هابیل او قابیل؛ پر ځمکه د لومړني قتل او د کارغه د ځمکې کېندلو کیسه په نورو مذهبونو او اسلام کې څنګه بیان شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وقار مصطفیٰ
- دنده, خبریال او څېړونکی
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د دمشق په لوېدیځو غرونو کې د (وادي البردیٰ) په نوم سیمه کې د "نبي هابیل" په نوم یو جومات دی چې د عثمانیانو د خلافت پر مهال په ۱۵۹۹ کې جوړ شوی دی.
د دغه جومات ترڅنګ یو اوه متره اوږد قبر هم شته چې په زرغونرنګه غلاف پوښل شوی.
د سیمهييزو روایتونو له مخې، دا قبر د ځمکې پر مخ د لومړني قتل نښه ده. داسې پېښه چې کیسه یې د اسلام، یهودیت او عیسویت په مذهبي روایتونو کې په یو څه توپير بیان شوې ده.
زوړ تړون یا "عهدنامه عتیق"
د "عهد نامه عتیق" یا د "زاړه تړون" له مخې، هابیل د حضرت آدم 'علیه السلام' او د بيبي حوا دویم زوی و چې خپل مشر ورور قابیل وواژه.
د بني اسرائيلو پر پیغمبر حضرت موسیٰ 'علیه السلام' د نازل شوي تورات شریف او تر حضرت عیسیٰ 'علیه السلام' د مخه د نازلو شوو صحیفو ټولګې (عهدنامه عتیق) کې د 'زېږون کتاب' په څلورم فصل کې راغلي چې هابیل شپون او قابیل بزګر و.
څه موده وروسته د بشریت په تاریخ کې لومړی ځل د یوې قربانۍ واقعه راغله.
د 'زېږون کتاب' کې راغلي چې "قابیل د خپلو پټيو یا کروندو مېوه د نذر په توګه خدای ته راوړه او هابیل د خپلې رمې نوزېږدي بچي او د هغوی وازده وړاندې کړه. خدای پاک هابیل او د هغه قربانيومنله خو قابیل او د هغه نذر یې و نه مانه. قابیل په دې ډېر غوسه شو او څېره یې مړاوې شوه."
"بیا نو خدای قابیل ته وویل: ته ولې غوسه شوې او څېره دې ولې مړاوې شوه؟" "که ته نیکې کوې نو فکر کوې چې نه به قبلېږي؟ خو که ته ښه و نه کړې نو ګناه دې په وره/دروازه کې ناسته ده، هغه غواړي چې ته یې وکړې خو ته باید ځان قابو کړې."
خو په دغه کتاب کې راغلي چې قابیل خپل حسد او ډېره غوسه قابو نه شوای کړای او هابیل یې وواژه.
"هغه د خدای له حضوره ووت او وتښتېد. د عدن په ختیځ کې د نُود سیمې ته لاړ. هغه ته د خپل بېګناه ورور وژنه یو لعنت ګرځېدلی و."
څېړونکې ایمي ټيکانن وايي چې 'د زېږون کتاب' د یوې داسې ټولنې انځور وړاندې کوي چې ارزښتونه پکې سره په ټکر کې دي. همدا ټکر دا حقیقت روښانوي چې الهي ځواک هم د نفس د کنټرولولو او د ورورګلوۍ ملاتړی دی او حسد او تاوتریخوالی کوونکی د جزا مستحق ګڼي. "قابیل ځان قابو نه شو کړای چې له ګناه ځان وساتي او ګناه پرې غالبه شوه."

د عکس سرچینه، Getty Images
نوی تړون یا "عهدنامه جدید"
په نوې عهدنامه کې چې (څلور انجیلونه، د رسولانو اعمال، خطونه او وحي پکې شاملې دي) د هابیل وینه بهېدنه پکې له یوه بېګناه د غچ اخیستلو د یوې بېلګې په توګه وړاندې شوې. (انجیل متیٰ ۲۳:۳۵؛ انجیل لوقا ۱۱:۵۱)
د انجیل متیٰ یو ځای حضرت عیسیٰ علیه السلام وړاندوېینه کوي چې، "نو پر ځمکه چې څومره هم د نېکانو/صادقانو وینه بهول شوې ده، اوبال یې تاسې ته در ګرځي؛ د نېکصالح هابیل له وینې تویونې رانیولې بیا د هغه زکریا بن برخیا تر وینې بهونې پورې چې تاسې د معبد او د قربانګاه ترمنځ وژلی و."
په لومړۍ میلادي پېړۍ کې لیکل شوو انجیلونو خلکو ته دا باور ورکړی و چې د بني اسرائيلو ټول پیغمبران په خپل طبعي مرګ نه دي مړه شوي بلکې وژل شوي دي.
د عهدنامه جدید په کتاب "د عبرانیانو رساله" کې د حضرت عیسیٰ علیه السلام "قرباني" د هابیل له قربانۍ سره تشبیه شوې ده.
د دغه کتاب د متونو له مخې، پر خدای پاک د هابیل او د عیسیٰ علیه السلام د ایمان مفهوم یو شان و خو قابیل له دې ایمانه محروم و. (عبرانیان ۱۲:۲۴)
"د عبرانیانو رساله" کې همداراز لیکل شوي چې، "د خپل ایمان له مخې هابیل د خدای پاک حضور ته تر قابیل غوره قرباني وړاندې کړه. هماغه وه چې هغه [هابیل] ریښتینی وګڼل شو. ځکه چې خدای په خپله د هغه د نذر شاهدي ورکړه. که څه هم هغه مړ شو خو د خپل ایمان له لارې خبرې کوي."
نو په دې ډول د "یوحنا په لومړي لیک" کې قابیل د بدو او ګناه د یوه مثال په ډول وړاندې شوی.
په پيټرزبورګ پوهنتون کې د مذهبي مطالعاتو څانګې پروفیسره رېبیکا ایډینووا لیکي چې د قابیل د تاوتریخوالي خوی نورو نسلونو ته هم ولېږدېد.
هغه وايي چې د 'زېږون کتاب' په پنځم فصل کې د حضرت آدم علیه السلام د نسل یو بل نوملړ هم یاد شوی چې د هغه د درېیم زوی حضرت شیث علیه السلام له زېږېدو راپیل او دا سلسله پر حضرت نوح علیه السلام پای ته رسېدلې ده. هغه پیغمبر چې خدای پاک ښه یا صادق انسان بللی او هغه هم د آدم علیه السلام له همدې نېکعمله یا نېکصالح نسله و.
د انجیل شریف ځینې نقادان په دې باور دي چې د قابیل قبیله په اصل کې له "قینیّو" جوړه وه. دا پښان یا اهنګران وو چې لږترلږه د نهمې او دیارلسمې میلادي پېړۍ ترمنځ موده کې یې 'بحیره جلیل' ته څېرمه سفرونه کول.

د عکس سرچینه، Getty Images
قرآن شریف
د مسلمانانو په سپېڅلي کتاب قرآن شریف کې د "آدم د دوو زامنو" تر منځ د شوې پېښې ذکر شوی خو د یوه نوم هم نه دی یاد شوی. په قرآن شریف کې د دې کیسې له لارې خلکو ته دا درس ورکړل شوی چې ناحقه قتل غټه ګناه او جرم دی او پایله یې عذاب او رسوايي ده.
د سورة المائدة (ایات ۲۷-۳۱) کې راغلي، ژباړه: "او دوی ته د ادم د دوو زامنو خبر په حقه ولوله، کله چې هغو دواړو قرباني وړاندې کړه، نو په دوی کې د یوه قبوله شوه او د بل قبوله نه شوه، هغه وویل: زه به خامخا لازماً تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشکه همدا خبره الله له پرهېزګارانو څخه (قرباني) قبلوي."
"که ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد کړې، (نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشکه زه له الله رب العالمین څخه وېرېږم."
"بېشکه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه او په خپله (مخکېنۍ) ګناه اخته شې، بیا چې د دوزخ په ملګرو کې شې او دا د ظالمانو جزا ده."
"نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښکلي (او) اسان کړل،نو هغه یې ووژاه او د هغه په قتل سره دی په هغو خلکو کې شامل شو چې تاوان ګالونکي دي."
"بیا الله تعالی یو کارغه ور ولېږه چې ځمکه یې راسکونډله؛ چې هغه ته وښيي، د خپل ورور مړی څنګه پټ/خښ کړي. (دا یې چې ولیدل نو) هغه وویل: های زما بدبختۍ، زه ان د دغه کارغه غوندې هم نه شوم چې د خپل ورور جسد پټ کړم. نو هغه پښېمانه و."
"د یوه بېګناه انسان وژنه د ټول بشریت وژنه ده"
د هابیل او قابیل له کیسې وروسته د سوره المائدة په ۳۲ ایات کې راغلي دي، "د (انسان) همدا (سرپېچي) ده چې له کبله یې موږ (موسیٰ ته شریعت ورکړ او په هغه کې) مو بني اسرائيل ته هم دا فرمان لیکلی و چې که څوک یو انسان ووژني، پرته له دې چې هغه د چا قتل کړی وي او یا یې پر ځمکه فساد خپور کړی وي، نو دا داسې ده لکه هغه چې ټول انسان وژلي وي او څوک چې یو انسان وژغوري نو دا داسې ده لکه هغه چې ټول انسانان ژغورلي وي."
د امریکا په ډېلاس کې د غامدي اسلامي زدکړو مرکز څېړونکی نعیم احمد بلوڅ وايي، د قابیل لخوا د هابیل وژنه یوازې د انساني تاریخ لومړنی قتل نه دی بلکې دا د انساني نفس، د اخلاقي بحران او د باطني تاوتریخجنو انګېزو لومړنۍ او بنسټیزه نښه هم ده.
د ده په وینا، "په قرآن کریم کې خدای ته د نژدېوالي بنسټ تقوا ده. تظاهر یا یوازې عمل نه دی. خو د خدای له لوري د قابیل د قربانۍ ردېدلو په هغه کې حسد او غوسه را وټوکوله چې بلاخره پر قتل تمامه شوه. د 'زېږون کتاب' کې د قابیل او هابیل کیسه تر ډېره په رواني او اخلاقي انداز بیان شوې. دلته هم دواړه قرباني ورکوي خو د یوه منل کېږي او د بل ردېږي."
ښاغلی بلوچ وايي، که څه هم په انجیل شریف کې نه د کارغه یادونه شوې او نه هم د مړي د خښولو، خو قابیل ته د جلاوطنۍ او د باطني ناقرارۍ سزا ورکولو سره دا په ډاګه شوې چې د جرم کولو اصلي عذاب په انسان کې دننه پیلېږي.
دی همداراز وايي چې، "په اصلي متن کې د قتل لامل واده او یا د خور پر سر شخړه نه ده؛ دا عناصر په یهودي تفسیري روایتونو (مدراش) او په غالب ګمان له همدې په تاثر ځينو مسلمانو شارحانو اضافه کړي دي، خو د وحي په متن کې داسې څه نه شته. له دې برېښي چې عهدنامه عتیق په دې کیسه کې د قتل رېښه د جنسي او اقتصادي رقابتونو پرځای په حسد او اخلاقي ناکامۍ کې ویني."
دغه څېړونکی زیاتوي، "په عصري جرم پېژندنه کې د جرم لاملونه تر ډېره په بهرنیو عواملو کې لټول کېږي؛ لکه محرومیت، د واک او ځواک لېوالتیا او د وسایلو ترلاسه کول. خو په مذهبي متونو کې دې نوملړ ته یو بل بنسټيز عنصر هم وراضافه شوی چې هغه حسد کول او خپل حیثیت یا ("انا" یعنې زه) ته ضربه رسېدل دي. قابیل نه محروم و او نه مظلوم خو بیا یې هم قتل وکړ. همدا حقیقت مذهب دې پایلې ته رسوي چې د جرم جرړه یا رېښه یوازې په حالاتو او شرايطو پورې نه وي تړلې، بلکې د انسان په باطن یا دروني کيفیتونو پورې هم تړلې وي."
ښاغلی بلوچ وايي، له دې پېښې معلومېږي چې لومړني انسانان پرمختللي وو، "مذهب و، رمې وې، کرکېله وه، یعني انسانانو د ځناورو غوندې ژوند نه کاوه. که څه هم دا د یوه انسان د وژنې لومړنۍ پېښه وه او لومړی ځل یو انسان ښخول کېده، خو پر هغې زمانې له شاوخوا لسو زرو کلونو نه ډېره موده نه اوړي."





















