وېسټ‌اینډیز درېیمه شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د وېسټ‌اینډیز کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عرب اماراتو په دوبۍ کې له افغانستان سره د درېیو شل اووریزو سیالیو د لړۍ وروسته لوبه د ۱۵ منډو په توپیر وګتله.

افغان لوبډلې ونشول کړای چې د وېسټ‌اېنډیز لخوا د ۱۵۲ منډو ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او په ټاکلو شلو اوورنو کې یې د ۸ لوبغاړو له سوځېدو سره یوازې ۱۳۶ منډې وکړای شوې.

که څه هم د افغانستان د سر توپوهونکو ښه پیل وکړ، خو له ۷۲ منډو ملګرتیا وروسته د یوولسم اوور پر لومړي بال د ابراهیم ځدران له سوځېدو وروسته نور لوبغاړي ژر یو بل پسې وسوځېدل.

د افغانستان له اړخه نن رحمان‌الله ګوربز ۷۱ او ابراهیم ځدران ۲۸ منډې وکړې.

ګوربز له پنځوسیزې وروسته د منډې جوړولو پر مهال په یوه بال په سر ډېر سخت ولګېد خو له لومړنۍ درملې وروسته یې بېرته لوبې ته دوام ورکړ.

د وېسټ‌اېنډیز له اړخه توپ اچوونه کې شمر سپرینګر هټرېک هم وکړ. هغه درېیم وېسټ‌اېنډیزی لوبغاړی شو چې نړیوالو شل اووریزو لوبو کې هېټرېک کوي.

د یادونې ده چې د تېرې ورځې لوبه کې د افغانستان مجیب‌الله ځدراڼ هېټرک کړی و.

افغانستان دا لوبلړۍ وار له مخه ګټلې او ښايي دا ځل یې لومړی توپ اچوونه ځکه غوره بللی وي، چې د لوبغاړو د هدف پوره کولو مهارت هم لوړ کړي.

د نننۍ لوبې بل توپیر دا و چې افغانستان یوه وخت دوه نوي چټک بالران عبدالله احمدزی او ضیا شریفي ورته غوره کړي.

په ټوله کې چټکو او ورو پیاوړو بالرانو په ګډه د وېسټ اینډیز لوبډله د ستر هدف جوړولو ته پرېنښوده.

د افغانستان اووه لوبغاړو نن بالېنګ وکړ. لوبډلمشر راشدخان، عبدالله احمدزي، او ضیاالرحمان شریفي دوه دوه لوبغاړي وسوځول او شاهدالله هم یوه وېکټه واخېسته.

مجیب الرحمان چې د تېرې ورځې سیالۍ کې یې د هېټرک په ګډون څلور لوبغاړي سوځولي وو، نن په څلورو اورونو کې کومه وېکټه وانخیسته.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبدله په درې واړو سیالیو کې له نسبي نوي ترکیب سره ولوبېده.

د افغانستان مشر روزونکي جنتن تراټ وار له مخه ویلي، هڅه کوي چې د وېسټ اینډیز خلاف سیالیو کې را روان جام ته د لوبډلې ترکیب و ارزوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په تېرو دواړو سیالیو کې وېسټ اینډيز ته په نسبتآ ستر توپیر ماتې ورکړې.

افغانستان لومړۍ لوبه د ۳۸ او دویمه د ۳۹ منډو په توپیر ګټلې.

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د کرېکټ د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام مخکې چې شاوخوا میاشت وروسته هند او شري‌لنکا کې پلان ده د دغې لوبلړۍ ګټل د افغان لوبډلې لپاره ښه خبر بلل کېږي.

خو لوبډله په وروستۍ لوبه کې یو ځل بیا د هدف پوره کولو کې پاتې راغله چې له اوږدې مودې راهیسې د افغان لوبډلې ستونزه یادیږي.

د کرېکټ یوه څارونکي نظیم جار عبدالرحمیزي چې د افغانستان د کورني کرېکټ مسول هم دی بي بي سي ته وویل " له دې بریو سره به افغان لوبډله نړیوال جام ته له ښه مورال سره لاړه شي."

هغه وايي چې د لوبډلې بالېنګ او په لومړیو دوه لوبو کې د توپوهنونکو توپوهنې ته په کتو ډېر ګمان کېږي چې افغان لوبډله به را روان شل اوریز جام څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ځان ورسوي.

د کرېکټ یو شمېر څارونکي په را روان جام کې د افغان چټکو بالرانو تجربه او همدا راز د منډو پوره کولو مهارت څه ننګونکی بولي خو وايي د ښو ورو بالرانو او دوه چټکو توپ اچوونکو الراونډرانو په موجودیت کې په مډل ارډر کې د توپوهونکو حوصله ښايي د لوبډلې وضعیت لا ښه کړي.