د بي بي سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله: له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ټرمپ نړیوال نظم ته لوی ګوزار ورکړی

    • Author, لیز دوسیت
    • دنده, د بي بي سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ د دویمې دورې په لومړۍ ورځ نړۍ ته خبرداری ورکړ چې : "هېڅ شی به زموږ مخه و نه نیسي."

هغه دا خبرې د واشنګټن په سړه هوا کې د خپلې لوړې په مراسمو کې وکړې، چې ګډونوالو یې خورا تود هرکلی وکړ.

ښه نو اوس پوښتنه دا ده چې نړۍ دې کې ناکامه شوه چې د نوموړی خبرداری جدی ونیسي؟

ترمپ په خپله هغې وینا کې د ۱۹مې پېړۍ یوې نظریې ته اشاره وکړه چې ورته (Manifest Destiny) ویل کېږي. دا نظریه وایي، امریکا حق لري خپله جغرافیه پراخه کړي او خپل ارزښتونه نورو ته ورسوي.

هماغه وخت، د پاناما کانال د ټرمپ په نظر کې و او په اړه یې ویلي و: "موږ به دا کانال بېرته اخلو."

اوس همدا ډول خبرې د ګرینلنډ په اړه کوي، وايي: "موږ یې باید دا ولرو."

د ټرمپ دا خبرې د نړۍ لپاره خطرناکې دي.

که څه هم په تاریخي لحاظ امریکا ډېر جنجالي یرغلونه کړي، خو په تېرو ۱۰۰ کلونو کې یې هیڅ ولسمشر داسې یو څه نه دي ویلي چې د خپل پخواني ملګري هېواد خاوره به په زور نیسي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هیڅ امریکايي ولسمشر جوړ شوی نړیوال نظام دومره په ښکاره نه دی زیانمن کړی، لکه ولسمشر ټرمپ چې یې کوي.

پخواني نړیوال اصول ماتېږي او د پوښتنې څوک نه شته.

په امریکا او بهر کې ځیني خلک دا باور لري چې ښايي ټرمپ به د امریکا هغه ولسمشر شي، چې په نړۍ کې به یې ډېر بدلونونه را منځته کړي وي.

د نوموړي دا کړنې ځینې خلک ستایي، خو ډېر هېوادونه یې اندېښمن کړي دي.

مسکو او بېجینګ یې په هکله چوپه خوله دي، خو هر څه په ځیر څاري.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د داووس اقتصادي فورم پر دریځ سخت خبرداری ورکړ، پرته له دې چې په مستقیم ډول د ټرمپ نوم واخلي، زیاته یې کړه:

"دا له قوانینو پرته نړۍ ته یو بدلون دی، یعنې نړیوال قانون تر پښو لاندې کېږي او یوازینی مهم شی ځواک دی، چې د امپراتوریو جوړولو ارمانونه بیا را ژوندي کوي."

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: "موږ داسې نړۍ ته روان یو چې قانون په کې ارزښت نه لري، یوازې زور خبرې کوي."

خلک د سوداګریزې جګړې د پیلېدو وېره لري.

ځینې دا هم وایي: "که امریکا په زور ګرینلنډ ونیسي، نو د ناټو اتحاد پایښت به ، چې ۷۶ کلن دی، له ګواښ سره مخامخ شي.

د ټرمپ پلویان د نوموړي د هغه سیاست ملاتړ کوي، چې وايي: "تر هر څه امریکا لومړیتوب لري."

دوی باور لري چې پخوانی نړیوال نظام نور کار نه ورکوي.

بي بي سي د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سیاستوال، رېنډي فاین وپوښت چې د ملګرو ملتونو له اجازې پرته امریکا ګرینلنډ نیولای شي؟

ځواب یې ور ته دا و:

"فکر کوم، ملګري ملتونه په نړۍ کې د سولې ساتلو په برخه کې ناکام شوي دي. په واقعیت کې هر هغه څه چې دوی یې په اړه فکر کوي، شاید د هغه برعکس عمل، سمه پایله ور کړي."

نو د امریکا ملګري هېوادونه څه وکړي؟

کله چې داسې ښکاري چې هېڅ شی به د ترمپ مخه و نه نیسي، نو د امریکا اندېښمن ملګري دې ته څنګه غبرګون ښیي؟

تېر کال کې د نړۍ مشران او ډیپلوماټان په دې هڅه کې وو چې د ترمپ د نه اټکلېدونکي سیاست، پالیسیو او خبرو ته داسې عبارتونه، دلیلونه او خبرې پیدا کړي چې په پېچلو وختونو کې یې له نوموړي سره د خپلو اړیکو د مدیریت لپاره وکاروي.

ځینې یې وایي: "موږ باید ټرمپ جدي وګڼو، خو هرې خبرې ته یې هم اهمیت ورکول په کار نه دي."

دوی باور لري چې خبرې اترې د هرې ستونزې حل دی، خو تل مثبته پایله نه ور کوي.

د دوی په اند خبرې باید پایلې ورکړې او ورکوي خو تر یوې اندازې پورې، ځکه په اوکرایین کې د روسیې د تودې جګړې پر مهال له اروپا سره د یو متحد غبرګون د جوړولو په هڅه کې هر څه روښانه شول.

ټرمپ کله د روسیې خوا ته ځي او کله بیا د اوکرایین ملاتړ کوي، خو په اخر کې خپل نظر بدلوي.

خلک وایي هغه د سوداګر غوندې چلند کوي. یعنې هوکړې ته د رسېدو په موخه لومړی سختې خبرې کوي.

هغه کسان چې ټرمپ له ډېرې پخوا پېژني وايي: "هغه د املاکو یو لوی سوداګر دی." او خپل سیاست هسې د یو سوداګر په څېر پر مخ وړي.

د دې هر څه څرکونه د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه د هغه په پرله پسې ګواښونو کې څرګند شول.

او دا هم روښانه ده چې پوځي غوراوی د نوموړي لپاره یو انتخاب دی.

د هغه لوړپوړی ډیپلومات او د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي: "ټرمپ د دودیز سیاستوال په څېر خبرې نه کوي."

کله چې له ښاغلي روبیو څخه په پرله پسي ډول د ټرمپ د تکتیکونو په اړه پوښتنه وشوه، نو نوموړی یې په ځواب کې وویل: "هغه په خپلو خبرو عمل کوي."

روبیو زیاته کړه؛ د ولسمشر لپاره د هغه تر ټولو لویه ستاینه دا ده چې هغه د تېرو ولسمشرانو په شان، تشې خبرې نه کوي.

روبیو یو له هغو کسانو څخه دی، چې هڅه کوي د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ ګواښونه رد کړي.

نوموړی ټینګار کوي، ټرمپ غواړي دا پراخه ستراتیژیکه خاوره ونیسي، نه دا چې اشغال یې کړي.

ښاغلي روبیو وايي، ټرمپ له خپلې لومړۍ دورې راهیسې د چین او روسیې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د نړۍ ترټولو لوی ټاپو د پېرلو لارې لټوي.

خو په دې لړ کې د ټرمپ له ځورونې ډک تکتیکونه او دا باور چې ځواک کارول سم کار دی، ترې انکار نه شي کېدای.

د ایکانومیسټ مجلې مدیره زاني مینټن بیډوز وايي: "هغه د راکړې ورکړې او بې ساري ځواک څښتن دی او د مافیا غوندي چلند کوي."

"هغه له نورو سره په یووالي کې ګټه نه ویني. امریکا ته د یوې مفکورې او د ارزښتونو د یوې ټولګې په سترګه نه ګوري."

خو هغه دا هر څه نه پټوي؟

ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل: "ناټو له روسیې یا چین څخه هېڅ وېره نه لري. حتی لږه هم نه." خو "موږ خورا ډېره وېره ځینې لرو."

که دا یوازې د امنیت مسله وي، نو امریکا خو لا دمخه په ګرینلنډ کې ځواکونه لري او د ۱۹۵۱م کال د تړون له مخې کولی شي نور سرتېري هم ګرینلنډ ته واستوي او خپلي اډې هلته پراخې کړي.

"زه باید دا ولرم." دا هغه جمله ده، چې ټرمپ یې بیا- بیا تکراروي. هغه په ښکاره وايي: "زه ګټل خوښوم." او د دې ادعا ثبوتونه یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

تېر کال د هغه په پالیسۍ کې شاتګ حیرانوونکی و

د ۲۰۲۵م د مې په میاشت کې د سعودي په پلازمېنه ریاض کې، موږ د دې شاهدان وو چې څنګه د هغه د دویمې دورې په لومړني بهرني سفر کې د هغه وینا په پراخه کچه له هرکلی سره مخامخ شوه.

تېر کال د جون په میاشت کې کله چې اسرائیلو پر ایران برید وکړ، د راپورونو له مخې ټرمپ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړ چې د تهران پر وړاندې په خپلو پوځي ګواښونو خپله ډیپلوماسي په خطر کې وانه اچوي.

د اونۍ په پای کې ټرمپ په ناڅاپه ‌توګه وویل: "فکر کوم، دا خورا ښه عمل و."

د "Sane-washing" کلمه څو میاشتې مخکې د فایننشل ټایمز خبریال اېډوارډ لوس وکاروله.

د دې مانا دا ده چې د نړۍ مشران د ټرمپ خبرې او کارونه ډېر نرم او عادي ښيي، که څه هم هغه سخت او خطرناک کارونه کوي.

ډېر مشران له ډالیو او ستاینو سره د ټرمپ دروازې ته ورځي، تر څو هغه خپل لوري ته ور واړوي.

لوس لیکلي چې د ټرمپ پلویان شپه او ورځ هڅه کوي د هغه تګلارې سمې او معقولې وښيي، که څه هم ډېر خلک ورباندې باور نه کوي.

دا حالت د تېر کال په اکتوبر کې هغه مهال ښه څرګند شو، کله چې د نړۍ مشران مصر ته، د سره سمندر غاړې ته، وربلل شول.

هلته ټرمپ اعلان وکړ چې "له ۳۰۰۰ کلونو وروسته په منځني ختیځ کې سوله راغلې ده."

د هغه د سولې د پلان له مخې په لومړي پړاو کې، په غزه کې اوربند وشو او ځینې اسرائیلي بندیان هم خوشې شول.

دا کار د ټرمپ د هغو سختو خبرو له امله وشو، چې هم یې اسرائیل او هم یې حماس منلو ته مجبور کړل.

که څه هم دا یو لوی پرمختګ و، خو د تلپاتې سولې پیل نه و، خو هېچا دا خبره په ښکاره و نه کړه.

تېر کال د ټرمپ سیاست د "Manifest Destiny" په نوم یادېږي

Manifest Destiny د ۱۹ مې پېړۍ د امریکایانو عقیده وه، چې له مخ یې غوښتل د امریکا جغرافیه له اتلانتیک څخه تر آرام سمندر پورې پراخه کړي او ډیموکراسي او امریکایي ارزښتونه خپاره کړي.

ټرمپ باور لري چې امریکا کولای شي هر وخت او هر ځای د خپلو ګټو لپاره عمل وکړي، د هغه ډله د دغه فکر ملاتړ کوي.

د ټرمپ او پلویانو یې تل دا شعار پر خوله وي: "امریکا به بیا لویه کړو."

ټرمپ د ناروې لومړي وزیر ته په لیک کې لیکلي و، چې هغه ته د سولې جایزې {نوبل} د نه ور کولو امله خوابدی دی.

ټرمپ په لیک کې زیاته کړې وه، چې اوس یوازې د سولې په اړه فکر نه کوي، بلکې د امریکا د ګټو په اړه هم فکر کوي.

ناروې په ارامه خو په کلکه د ګرینلنډ، ډنمارک او د شمالي سیمې د امنیت دفاع وکړه.

اروپا لا هم نه ده یوه شوې. فرانسې د اقتصادي بندیزونو ګواښ کړی.

ایټالیا وایي، ستونزه د ناسم تفاهم له امله ده.

بریتانیا د ګرینلنډ ملاتړ کوي، خو نه غواړي له ټرمپ سره یې اړیکې خرابې شي.

ټرمپ اوس د ځینو مشرانو هغه شخصي پیغامونه خپروي، چې په کې له ټرمپ څخه د ناستې غوښتنه شوې وه او هغه په کې ستایل شوی دی.

د ناټو مشر مارک روټه ټرمپ ته په استول شوي پیغام کې لیکلي: "ستا لیدو ته په تمه یم."

هغه مخکې ټرمپ ته له دې امله، چې د ایران او اسرائیلو په جګړه کې یې سخت دریځ نیولی و،

د "پلار" خطاب کړی و.

ځینې وایي د ټرمپ ګواښونو د ناټو هېوادونه مجبور کړل چې خپلې دفاعي بودیجې زیاتې کړي.

د امریکا ګاونډی هېواد کاناډا هڅه کوي خپله نوې لاره پیدا کړي.

لومړي وزیر یې مارک کارني تېره اونۍ چین ته د سفر په ترڅ کې وویل: "موږ باید نړۍ هغسې منو لکه څنګه چې ده، نه هغه ډول چې موږ یې غواړو."

دا له ۲۰۱۷م کال وروسته د کاناډايي مشرانو لومړی سفر و چې چین ته یې وکړ او دا ښيي چې نړۍ په چټکۍ سره بدلېږي.

ټرمپ بیا هم دا خبره کړې چې کاناډا هم د امریکا برخه کېدای شي، چې کاناډایان یې اندېښمن کړي دي.

کاناډا د امریکا پر ضد مالیات ولګول، خو اقتصاد یې زیانمن شو، ځکه ډېره سوداګرۍ یې له امریکا سره ده.

د داووس په غونډه کې، د کاناډا لومړي وزیر وویل: "موږ د بدلون نه، بلکې د ماتېدو په وخت کې یو."

ټرمپ هم د داووس په غونډه کې خبرې وکړي. کله چې ترې وپوښتل شول، څه شی یې مخه نیولای شي، هغه یې په ځواب کې وویل:

"یوازې زما وجدان او زما فکر."

له همدې امله، ډېر هېوادونه اوس هڅه کوي هغه قانع کړي، وستایي، یا ورباندې فشار راوړي.

خو دا ځل هېڅ ډاډ نه شته چې دوی به بریالي شي.