تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان سینما چلوونکو پرېکړه کړې، چې د دوشنبې له ورځې خپلو سینماو کې پر هندي فلمونو بندیز لرې کړي. د دغه هېواد د سینماګانو چلوونکو د روان کال په سپټمبر میاشت کې تر هغه وروسته د هندي فلمونو نه ښکاره کولو اعلان وکړ، چې د پاکستان او هند اړیکې د اوړي کمپ تر برید وروسته ډېرې خرابې شوې.
د سینماو د څښتنانو له دې پرېکړې سره جوخت د پاکستان د برېښنايي رسنیو ادارې (پيمرا) هم په سینماو کې پر هندي فلمونو د بندیز اعلان کړی و.
پاکستان چې په سینماو کې يې تر خپلو فلمونو هم زیات هندي فلمونه چلېږي او د سینماو چلوونکو ورباندې خورا ډېرې ګټې کوي، له دغه بندیز سره يې کاروبار په ټپه درېدلی و.
بله خوا د پاکستان ډېری وګړي هم خواښيني ول چې د بوختتیا له یوې لويې سرچینې بې برخې شوي ول.
په پاکستان کې له هندي فلمونو سره سره د هندي فلمونو سندرې هم خورا زیات مینه وال لري.
د پاکستان د سینماو د چلوونکو اتحاديې مشر زوریز لاشاري له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغه بندیز به دوشنبه د ډسمبر پر نولسمه ختم کړي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوه کمپ په سپټمبر میاشت کې برید شوی و، چې هند يې تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کړ او ورسره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې.
پاکستان مخکې هم په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې له هند سره تر جګړې وروسته د دغه هېواد په سینماو کې د هندي فلمونو پر کتلو بندیز لګولی و، چې دغه بندیز بیا په بشړه توګه په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې لرې کړل شو.
د هند او پاکستان له جوړېدو راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ کله نا کله سیاسي او پوځې شخړې راولاړېږي چې د کشمیر پر مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه جګړې شوې دي.