کرېکټ:‌ افغانستان راتلونکې میاشت سري‌لنکا سره د شل اووریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لري

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له روان شل اووریز نړیوال جام وروسته په متحدو عرب اماراتو کې د شل اووریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړیو لپاره د سري‌لنکا کوربتوب کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ (ای‌سي‌بي) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې دا دوه اړخیزې سیالۍ د مارچ دویمه لسیزه کې پیلېږي ‌او دا چې د ترسره کېدو رسمي نېټې او لوبغالي‌ به یې ژر اعلان شي.

د اې‌سي‌بي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ملي او الف لوبډلو یو شمېر لوبغاړو دغو لوبلړیو لپاره د خوست په رحمت‌ولي مسرور کرېکټ لوبغالي او روزنځای کې تمرینات پیل کړي‌ دي.‌

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه کمپ د فبرورۍ تر ۲۶مې دوام کوي او په ټوله کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي پکې ګډون لري.

د کرېکټ ملي او الف لوبډلې لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د شري‌لنکا خلاف لوبلړیو لپاره خوست کې د افغان لوبغاړو کمپ

د سري لنکا کرېکټ ملي لوبډلې که څه هم له روان شل اووریز نړیوال جام ورمخکې په خپل کور کې د پاکستان او انګلنډ خلاف لوبلړۍ وبایللې، خو د نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه ښه پر مخ روانه ده.‌

دا لوبډله د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اته پړاو ته رسېدلې او په دې لړ کې سبا (یکشنبه) په دویم ګروپ کې له انګلنډ سره لوبه لري.

سري‌لنکا د نړیوال جام ګروپي‌ سټېج کې د اسټرالیا، ایرلنډ او عمان خلاف خپلې سیالۍ په نسبتآ لوی توپیر وګټلې، خو له زمبابوې یې ماته وخوړه.

شري لنکا په نړیوال جام کې اسټرالیا ته هم ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شري‌لنکايي لوبغاړي په نړیوال جام کې له استرالیا د لوبې له ګټلو وروسته

افغان لوبډلې بیا په لومړي ګروپي‌ پړاو کې له خپلو څلورو سیالیو یوازې دوه وګټلی شوې او په دې توګه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په وتلو کې پاتې راغله.

د افغانستان او سري‌لنکا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اووریزو او درېیو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ دوه اړخېزې لوبلړۍ د ۲۰۲۴ کال فبرورۍ کې د سري‌لنکا په کوربتوب شوې وې.

کوربه لوبډلې هغه مهال د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ درې-صفر او د شل اووریزو ۲-۱ ګټلې وه.‌