تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وېسټاینډیز درېیمه شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه؟
د وېسټاینډیز کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عرب اماراتو په دوبۍ کې له افغانستان سره د درېیو شل اووریزو سیالیو د لړۍ وروسته لوبه د ۱۵ منډو په توپیر وګتله.
افغان لوبډلې ونشول کړای چې د وېسټاېنډیز لخوا د ۱۵۲ منډو ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او په ټاکلو شلو اوورنو کې یې د ۸ لوبغاړو له سوځېدو سره یوازې ۱۳۶ منډې وکړای شوې.
که څه هم د افغانستان د سر توپوهونکو ښه پیل وکړ، خو له ۷۲ منډو ملګرتیا وروسته د یوولسم اوور پر لومړي بال د ابراهیم ځدران له سوځېدو وروسته نور لوبغاړي ژر یو بل پسې وسوځېدل.
د افغانستان له اړخه نن رحمانالله ګوربز ۷۱ او ابراهیم ځدران ۲۸ منډې وکړې.
د وېسټاېنډیز له اړخه توپ اچوونه کې شمر سپرینګر هټرېک هم وکړ. هغه درېیم وېسټاېنډیزی لوبغاړی شو چې نړیوالو شل اووریزو لوبو کې هېټرېک کوي.
د یادونې ده چې د تېرې ورځې لوبه کې د افغانستان مجیبالله ځدراڼ هېټرک کړی و.
افغانستان دا لوبلړۍ وار له مخه ګټلې او ښايي دا ځل یې لومړی توپ اچوونه ځکه غوره بللی وي، چې د لوبغاړو د هدف پوره کولو مهارت هم لوړ کړي.
د نننۍ لوبې بل توپیر دا و چې افغانستان یوه وخت دوه نوي چټک بالران عبدالله احمدزی او ضیا شریفي ورته غوره کړي.
په ټوله کې چټکو او ورو پیاوړو بالرانو په ګډه د وېسټ اینډیز لوبډله د ستر هدف جوړولو ته پرېنښوده.
د افغانستان اووه لوبغاړو نن بالېنګ وکړ. لوبډلمشر راشدخان، عبدالله احمدزي، او ضیاالرحمان شریفي دوه دوه لوبغاړي وسوځول او شاهدالله هم یوه وېکټه واخېسته.
مجیب الرحمان چې د تېرې ورځې سیالۍ کې یې د هېټرک په ګډون څلور لوبغاړي سوځولي وو، نن په څلورو اورونو کې کومه وېکټه وانخیسته.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبدله په درې واړو سیالیو کې له نسبي نوي ترکیب سره ولوبېده.
د افغانستان مشر روزونکي جنتن تراټ وار له مخه ویلي، هڅه کوي چې د وېسټ اینډیز خلاف سیالیو کې را روان جام ته د لوبډلې ترکیب و ارزوي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په تېرو دواړو سیالیو کې وېسټ اینډيز ته په نسبتآ ستر توپیر ماتې ورکړې.
افغانستان لومړۍ لوبه د ۳۸ او دویمه د ۳۹ منډو په توپیر ګټلې.