بندیز سره يې کاروبار په ټپه درېدلی و.

بله خوا د پاکستان ډېری وګړي هم خواښيني ول چې د بوختتیا له یوې لويې سرچینې بې برخې شوي ول.

په پاکستان کې له هندي فلمونو سره سره د هندي فلمونو سندرې هم خورا زیات مینه وال لري.

د پاکستان د سینماو د چلوونکو اتحاديې مشر زوریز لاشاري له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغه بندیز به دوشنبه د ډسمبر پر نولسمه ختم کړي.

دېپیکا پدوکن

د عکس سرچینه، Rafiq Maqbool

د عکس تشریح، هندي فلمونه او د دېپیکا پدوکن په شان لوبغاړي پاکستان کې ډېر مینه وال لري.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوه کمپ په سپټمبر میاشت کې برید شوی و، چې هند يې تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کړ او ورسره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې.

پاکستان مخکې هم په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې له هند سره تر جګړې وروسته د دغه هېواد په سینماو کې د هندي فلمونو پر کتلو بندیز لګولی و، چې دغه بندیز بیا په بشړه توګه په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې لرې کړل شو.

د هند او پاکستان له جوړېدو راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ کله نا کله سیاسي او پوځې شخړې راولاړېږي چې د کشمیر پر مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه جګړې شوې دي.