تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'یوه ورځ کې ووځئ'؛ پاکستاني پولیسو د مانسېرې پنډغالو کې د افغان کډوالو د کورونو نړولو لړۍ پیل کړې
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بيبيسي
پاکستان کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي او سخت چلند په تړاو د رپوټونو په دوام، ویل کېږي چې تازه د خیبرپښتونخوا په مانسېره (مانسهره) کې پولیسو د افغان کډوالو خلاف جدي عملیات پیل کړي دي.
مانسېره کې څو مېشتو افغان کډوالو بيبيسي ته ویلي: "له څو ورځو راهیسې ګړۍ په ګړۍ لسګونه پولیس او د نورو ادارو مامورین د کډوالو پر مېشت ځایونو ګرځي او د کډوالو مېنې ورانوي."
بيبيسي ته ویل شوي له چارشنبې راهیسې "د افغان کډوالو پنډغالو کې لسګونه کورونه په زور په بېلډوزرو ویجاړ شوي دي."
پاکستاني چارواکو بیا ځايي رسنیو ته ویلي، چې دا پرېکړه یې سملاسي نه ده کړې، بلکې "کډوالو ته له تېرو څو میاشتو راهیسې د وتل کېدو خبرداري" ورکړل شوي وو.
له مانسېرې پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې پاکستاني چارواکي د پولیسو او نورو بېلابېلو ادارو په ملتیا کډوالو ته وايي چې 'د جمعې ورځې له لمانځه مخکې باید دا ټول کورونه تش شي.'
څو کډوالو بيبيسي وویل، "پاکستاني چارواکو ګواښ کړی چې که په یوه ورځ کې ونه وځي، کورونه یې له یوې مخې ورانوي."
پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د پاکستاني چارواکو داسې جدي پرېکړه د اندیښنې وړ ده.
پاکستان کې د دغې ادارې ویاند قیصر افریدي د پنجشنبې پر ورځ بيبيسي ته وویل "په داسې حال چې سخته سړه څپه خپره او کډوال لسګونه نورې ستونزې لري، دا پرېکړه عملي نه ده."
هغه وویل ملګري ملتونه د پښتونخوا له حکومت سره کار کوي چې په دې ډول د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي.
بيبيسي ته ویل شوي، چې که څه هم د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د کډوالو پر وړاندې د مرکزي حکومت له سخت چلند سره موافق نه دی، خو "پولیس له اسلام اباده مجبور کړی شوي چې دلته هم د کډوالو خلاف سخت عملیات وکړي."
مخکې د طالبانو حکومت هم ویلي وو، چې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او دا چې دوی له اړوندو نړیوالو سازمانونو غواړي چې د پاکستان حکومت له ناوړه چلند لاس اخیستلو ته اړباسي.
مانسېره د خیبرپښتونخوا په شمال ختیځ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې یې په بریړي، شېخ اباد، چوړو، خاکي او نورو سیمو کې د افغان کډوالو څو پنډغالي اباد دي.
دغلته د مېشتو کډوالو کورنیو شمېر زرګونو ته رسېږي.
د مانسېرې له ډېرو کمپونو سلګونه کورنۍ د جمهوریت پر مهال خپل افغانستان ته ستنې شوې خو هغه چې کاروبار یې درلود او یا یې اقتصاد ښه نه و، لا هم دلته مېشت وو چې اوس سختو تګلارو د پاڼ او پړانګ ترمنځ درولي.
افغان کډوال څه وايي؟
مانسېره کې ګڼ شمېر مېشت افغان کډوال د پولیسو لخوا ورکړل شوي لنډ مهلت ته په کتو وايي، دومره ژر یې تګ ناشونی بریښي او دا چې سخت ژمي او تنګلاسۍ یې دا مزل لا سخت کړی دی.
څو کډوالو بيبيسي ته ویلي "پاکستانۍ ادارې داسې مهال جدي دي چې نه د تګ لپاره موټر موندل کېږي او نه هم خپل وطن کې سر پناه لرو."
د مانسهرې په شېخ اباد کې د کډوالو یوه استازي ګلاب ځدران بي بي سي ته وویل 'په داسې حال کې چې باران اوري او سخت ژمی دی، پولیس کډوالو ته په څو ساعتونو کې د وتلو امر کوي.'
د ده په ټکو دا له بشري او عملي پلوه سخته پرېکړه ده.
نوموړی زیاتوي، بشري ادارې باید همکارۍ ته راودانګي، هره کورنۍ ماشومان او سپین ږیري لري، دوی په لوی لاس بې سرپناه کېږي.
پاکستان کې پر افغان کډوالو ډېردونکی فشار او د طالبانو حکومت غبرګون
پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې سختو تګلارو ته په کتو افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو لړۍ په چټکۍ دوام لري.
د طالبانو په حکومت کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ورځنۍ رپوټ ښيې چې همدا تېره ورځ (چارشنبه) د وړمې ورځې پرتله دوه برابره ډېر کډوال افغانستان ته رسېدلي دي.
په دغې ورځني رپوټ کې راغلي چې د چارشنبې پر ورځ د تورخم له لارې هېواد ته ۵۱۴ کورنۍ ستنې شوې.
په همدې ورځ نږدې سل نورې کورنۍ د سپین بولدک، هلمند، نیمروز او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.
د سېشنبې پر ورځ افغانستان ته د ستنو شویو کورنیو رسمي شمېر ۳۸۰ او له هغې مخکې دوشنبې ورځې شمېر ۳۴۰ شاوخوا ښودل شوی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي "په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې یو میلیون او اووه زره کډوال (۱۷۱۹۷۵۰) هېواد ته راستانه شوي دي."
ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښیې چې تېر (۲۰۲۵) کال کې " افغانستان ته څه باندې دوه اعشاریه اته میلیونه افغان کډوال ستانه شوي دي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي چې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې ډېرې شوي چې کډوال یې له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.
ښاغلي فطرت مخکې پاکستان کې د کډوالو وضعیت په اړه بي بي سي ته ویلي وو "موږ له ملګرو ملتونو او نورو اړوند بنسټونو غواړو چې د مهاجرینو چارو ته پام وکړي او په هغو هېوادونو کې چې د کډوالو حقونه نه مراعتیږي رسیدنه وکړي."
نوموړي وویل " د پاکستان حکومت باید مجبوره شي چې د افغان کډوالو له زورولو لاس واخلي."
د ښاغلي فطرت له قوله افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو شمېر ان په ساړه ژمي کې په ډېریدو دی.
د بشري بنسټونو ژوورې اندیښنې
بېلابېلو بشري بنسټونو پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر وخت نازک او د اندېښنې وړ بللی.
په دې لړ کې د بښنې نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویلي چې د کډوالو جبري ستنول باید سملاسي ودرول شي.
پاکستان کې پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي بيبيسي ته وویل " یو اېن اېچ سي ار په پښتونخوا او بلوچستان کې له ځايي چارواکو سره په خبرو بوخته ده، چې د کډوالو خلاف خپلې تګلارې نرمې کړي."
په همدې ډول د بښنې نړیوال سازمان روانه جنورۍ میاشت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د یوه لیک په لیږلو ' پاکستان کې د افغان کډوالو په ناقانونه نیونو، زورولو او په زوره شړلو سخته اندیښنه ښودلې.'
د بښنې نړیوالې دغې ادارې تېره اوونۍ په یوه پرانېستي لیک کې شهبازشریف ته لیکلي "له پاکستاني چارواکو غواړو چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ودروي او پاکستاني چارواکي باید دا تضمین کړي چې د افغان کډوالو بشري حقونه نه تر پښو کېږي او په زور له کورونو نه ایستل کېږي."
خو پاکستاني چارواکو تل د کډوالو ایستل د خپل امنیتي پلان برخه بللې او دا مهال یې د ټولو کډوالو ستنولو اعلان کړی دی.
دا مهال د پاکستان په څلورو واړو ایالتونو کې د کډوالو اړوندو کمپونو د بندولو امر شوی او پولیسو هم د افغان کډوالو په زور شړلو او د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.