ذهني فشار مو ډېر خوراک ته هڅوي؟ دلته یې لاملونه دي

    • Author, كيټ بوي
    • دنده, بي بي سي

فشار (ذهني نا ارامي/استرس) ستاسو روغتیا ته زیان رسولی شي. دا د سر درد، د معدې درد، بې خوبۍ لامل کیږي، او د خوړو وختونه او عادتونه هم بدلولی شي.

کله چې موږ تر فشار لاندې یو، ښایي د چاکلېټو یا ډوډۍ خوړلو ته مو مخه شي، یا بیخي د خوراک لېوالتیا له لاسه ورکړو.

خو، ولې فشار پر اشتها اغېزه کوي؟ او ایا موږ یې په اړه څه کولی شو؟

فشار څه شی دی؟

په امریکا کې د ییل پوهنتون د څو څانګو ترمنځ د فشار مرکز بنسټ اېښودونکې او د کلینیکي ارواپوهنې پروفیسره راجیتا سینه وايي: "فشار په حقیقت کې د سختو او ګډوډو حالاتو پر وړاندې ستاسو د بدن او ذهن غبرګون دی، چې په هغه شیبه کې ښایي ځان بې وسه احساس کړئ."

هغه پېښې چې ستاسو په شاوخوا کې پېښیږي، هغه اندېښنې چې ستاسو په ذهن کې دي، او ان فزیکي بدلونونه لکه لوږه یا تنده، کولی شي د مغز یوه ډېره کوچنۍ برخه چې د هایپوتالاموس په نوم یادیږي، فعاله کړي. کله چې دا پیښ شي، مغز یو عصبي غبرګون رامنځته کوي چې ټول بدن ته ټکان ورکوي.

سینه وايي چې دا "الارم سیسټم" زموږ د بدن پر هرې حجرې اغېزه کوي او د زړه د درزا او د وینې فشار لوړولو لپاره اډرینالین او کورټیسول په څېر هورمونونه فعالوي.

لنډمهاله فشار کله ناکله ګټور کېدلی شي، ځکه چې دا تاسو ته له خطره د تېښتې یا تر فشار لاندې د یوې دندې ترسره کولو لپاره انګېزه درکوي. خو، په اوږده مهال کې، "مزمن" فشار زیانمن کېدلی شي.

هغه کسان چې د مزمن فشار سره مخ دي یا هغه چې د اړیکو، کار یا مالي ستونزو له امله رامنځته کېدلی شي، د خپګان، خوب ستونزو او د وزن زیاتوالي سره مخ کیدای شي.

ولې فشار پر اشتها اغېزه کوي؟

فشار کولی شي لوږه زیاته کړي یا یې په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د نیورولوژي او د سترګو ډاکټره او د "Stress-Proof" او "Hyper-Efficient" کتابونو لیکواله، ډاکټره میتھو ستوروني وايي: "زما یاد دي کله چې ما د ازموینو لپاره مطالعه کوله، د زړه بدوالي احساس مې کاوه."

هغه زیاتوي: "اوس موږ پوهېږو چې یو دلیل یې دا کیدلی شي چې ستاسو د هاضمي سیسټم، ستاسو د معدې او کولمو او ستاسو د مغز ترمنځ مخامخ لاره شته."

فشار کولی شي د ویګس عصبي فعالیت کم کړي، هغه چې د مغز له ډنډ تر نس پورې غزېدلی دی.

دا عصبي خوځښت د مغز او کولمو ترمنځ سیګنالونه لېږدوي، د دې لپاره چې مغز ته ووایي، معده څومره ډکه ده او بدن څومره انرژۍ ته اړتیا لري.

له همدې امله، ډاکټره ستوروني وايي چې دا بې نظمي په ځینو خلکو کې د اشتها کمولو لامل کېږي.

هغه زیاتوي: "خو، له بلې خوا، موږ پر دې هم پوهېږو چې په هغه شیبه کې چې تاسو له سخت فشار سره مخ شئ، ستاسو مغز شکر/خوږې ته اړتیا لري."

هغه څرګندوي چې دا کار ځینې خلک د دې لپاره هڅوي چې "د خپلې انرژۍ د زیاتولو لپاره د یو څه په لټه کې شي"، کوم چې د غیر متوقع حالت لپاره بې شعوره او نا اټکله چمتووالی دی.

مزمن فشار څنګه پر اشتها اغېزه کوي؟

د مزمن فشار اغېزه له لنډمهاله زړه بدوالي یا د شکر خوړلو له سختې غوښتنې هاخوا هم غځېدلی شي.

پروفیسوره راجیتا سینه څرګندوي، کله چې ستاسو بدن تر فشار لاندې راشي، وینه په شکر کې ډوبېږي، چې انسولین (هغه هورمون چې د ګلوکوز کچه تنظیموي) په لنډمهاله توګه لږ اغېزمنوي.

په دې توګه، ګلوکوز د انرژي سرچینې په توګه د کارولو پرځای په وینه کې پاتې کېږي، چې د وینې د شکر کچه لوړوي.

دا حالت هغه خلک چې له مزمن فشار سره مخ دي، په اوږد مهال کې د وینې د شکر د مزمن لوړوالي او د انسولین مقاومت خطر سره مخ کوي، چې دا کولی شي د وزن زیاتوالي یا د شکر پر ناروغۍ داخته کېدو لامل شي.

له بلې خوا، د وزن زیاتوالی کولی شي بدن د اشتها بدلونونو ته ډېر زیان ورسوي؛ هغه خلک چې په بدن کې اضافي غوړ لري، د انسولین مقاومت ته ډېر تمایل لري. دا پدې مانا ده چې کله دوی تر فشار لاندې راځي، مغز یې د ډېر شکر غوښتنه کوي.

پروفیسوره سینه وايي: "موږ دې ته د پرمختللي تغذیې دوره وایو، یعنې یو شی بل شي ته لاره هواروي. دا یو شرمناک حالت دی چې ماتول یې ستونزمن دي، ځکه موږ په پای کې په کې بند پاتې کېږو."

څنګه د فشار له امله ډېر خوراک ودروئ؟

ډاکټره ستوروني وړاندیز کوي چې د فشار اداره کولو لپاره مخکیني پلانونه جوړول د بوختیا پرمهال د ډېر خوړو خوړلو د مخنیوي لپاره غوره لار ده.

نورې بنسټي چارې هم مه هېروئ، خوب خورا مهم دی.

هغه وايي: "زه وړاندیز کوم... چې په حقیقت کې خوب ته د یو اصلي عامل په توګه پام وکړئ، ځکه خوب په ساده ډول د فشار غبرګون کې برخه اخیستونکو دریو غړو ته بیا نظم وربخښي."

خوب مرسته کوي چې د مغز کوچنۍ برخه چې د هایپوتالاموس په نوم یادېږي، او همدا ډول پیتویټري او ادرینال غدې بیا توازن کړي، او د فشار هورمونونو تولید ودروي.

هغه زیاتوي: "که تاسو له خوب څخه محروم یاست، د شکر لرونکو خوړو اړتیاوې په حقیقت کې دوه چنده کېږي، ځکه د خوب نشتوالی ستاسو مغز ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري."

هغه وايي، تمرینونه هم کولی شي ستاسو وړتیا د فشار له حالته ارام ته د لېږد لپاره ښه کړي او د مغز فعالیت پیاوړی کړي.

که تاسو د لوړ فشار دورې سره مخ یاست، پر دې اساسي خبرو پام ساتل کولی شي تاسو سره د فشار لاندې خوراک کابو کولو کې مرسته وکړي.

ډاکټره ستوروني ټینګار کوي: "ټول هغه کارونه وکړئ چې ستاسو اساسي کچه په بشپړه توګه عادي ساتي."

کوم خواړه باید هغه وخت ونه خورو چې د فشار احساس ولرو؟

پروفیسوره سینه وړاندیز کوي چې د فشار پرمهال د ډېر شکر/خوږې له خوړلو د مخنیوي یوه اسانه لاره دا ده چې چمتو او له بسته بند شوي خواړه ونه پېرئ.

هغه وايي: "دا یو ډېر عملي ګام دی. دا له ځانه لیرې وساتئ، ځکه چې تاسو به یې خوړلو ته لېوالتیا ولرئ یا به درته په زړه پورې وبرېښي، او دا کیدای شي ستونزمن وي."

هغه زیاتوي: "بل اړخ دا دی چې په منظم ډول په ټوله ورځ کې په سمو او روغتیايي خوړو فکر وکړئ، دا کولی شي لوږه او د خوړو لپاره سخته غوښت کم کړي."

له هغو خوړو ډډه کول هم مهم دي چې په چټکۍ سره شکر لوړوي؛ لکه هغه خواړه چې په ساده کاربوهایډریټ کې بډایه وي، لکه پیزا او شکر لرونکي خواړه. خو د پروټین بډایه خواړه، لکه غوښه، لوبیا، او کبان، یا صحي کاربوهایډریټ لکه مرچک او پوره غلې اوړه (شوفان)، ښه بدیلونه دي.

بل ټکی چې باید په پام کې ونیول شي هغه د الکولو د څښاک او نورو نشو محدودول دي، څه چې ډېر خلک د فشار کمولو په هیله ورته مخه کوي.

ډاکټره ستوروني وړاندیز کوي: "که تاسو له هغو کسانو یاست چې د فشار پرمهال الکولو ته مخه کوئ، نو د رواني فشار په موده کې یې کمول یو ښه ګام دی."

له نورو خلکو سره یوځای خواړه خوړل یوه لاره ده چې د خوړو له امله رامنځته شوی فشار کم کړي.

همدا رنګه، ستاسو ټولنیزې ناستې ولاړې ته پام کول هم کولی شي ستاسو د توازن په ساتلو او د فشار له اغېزې ستاسو د رژیم په ساتنه کې مرسته وکړي.

پروفیسوره سینه وايي: "ټولنو د فشار او خوړلو ترمنځ دا اړیکه له زیان لرې ساتلو لپاره غوره لارې رامنځته کړې دي، که هغه په ګډه خواړه خوړل وي یا کله ناکله یوځای پخلی کول وي."

هغه زیاتوي: "زه فکر کوم چې اړتیا ده ترڅو ځینو اساسي ټکو ته راستانه شو ترڅو له خواړو سره خپله اړیکه بیا جوړه کړو، ترڅو د فشار او خوړلو ترمنځ دا رادبره شوې اړیکه پرې کابو کړو."