تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلینسکي وايي، د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د اوکرایین، روسیې او امریکا تر منځ خبرې کېږي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي وايي، د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره به درېاړخیزې خبرې له روسیې او امریکا سره د متحده عرب اماراتو په کوربتوب وشي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې په داووس کې یې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ولیدل.
په داسې حال کې چې د دیپلوماسۍ هڅو چټکتیا زیاته شوې ښکاري، ټرمپ وايي، له زېلینسکي سره یې لیدنه ښه وه، او د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته روان شو.
ویټکوف، چې د ټرمپ له زوم جیرډ کوشنر سره یې یو ځای مسکو ته سفر کاوه، وویل، دی د یوې موافقې په تړاو هیله من دی.
نوموړي د سویس له تفریحي ښاره د وتلو پر مهال وویل:
''زما په اند موږ دا موضوع تر یوې مسئلې پورې راکمه کړې ده، او موږ د هغې مسئلې پر بېلابېلو بڼو خبرې کړې دي، نو دا د حل وړ ده.''
د ټرمپ استازي د پاتې اختلاف په اړه جزیات ورنه کړل، خو زېلینسکي وروسته روښانه کړه چې د ختیځ اوکرایین راتلونکی سیاسي وضعیت لا هم ناحل شوې مسئله ده.
زېلینسکي وايي، په متحده عربي اماراتو کې به پلان شویو خبرو کې د روسیې تر څنګ امریکا او اوکرایین هم شامل وي، او زیاته یې کړه چې «یوازې اوکرایین نه، بلکې روسان هم باید د جوړ جاړي لپاره چمتو واوسي».
هغه د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په ترڅ کې خبریالانو ته وویل:
«دا هر څه د خاورې پر سر دي. همدا هغه موضوع ده چې لا تر اوسه نه ده حل شوې»، او په خبره یې درېاړخیزې خبرې ښايي دواړو خواوو ته ''بېلابېل انتخابونه'' وړاندې کړي.
د امریکا وړاندیز دا دی چې د اوکرایین صنعتي مرکز، دونباس سیمه، د کیېف لپاره د امنیتي تضمینونو په بدل کې یوه غیرنظامي او ازاده اقتصادي سیمه وګرځول شي.
وېټکوف پر دې موضوع د خبرو په ترڅ کې وویل: ''که دواړه خواوې د حل اراده ولري، دا ستونزه به حل شي''، هغه دغه راز زیاته کړه له مسکو وروسته به ابوظهبي ته لاړ شي، چې هلته به کاري ډلې هم پر پوځي موضوعاتو او هم پر اقتصادي سوکالۍ تمرکز وکړي.
زېلینسکي خبریالانو ته وویل هغه له ټرمپ سره د یوې هوکړې په صورت کې د اوکرایین لپاره د امریکا د راتلونکو امنیتي تضمینونو په اړه موافقې ته رسېدلی دی. نوموړي جزیات ورنه کړل، خو په وینا یې دا به له لاسلیک کېدو مخکې د امریکا کانګرېس او د اوکرایین پارلمان ته وړاندې شي.
هغه وايي، که څه هم د ''ارادې ائتلاف'' چې مشري یې بریتانیا او فرانسه کوي، د هوکړې څارنې لپاره د ځواکونو ګومارنې ژمنه کړې، خو زېلینسکي ټینګار وکړ چې د ټرمپ ملاتړ هم اړین، ځکه په وینا یې:
''له امریکا پرته هېڅ امنیتي تضمین کار نه کوي.''
نوموړي تر دې وړاندې په داووس کې په خپله وینا کې پر خپلو اروپايي متحدینو نیوکه وکړه، چې په وینا یې د ''سیاسي ارادې'' نشتوالي له امله د روسیې پر ضد اقدام نه شي کولای.
د امریکا د شل ماده ییز پلان د یوې برخې په توګه، زېلینسکي وړاندیز کړی چې اوکرایین به خپل ځواکونه تر ۴۰ کیلومترو پورې له هغو ۲۵ سلنه سیمو څخه شاته کړي چې لا هم د دونېڅک په سیمه کې د اوکرایین تر ولکې لاندې دي، چې په دونباس کې یوه اقتصادي سیمه جوړه شي، خو په دې شرط چې که روسیه هم همداسې وکړي.
بل لور د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف د پنجشنبې پر ورځ وویل چې له امریکايي استازو سره خبرې به ''د اوکرایین د مسئلې او نورو اړوندو موضوعاتو'' په اړه دوام ولري، او دا یې ونه ویل چې ایا هغه د یوې هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه د ویتکوف له هیله مدي سره موافق دی که نه.
پوتین د ټولې سیمې د بشپړ کنټرول هیله لري او روسي ځواکونو تېر کال په ختیځ کې ورو پرمختګ کړی دی.