تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستاني رسنیو د هندي تفریحي موادو پر خپرېدو بشپړ بندیز
پاکستان کې د رسنیو څارنې ادارې ( پیمرا ) د دغه هېواد ټولو ټلویزیوني چینلونو او ایف ایم راډیو ګانو ته امر کړی، چې باید هندي تفریحي مواد خپاره نه کړي.
پیمرا چارواکو ویلي پرېکړه یې د حکومت له لوري په دې لړ کې د اختیار له تر لاسه کولو وروسته کړې.
چارواکو ویلي هغه رسنۍ، چې له دغه امره سر غړاوی وکړي سملاسي به یې جواز لغو شي.
له دې مخکې هم یو ورته خبرداری خپور شوی و، چې ویل کېږي غبرګون کې یې ډېری ځایي رسنیو د هندي تفریحي موادو خپرول درولي دي.
له پاکستاني رسنیو نه د هندي موادو خپرېدو لړ کې د بندیزونو لړۍ هغه مهال پیل شوه، چې تېره میاشت د هند تر ولکې لاندې کشېمر کې وسله والو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ او غبرګون کې یې هند وویل، چې پاکستان سره پر پوله یې د بریدګرو وسله والو پټنځایونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.
پر هندي فلمونو او نورو تفریحي موادو بندیز د یو شمېر پاکستاني کړیو له لوري ستایل شوی، خو ځینې بیا په دې باور دي، چې د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال دغه هېواد کې پر تفریحي موادو لګېدلي بندیزونه ایله اوس تر یوه بریده لرې شوي وو، چې دغې لړۍ کې د خنډونو راتګ به د ګټې پر ځای زیان وکړي.