الازهر: له فاطمي جوماته تر يوه معتبر اسلامي پوهنتونه، د سید جمال الدین افغان رول پکې څه و؟‌

ازهر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بریتانیا دائرة المعارف وایي، د الازهر پوهنتون د اسلامي نړۍ له سترو تعلیمي مؤسسو ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د اسلامي شریعت او عربي ژبې په برخو کې او د دې فعالیتونه د قاهرې په زړه کې د الازهر جامع پر شاوخوا متمرکز دي.
    • Author, وليد بدران
    • دنده, بي‌بي‌سي

د الازهر جومات د خپل زر کلن تاریخ په اوږدو کې د پوهې او دین مشعل ګرځولېدلی، چې اصیل میراث یې له نویتابه سره یوځای کړی دی - له هغه وخته چې د ۹۷۲ میلادي کال په جون میاشت کې فاطمیانو د لمانځه لپاره پرانیستت. راځئ په اصلي کیسه یې ځانونه خبر کړو.

ازهر د حدیث او تفسیر د تدریس له امله پېژندل شوی او د فقهې مسلو د محور په توګه یې شهرت درلود، تر څنګ یې په علمي او سیاسي برخو کې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل رولونه لوبولي دي.

د بریتانیا دائرة المعارف وایي، د الازهر پوهنتون د اسلامي نړۍ له سترو تعلیمي مؤسسو ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د اسلامي شریعت او عربي ژبې په برخو کې او د دې فعالیتونه د قاهرې په زړه کې د الازهر جامع پر شاوخوا متمرکز دي.

له بنسټ اېښودو راهیسې، د الازهر نصاب د شریعت، عقیدې او عربي ژبې د علومو پر تدریس تمرکز کړی او د وخت په تېرېدو یې فلسفه او منطق هم د تعلیمي موادو په توګه ور زیات کړي. همداراز، د الازهر ځینو علماوو ته د طب او له طبیعي علومو سره د تړاو نسبت شوی دی.

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې د دیني زدکړو د عصري کولو غوښتنې ډېرې شوې، فلسفه بېرته نصاب ته ور اضافه شوه. او د شلمې پېړۍ په شپېتمو کلونو کې، د الازهر پوهنتون پراخ شو او نوې څانګې یې پرانیستې، چې د ټولنیزو او انساني علومو پوهنځي یې هم پکې شامل وو. همداراز، په ۱۹۶۲ کال کې د ښځینه محصلینو لپاره د شمولیت دروازه پرانیستل شوه، چې دا ګام د دې مؤسسې په تاریخ کې یو ستر بدلون رامنځ ته کړ.

الازهر له خپلو فارغ‌التحصیلانو یا هغو کسانو چې هلته یې درسونه ویلي، یو شمېر نومیالي شخصیتونه لرلي، چې له جملې یې د اندونیزیا څلورم ولسمشر عبدالرحمن وحید یادېږي او همداراز د مصر پېژندل شوی ادیب طه حسین، چې "د عربي ادبیاتو پلار" بلل کېږي او نوم یې د نوبل د ادبیاتو جایزې د احتمالي کاندیدانو په نوملړ کې هم راغلی و.

له اسماعیلي شيعه فقهې تر سني مذاهبو پورې

کله چې د فاطمي دولت قوماندان جوهر الصقلي د خلیفه معز لدین الله په استازیتوب په ۹۶۹ میلادي کال کې مصر ته ننوت، نو د بل کال په جریان کې یې د یوه ستر جومات د جوړولو کار پیل کړ، دا د نوې پلازمېنې "قاهرې" د بنسټ د اېښودلو یوه برخه وه.

د ډاکټر سعید اسماعیل علي "د مصر په سیاست کې د الازهر رول " نومي کتاب له مخې، د فاطمي پوځ تر داخلېدو وروسته سملاسي د جومات پر جوړولو کار پیل شو او تقریباً ۲۷ میاشتې وخت یې ونیو.

دا جامع له خپل پیل راهیسې د فاطمي خېل سره تړاو درلود او ګومان کېږي چې نوم یې "الازهر" د حضرت فاطمه الزهرا - د پیغمبر محمد (ص) لور - له نوم اخیستل شوی وي، ځکه چې نویو واکمنانو هڅه کوله خپل نسبت حضرت علي ته وښيي، هغه چې د فاطمې مېړه او د پیغمبر د تره زوی و.

فاطمي دولت د اسماعیلي شيعه فقهې پر بنسټ جوړ شوی و او الازهر په مصر کې د دوی لومړنی جومات و، نو ځکه دا د یوه نوي دیني دعوت نښه وه، لکه څنګه چې قاهره د دوی د دولت د بنسټ نښه وه.

په الازهر کې تعلیم په شیعه اسماعیلي بڼه پیل شو او دا د یوه بشپړ تبليغي او سیاسي پروګرام یوه برخه وه.

ازهر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایوبيانو پر مهال، الازهر د سني مذاهبو، لکه شافعي او مالکي مذهب تدریس ته واوښت.

د الازهر تر پرانیستې وروسته کلونو کې دا جامع یوازې د عبادت ځای نه و، بلکې د اسماعیلي فقهې د پیاوړتیا او فرهنګي بیدارۍ یوه مهمه سرچینه وه. دینی داعیانو او فقیهانو به پکې زدکوونکو ته درسونه ویل، چې دا ځای یې د دیني او علمي نخبه‌ګانو لپاره په یوه غونډځای بدل کړ.

خلیفه معز لدین الله به خپله د جمعې، د کوچني اختر او لوی اختر لمونځ په الازهر کې کاوه، امامت یې هم داه کاوه او د روژې په جمعو او اخترونو کې به یې خطبې ویلې. الازهر د فاطمي دورې پر مهال د ډېرو رسمي مناسبتونو او مراسمو مرکز و.

په ۹۸۸ میلادي کال کې، فاطمي خلیفه العزیز بالله امر وکړ چې درسونه پراخ او منظم شي، چې دا کار د یوې داسې تعلیمي بڼې پیل و چې وروسته د الازهر پوهنتون په نوم وپېژندل شو. دا پړاو ډېر مهم و، ځکه همدلته د دې پوهنتون بنسټ کېښودل شو، هغه پوهنتون چې د تاریخ په اوږدو کې د شرعي علومو سرچینه او د فکري مکتبونو ترمنځ د محاورې او بحث یو منبر شو.

الازهر له لومړیو پړاوونو راهیسې د تدریس په رنګارنګۍ کې ځانګړی و؛ یوازې پر عقیدې او تبليغ یې تمرکز نه و، بلکې ژبه، نحو، حدیث او فقهي بحثونه هم پکې شامل وو. دا تنوع لامل شو چې د دې ځای اغېز نه یوازې په مصر، بلکې له هغې هاخوا هم خپور شي او ز‌کوونکي له عراق، شام، مغرب او حتی اندلس د علمي مجلسونو د بډاینې لپاره را روان وو.

شاوخوا دوه سوه کاله وروسته، الازهر د یوه ستر بدلون شاهد شو، کله چې ایوبي دولت له سیاسي او مذهبي بدلونونو سره راڅرګند شو. په ۱۱۶۹ کال کې، صلاح‌الدین ایوبي فاطمي دولت پای ته ورساوه، مصر یې ونیو او د عباسي خلیفه نوم یې په خطبه کې واخیست. ایوبيانو د تشیع نښې ختمې کړې؛ نو له همدې امله په الازهر کې خطبه او د جمعې لمونځونه بند شول او حاکم جامع یې ځایناستی شو.

د ایوبيانو پر مهال، الازهر د سني مذاهبو، لکه شافعي او مالکي مذهب تدریس ته واوښت.

د بریتانیا دايرة المعارف وایي الازهر د مملوکي دولت د واکمنۍ پر مهال (۱۲۵۰–۱۵۱۷) خپله علمي مرتبه بېرته ترلاسه کړه او د سني زدکړو ستر مرکز وګرځېد.

الازهر په څلورلسمې پېړۍ کې د زلزلې له امله زیانمن شو، خو بیا ورغول شو. د څوارلسمې او پینځلسمې پېړۍ په اوږدو کې، په ځانګړې توګه د مملوکیانو د دورې وروستیو کې، د جامع ودانۍ پراخې شوې، بدلې شوې او نوې شوې، ځکه چې الازهر د مملوک سلطانانو تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې راغلی و.

الازهر د عثماني واکمنۍ (۱۵۱۷–۱۷۹۸) پر مهال لا پسې وځلېد؛ دا هغه دوره وه چې الازهر د اسلامي تعلیم له تر ټولو مهمو مؤسسو شو او د اسلامي نړۍ له ګوټ ګوټه پوهان ورته راتلل. عثمانیانو دې مؤسسې ته یو څه خپلواکي هم ورکړه.

الازهر په اداري جوړښت کې هم بدلونونه ولیدل، چې له جملې یې د شیخ الازهر (چې وروسته الامام الاکبر وبلل شو) د مقام جوړېدل یادېږي. دا د پوهنتون مشر وي چې د الازهر د عالمانو له خوا ټاکل کېږي. تر ننه، شیخ الازهر د اسلامي نړۍ له مهمو دیني شخصیتونو ګڼل کېږي، چې د دیني مؤسسو، جامع او پوهنتون مشري کوي.

معاصر پېر

سید جمال الدین افغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه اصلاحات چې الازهر په نولسمه پېړۍ کې ولیدل، د سید جمال الدین افغان په څېر د څو شخصیتونو د هڅو پایله وه.

کله چې فرانسوي جنرال ناپلیون بوناپارت په ۱۷۹۸ میلادي کال مصر اشغال کړ، د الازهر زد‌کوونکو او عالمانو د فرانسوي یرغل پر ضد پاڅون کې مهم رول ولوباوه، چې له امله یې فرانسوي ځواکونو د جامع الازهر د ودانۍ ویجاړولو ته مخه کړه او د علماوو او زد‌کوونکو د نیولو او اعدامونو لړۍ یې پیل کړه.

د محمد علي پاشا پر مهال، الازهر د اصلاح او تنظیم هڅې ولیدې. محمد علي هڅه کوله چې تعلیمي بهیر سمبال کړي، ښوونځي تنظیم کړي او عالمان د دولت د خدمت او د اصلاحاتي پروژو د عملي کولو لپاره وروزي. دا کار د الازهر د تعلیمي نظام پراختیا لامل شو او پر شرعي علومو سربېره، نوې ساینسي مضامین هم د درسي نصاب برخه وګرځېدل.

د ۱۹مې پېړۍ د اصلاحاتو تر شا د څو مهمو شخصیتونو هڅې وې، لکه سید جمال‌الدین افغان، چې د ۱۸۷۰مې لسیزې په مهال یې په الازهر کې زدکړې کړې وې. هغه ټینګار کاوه چې عصري علوم او نور تخصصونه له قرآن سره هېڅ تضاد نه لري. همداراز، محمد عبده چې د ځوانۍ پر مهال د افغان تر اغېز لاندې راغلی و، وروسته د یوې دولتي کمېټې غړی شو او د الازهر د اصلاح لپاره یې پراخې طرحې وړاندې کړې.

د الازهر عالمانو او زدکوونکو د احمد عرابي تر مشرۍ لاندې د ملي پاڅون (۱۸۷۹–۱۸۸۲) ملاتړ وکړ، هغه څه چې وروسته د بریتانیايي استعمار لامل شو (۱۸۸۲–۱۹۵۶). د انګرېزانو تر واکمنۍ لاندې، د الازهر تعلیمي حالت خراب شو او بودیجه یې تر ډېره راکمه شوه.

د ۱۹مې پېړۍ وروستیو کې، الازهر کې د شمولیت (داخلې) او ازموینو بهیر قانوني شو او ګڼ عصري مضامین د نصاب برخه وګرځېدل، چې ځینې یې جبري مضمونونه وو.

پاچا فؤاد - "د مسلمانانو خلیفه"؟

کله چې د ۱۹۲۴ کال په پای کې عثماني خلافت ړنګ شو، د اسلامي نړۍ یو شمېر حکامو د خلافت د مقام د تر لاسه کولو هڅې وکړې. په مصر کې، پاچا فؤاد هم دا هیله څرګنده کړه چې د مسلمانانو خلیفه شي.

د حلمي النمنم په کتاب "الازهر.. الشیخ والمشیخة" له مخې، د الازهر ځینو مشایخو د پاچا فؤاد د خلافت غوښتنې ملاتړ کړی و، چې له جملې یې شیخ محمد الاحمدي الظواهري یاد شوی، چې خپل پوره ملاتړ یې څرګند کړی و.

خو په الازهر کې یو شمېر علماوو سخت مخالفت وکړ. له هغوی شیخ علي عبدالرازق و، چې د خپل مشهور کتاب "اسلام او د واکمنۍ اصول" له لارې یې د خلافت نظریه رد کړه. شاوخوا ۴۰ ازهري علماوو یوه عریضه لاسلیک کړه چې پکې یې وویل، مصر د خلافت لپاره مناسب ځای نه دی، ځکه چې تر انګرېزي تسلط لاندې دی.

د دې مخالفتونو له امله، ازهریان په دوو ډلو ووېشل شول: یوه ډله چې د خلافت د اعلان لپاره یې د کنفرانس ملاتړ کوه او بله ډله چې د دغې طرحې مخالفه وه.

په پای کې، د مخالفتونو له زیاتوالي سره، پاچا فؤاد له خپلې غوښتنې تېر شو.

د ۱۹۲۶ په اوړي کې، د مصر پارلمان غړو له حکومته وغوښتل داسې یو قانون تصویب کړي چې وزارت او پارلمان د الازهر بودیجه او مشرتابه، په تېره بیا د شیخ الازهر ټاکنه، تر خپل کنټرول لاندې راوستلی شي. دا غوښتنه وروسته له هغه راپورته شوه چې څرګنده شوه، د ۱۹۲۴ کال شیخ الازهر ته درې زره مصري جنیه (پونډه) ورکړل شوي وو چې د الازهر د چارو لپاره یې وکاروي، خو هغه پیسې د خلافت د کنفرانس لپاره لګول شوې وې.

 پاچا فواد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الازهر شیخان د پاچا فواد د مسلمانانو د خلیفه د مقام په غاړه اخیستلو په اړه سره وېشل شوي وو.

الازهر او سیاست

د ۱۹۲۷ کال مې کې، د ۱۵ شمېره قانون تصویب شو، چې له مخې یې حکومت او پارلمان ته دا واک ورکړل شو چې د الازهر شیخ د پاچا د حکومتي وړاندیز پر بنسټ وټاکي.

په شلمه پېړۍ کې، د ۱۹۶۰مو لسیزو په پیل کې، د ولسمشر جمال عبدالناصر (۱۹۵۶–۱۹۷۰) د واکمنۍ پر مهال، الازهر یو ځل بیا د پراخو اصلاحاتو شاهد شو، چې هدف یې د پوهنتون د کار پر تګلاره لا زیاته دولتي ولکه ټینګول وو.

دې بدلونونو الازهر یوه عصري پوهنتون ته واړاوه، نوي پوهنځي جوړ شول، لکه د طب، سوداګرۍ، او انجنیرۍ پوهنځي او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۲ کال کې ښځینه محصلینې هم ومنل شوې.

د عصري الازهر پوهنتون په جوړښت کې ګڼ پوهنځي شامل دي، چې ځینې یې یوازې نجونو ته ځانګړي شوي، سربېره پر دې، پوهنتون سیمه‌ییزې څانګې هم لري.

تر خپل بنسټیز نصاب سربېره، چې د اسلامي زد‌کړو او عربي ژبې پر علومو ولاړ دی، دا پوهنتون اوس په بېلابېلو برخو کې تعلیمي پروګرامونه وړاندې کوي، لکه کرنه، د غاښونو درملنه، درمل جوړول، خبریالي او انساني علوم.

وروسته، الازهر د مصر له حکومت سره په یو شمېر ملي او نړیوالو مسایلو کې همکاري وکړه، لکه د کمپ ډېوېډ هوکړه‌لیک، چې له اسرائیلو سره د سولې موافقه یې رامنځته کړه - دا هغه تړون و چې ډېرو عربي هېوادونو یې مخالفت وکړ.

په وروستیو لسیزو کې، الازهر په نړیوال ډګر کې مهم دریځ غوره کړ، هڅه یې وکړه چې له نورو دیني مؤسسو سره د خبرو اترو فضا رامنځته کړي، د سولې او تفاهم ګډ کنفرانسونه جوړ کړي او یو شمېر نوښتونه یې عملي کړل چې افراطي فکر ته ځواب ووايي، د کرکې خپرونې مخه ونیسي او د اسلام یو منځلاری او معتدل انځور وړاندې کړي.

په دې توګه، الازهر د مصر د زر کلن تاریخ د مهمو دیني او سیاسي بدلونونو هېنداره ګرځېدلې ده.