تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د 'نوې غزې' لپاره خپل پلان څرګند کړ، چې لوړپوړې ودانۍ هم پکې شاملې دي
- Author, ډېوډ ګرېتن
امریکا د ''نوي غزې'' لپاره خپل هغه پلان اعلان کړی چې وايي، له مخې به یې دغه ورانه، ویجاړه سیمه له سره ودانه شي.
په سلایډونو کې د مدیترانې سمندر غاړې په اوږدو کې لسګونه لوړپوړې ودانۍ او په رفح سیمه کې د استوګنې ښارګوټي ښودل شوي او دغه راز یو نقشه هم وړاندې شوې، چې د دوه اعشاریه یو میلیونه وګړو لپاره د نوو استوګنیزو، کرنیزو او صنعتي سیمو د پړاو په پړاو پراختیا څرنګوالی پکې ښودل شوی.
دا پلانونه د سویس په ډاووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د لاسلیک په مراسمو کې وړاندې شول، چې پکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي ''سولې بورډ'' اعلان هم وشو. دغه بورډ د اسرائیل او حماس ترمنځ د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو او د بیا رغونې د څار مسوولیت لري.
ټرمپ په دې هکله وویل: ''موږ به په غزه کې ډېر بریالي شو. دا به د لیدو لپاره ډېر ښه وي.''
هغه زیاته کړه: ''زه اصلاً له زړه د املاکو سړی یم، او هر څه په موقعیت پورې اړه لري. ما وویل: 'د سمندر غاړې دې موقعیت ته وګورئ. دې ښکلي ملکیت ته وګورئ. دا د ډېرو خلکو لپاره یو څه کېدای شي.'''
د ټرمپ زوم، جېراډ کوشنر چې د اوربند په رامنځته کولو کې یې مهم رول درلود او هغه اوربند د اکتوبر په میاشت کې پلی شو، وویل چې پر غزې شاوخوا ۹۰ زره ټنه مهمات (بمونه، توغندي او باروت) غورځول شوي دي او د ورانو شویو ودانیو نږدې ۶۰ میلیونه ټنه خاورې، خځلې او پاتې شوني شته چې باید پاک شي.
هغه د مراسمو پر مهال وویل:
''په پیل کې موږ داسې نظر درلود چې ووایو: 'راځئ یو ازاد زون جوړ کړو، او بیا دې د حماس زون وي.' خو وروسته مو وویل: 'پوهېږئ؟ راځئ د بشپړې او سترې بریا لپاره پلان جوړ کړو.''
هغه زیاته کړه:
''حماس د پوځيځواک له منځه وړلو تړون لاسلیک کړی او همدا هغه څه دي چې موږ به یې عملي کېدل یقیني کړو. خلک له موږ پوښتي چې زموږ بدیل پلان (پلان بي) څه دی. موږ پلان بي نه لرو.''
د امریکا د ''ماسټر پلان'' په نقشه کې یوه سیمه د ''ساحلي ګرځندوی'' په نامه ځانګړې شوې، چې پکې به ۱۸۰ لوړپوړې ودانۍ جوړېږي، دغه راز به د ''استوګنیزو سیمو''، ''صنعتي کمپلکس، د معلوماتي مرکزونو، پرمختللیو تولیدي فابریکو'' او ''پارکونو، کرنې او ورزشي تاسیساتو'' لپاره بېلابېلې سیمې په کې ښودل شوې.
د مصر پولې ته نږدې به یو نوی سمندري بندر او هوایي ډګر جوړ شي او دغه راز به هلته چې د مصر او اسرائیل پولې سره نښلي یو ''درې اړخیز تګراتګ ځای'' وي.
د بیا رغونې بهیر به په څلورو پړاوونو وویشل شي، چې لومړی به له رفح پیلېږي او وروسته به ورو ورو د غزې ښار پر لور شمال ته وغځېږي.
په نقشه کې د مصر او اسرائیل د پولو په اوږدو کې د ځمکې یو تشه اوږده ټوټه هم ښودل شوې. داسې ښکاري چې دا هغه څه په نښه کوي چې د ټرمپ د ۲۰ مادو سولې په پلان کې ورته ''امنیتي کمربند'' ویل شوي، هغه سیمه چې اسرائیلي ځواکونه به پکې ''تر هغې پاتې وي چې غزه په بشپړه توګه خوندي شي''.
په یوه بل سلایډ کې ویل شوي وو چې ''نوې رفح'' به له ۱۰۰ زرو څخه زیات دایمي استوګنیز واحدونه، ۲۰۰ تعلیمي مرکزونه او ۷۵ روغتیايي تاسیسات ولري.
د غزې په سوېل رفح کې پخوا شاوخوا ۲۸۰ زره کسان اوسېدل، خو دا ښار د جګړې پر مهال د اسرائیلي هوايي بریدونو او کنټرول شویو چاودنو له امله تر ډېره ویجاړ شوی او دا مهال د اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمه کې موقعیت لري.
کوشنر وویل چې د ده په باور د ''نوې رفح'' جوړول په له دوو تر دریو کلونو موده کې ''شوني'' شي.
هغه زیاته کړه:
''موږ له اوسه د کنډوالو پاکول او ځینې نړونې پیل کړې دي. او بیا به نوې غزه وي. دا کېدای شي د هیلې نښه شي، یو منزل شي، او لوی صنعت پکې رامنځته شي.''
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو اونیو کې به په واشنګټن کې یو کنفرانس جوړ شي، چې پکې به د هېوادونو مرستې اعلان شي او د خصوصي سکتور لپاره به ''په زړه پورې پانګونې فرصتونه'' تشریح شي.
تېر کال د فبرورۍ په میاشت کې ټرمپ په ټوله نړۍ کې هغه مهال سخت غبرګونونه راوپارول، چې وړاندیز یې وکړ چې د غزې فلسطینیان ښايي د تل لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول شي او امریکا دې دا سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې دا د ''منځني ختیځ په ریویرا'' بدله کړي.
کوشنر وویل چې د غزې بې وسلې کول ''همدا اوس پیل کېږي''، او زیاته یې کړه، ''له امنیت پرته هېڅوک پانګونه نه کوي.''
هغه وویل چې د سیمې نوی تکنوکرات فلسطیني حکومت، چې د غزې د ادارې ملي کمېټه (NCAG) بلل کېږي، به ''د بې وسلې کولو په برخه کې له حماس سره کار کوي، چې هغه اصول چې په سند کې پرې هوکړه شوې وه، عملاً بل پړاو ته یوسي.''
د یادونې ده، چې حماس مخکې ویلي وو چې تر هغه وخته به خپلې وسلې پر ځمکه نه کېږدي، چې یو خپلواک فلسطینی دولت جوړ نه شي.
خو ټرمپ دې ډلې ته خبرداری ورکړ او ویې ویل:
''دوی باید خپلې وسلې تسلیم کړي، او که دا کار ونه کړي، نو دا به د دوی پای وي.''