تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جګړه او ادب او هنر
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي ډېلی
د هند فلمي صنعت له یوې مودې راهیسې په بهرنیو په تېره پاکستاني لوبغاړو، سندرغاړو او نورو هنرمندانو پورې تړلی دی.
په اوسنیو کلونو کې که څه هم د دواړو هېوادونو اړیکي ښه نه دي، خو بالیووډ کې د پاکستاني هنرمندان شمېر ډېر شوی دی.
په سندرو کې له نازیه حسن وروسته تراوسه پاکستاني سندرغاړي د هند ګوت ګوټ ته د خپل غږ جادو رسوي.
دا هم یو په زړه پورې اړخ دی چې پخپله پاکستان کې هم حکومت د پاکستانیو هنرمندانو او لوبغاړو د رول په پلمه هندي فلمونو ته په پاکستاني سينماوو کې اجازه ورکړه.
د هندي تلوېزیونونو سریالونه هم پاکستاني کتونکو کې ځانګړی ځای لري. دلته په هند کې هم ځینې چینلونو پاکستاني پروګرامونه پیل کړل، چې په ډېر لنډ وخت کې د مقبولیت لوړو څوکو ته ورسېدل.
د ټکر او تاوتریخوالي په دې پېر کې هنرمندان او لوبغاړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تار جوړولو استازي شول.
په هند کې له اوله هم ډېر داسې خلک شته چې د پاکستاني هرمندانو مخالفت یې کاوه، پر (اوړي) د ترهګرو له برید وروسته یې د دغو هنرمندانو په ضد یو نوی دلیل پیدا کړ.
له یوې خوا ځینې تلوېزیوني چینلونه د دې برید په ځواب کې د ملتپالنې په لېونتوب کې په ښکاره د جګړې پېښدلو پلوي دي، له بلې خوا توندلاري له هندي فلمونو د پاکستاني لوبغاړو د اېستلو هڅه کوي. ځینې ډلې ګواښ کوي چې راتلونکې اونۍ به له پاکستاني ستوریو سره جوړ فلمونه خپاره نه شي.
په هند کې ځینې توندلارې ډلې او کسان ادب، هنر، پوهه او د بیان ازادي په نښه کوي. د دوی مخالفت په دې تصور ولاړ دی، چې پرانیستی بحث او مباحثه او د ادب او هنر ازاد تخلیق د دوی له قدامت پسندې یا محافظه کارې نظریې سره سمون نه لري. د دوی دا مفکوره پر هغه لنډفکره ټولنیزه او سیاسې نظریه ولاړه ده چې دوی یې کلابند کړي دي.
یو وتلی ډایریکټر د خپل فلم خپرېدلو کې تر دې کچه له فشار سره مخ دی چې ان دا یې وویل، راتلونکي کې به خپلو فلمونو کې کوم پاکستانی لوبغاړی غوره نه کړي. په هند کې که یوه جګړه د سرحدونو ده، نو بله هم د هنرمندانو په ضد ده.
د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په دې حالت کې د فلم لوبغاړو او هنرمندانو خورا زیات ښه رول لوبولی شو. مګر یو مثبت اړخ دا دی چې پر سرحد له تاوتریخوالي سره سره، حکومت تراوسه ادب او هنر له کرکې د بېل ساتلو ملاتړ کوي. د فلم صنعت کې هغه غږونه برلاسي دي چې پر سوله، مینه او پخلاینه باور لري.
سیاسي ګوندونه هم پر اوړي له برید وروسته د ملتپالنې له راپورته شوي توپان بهر پاتې شوي او تراوسه یې تر یوه بریده پر منځلارۍ زور اچولی، خو توندلارو ډلو فلم، هنر او کلتور داسې په نښه کړي چې اغېز کمېدل به یې ډېر وخت ونیسي.