څنګه له اسلام مخکې یهودیت او عیسویت مدینې او مکې ته ورسېدل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, امیمه الشاذلی
- دنده, بي بي سي عربي
که څه هم اوس د حجاز ځمکه کې له اسلام پرته د یهودیت او عیسویت یا د کوم بل دین پیروان نشته، که د نورو دینونو وي هم، هغه به سیلانیان یا بهرني کارګر وي خو له دې سره ډېری تاریخپوهان باوري دي چې دا دوه دینونه د اسلام په دوو سپېڅلو ښارونو مکه او مدینه کې خورا لرغونی تاریخ لري.
سره له دې چې د عربستان خاورې ته د یهودیت د رسېدو د کره وخت په اړه اختلاف شته، خو د تاریخپوهانو په وینا، له میلاده لږ تر لږه پنځه پېړۍ دمخه په بیت لحم کې عربان له یهودیت سره اشنا وو.
د تاریخ په کتابونو کې د عتیق عهد یا زوړ تړون اړوند راغلي چې شمعون قبیلې د څړځیو یا ورشو د موندلو په هڅه له خپلو څارویو سره له سیناغر کوچ وکړ او د اوسني اردن سوېل کې د معان قبیلو سیمې ته ورسېدل. هلته سخته جګړه وشوه چې د شمعونیانو په بري پای ته ورسېده.
شمعون د نبي یعقوب زوی و او اولادونه یې " بني شمعون" بلل کېدل. په ۱۹۲۰ لسیزه کې د مصر په دارالعلوم کې د سامي ژبو پوهاند ډاکټر اسرائیل ولفنسن په دې باور و چې دا مهاجرت، چې کیسه یې په عتیق عهد کې ذکر شوې ده، "عربي ځمکو ته د اسرائیلیانو لومړۍ پېژندل شوې کډوالي ده."
عراقي تاریخپوه جواد علي "له اسلام مخکې د عربو تاریخ مفصله ارځونه" په نوم خپل کتاب کې لیکلي، ځینو راویانو ویلي چې د یثرب (د مدینې زوړ نوم) تر ټولو زاړه اوسېدونکي د "صُعل" او "فالج" په نوم قبیلې وې. بیا د داود په نوم پاچا یا پیغمبر پر دوی برید وکړ او یوه ډله یې بندي کړه. له هغه وروسته، "عمالیقیان" هلته مېشت شول او نبي موسی دوی پسې لښکر ولېږه، دغه لښکر هغوی ته ماتې ورکړه او هېڅوک یې ژوندي پرې نه ښودل او بیا یهودیان په همغو سیمو کې مېشت شول.
د عباسي پېر یو تاریخپوه او نسبپوه ابو فرج اصفهاني وايي: "د نبي موسی همدغه لښکر لومړني کسان وو چې په مدینه کې مېشت شول. یهودیان د مدینې په ټولو سیمو کې او شاوخوا لوړو کې خپاره شول، هلته یې کلاوې، باغونه او کروندې جوړ کړې او د اوږدې مودې لپاره په مدینه کې پاتې شول."
د مدینې یو تاریخپوه او مفتي علي سمهودي، چې د لسمې هجري پېړۍ په لومړیو کې مړ شوی، روایت کوي چې نبي موسی له ځینې بني اسرائیلو سره د مدینې له لارې په مکه کې د کعبې زیارت ته ولاړ. دوی یثرب یا اوسنۍ مدینه په هغو شرایطو برابره ځمکه وبلله چې "په تورات کې د خاتم الانبیا یا وروستي پېغمبر د ټاټوبي په توګه بیان شوی دی."
سمهودي په خپل کتاب "خلاصة الوفا باخبار دار المصطفی" کې لیکي چې د نبي موسی له ملګرو یوې ډلې پرېکړه وکړه چې په هغه ځای کې پاتې شي او له ده سره ولاړ نه شي. "دوی د بني قینقاع بازار په نوم ځای کې مېشت شول. بیا د عربو یوه ډله ورسره یوځای شوه او د دوی دین یې قبول کړ [یهودي شول] او دا ډله د مدینې لومړني اوسېدونکي وو."
دا روایت ښايي حضرت محمد (ص) ته منسوب حدیث سره تایید شي، چې سند یې ضعیف ګڼل کېږي. په هغه حدیث کې ویل شوي چې د نبي موسی په ګډون ټولو پیغمبرانو په مکه کې د کعبې حج وکړ. دا امکان د نبي موسی په وخت کې هلته د یهودیانو شتون پیاوړی کوي.
ډاکټر ولفنسن "د جاهلیت پېر او د اسلام په لومړیو کې په عربي خاوره کې د یهودیانو تاریخ" په نوم رساله لیکلې، چې په ۱۹۲۷ کال کې د مصري لیکوال ډاکټر طه حسین له مقدمې سره خپره شوه. ډاکټر ولفنسن په دې رساله کې دې پایلې ته رسېږي چې څه په زاړه عهد کې ویل شوي او د عرب تاریخپوهانو په خبرو کې راغلي دا استنباط ترې کولی شو چې "عربي ځمکو ته د یهودیانو د لویو ډلو تر ننوتلو مخکې، بني اسرائیلۍ قبیلې په یثرب او خیبر کې مېشت وې."
له میلاد وروسته امن پناځي انځور

د عکس سرچینه، تاريخ اليهود في بلاد العرب في الجاهلية و صدر الإسلام
د نبي عیسی له زېږون وروسته، په عمومي توګه عربي ټاپووزمې او په ځانګړي ډول حجاز ته د یهودیانو کډوالي زیاته شوه. د ولفنسن په وینا، په هغه وخت کې په فلسطین کې د وګړو زیاتوالی او همدارنګه د رومیانو او یهودیانو ترمنځ جګړې د دې کډوالۍ لامل و.
د ابو فرج اصفهاني په کتاب "الاغاني" کې راغلي چې کله رومیانو په سوریه کې اسرائیلیانو ته ماتې ورکړه، "پر هغوی یې برید وکړ، هغوی یې ووژل او د هغوی له ښځو سره څملاستل." له هغه وروسته، د بني نضیر، بني قریظه او بني هدال قبیلې وتښتېدې او په حجاز کې مېشتو یهودیانو سره یوځای شوې.
اصفهاني زیاته کړې چې حجاز د اسرائیلیانو لپاره خوندي ځای و، چې د خپلې دښتي یا صحرايي طبیعت له امله یې د رومیانو له خاورې شام جلا کول، ځکه کله چې رومي پاچا د یهودي کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره لښکر واستاوه، "رومیان له تندې په دښته کې مړه شول."
د اصفهاني په وینا، بني نضیر او د دوی ملګرو په بطحان وادي کې واړول، چې د یثرب یوه اصلي دره ده او بني قریظه او بني هدل په مهزور وادي کې مېشت شول.
د اصفهاني د روایت له مخې، د هغو يهوديانو په منځ کې چې د دوو قبيلو يمن د اوس او خزرج له هجرت مخکې په مدينه کې اوسېدل، دا قبيلې يادولی شو: بني عکرمه، بني ثعلبه، بني محمر، بني زعورا، بني قينقاع، بني زيد، بني نضير، بني قريظه، بني هدل، بني عوف او بني فصیص.
هغه له بني اسرائیلیو يهوديانو سره د عربانو شتون ته هم اشاره کړې ده: په دې معنی چې د يثرب ځينې عربان يهوديت ته اړول شوي وو. هغه د دې عربي يهودي قبيلو په منځ کې بني الحرمان، بني مرثد، بني نيف، بني معاويه، بني حارثه بن بهثه او بني الشظيه ته اشاره کړې ده.
د عربي تاریخپوهانو روایتونه پر دې ټینګار کوي چې د یثرب یهودیانو لوړ ټولنیز مقام، ډېره شتمني او په کرنه کې د پام وړ مهارت درلود. سمهودي ویلي دي: "یهودیانو پر مدینه ښار باندې ولکه درلوده" تر هغه چې اوس او خزرج د مارب بند له ړنګېدو وروسته له یمنه هلته وکوچېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سمهودي په کتاب کې ویل شوي چې "یثرب ته د اوس او خزرج د رسېدو په وخت کې بني القصص، بني ناغصه د بني عنف سره، بني قریظه له خپلو وروڼو بني هدل، بني نضیر، بني قینقاع سره" په هغو یهودیانو کې دي چې په دغه سیمه کې مېشت وې او نورې قبیلې هم وې چې د دوی د استوګنې ځایونه هم یاد شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د یثرب د یهوديو قبیلو شمېر له شلو ډېر وو او له اویا ډېر "اطام" یا ځواکمنې کلاوې یې درلودې، خو "ټول له منځه لاړل،" خو د نابودۍ دلیل یې نه دی یاد شوی.
د یثرب اپوټه د مکې په هکله تاریخي سرچینو دلته د تاریخ په اوږدو کې د یهودانو د پام وړ شتون یادونه نه ده کړې. لرغونې تاریخي سرچینې په مکه کې د یهودانو د ځانګړې مېنې یا معبد شتون ته اشاره نه کوي. یهودیانو د سوداګرۍ لپاره مکې ته داسې سفر کاوه، لکه څنګه چې د مکې خلکو د سوداګرۍ لپاره یثرب ته تګ راتګ کاوه.
د مدینې تاریخپوه سمهودي په خپل کتاب کې روایت کړی دی چې د اوس او خزرج قبیلو د یثرب له یهودي قبیلو سره تړون وکړ. د وخت په تېرېدو سره، دې دوو یمني قبیلو ډیر نفوذ او شتمني ترلاسه کړه، دې چارې بني قریظه او بني نضیر اندېښمن کړل، ځکه دوی وېره درلوده چې د اوس او خزرج ځواک به له دوی زیات شي. له همدې امله یې د دې یووالي او تړون د ماتولوهڅه وکړه.
تاریخپوهانو له یهودیانو سره د اوس او خزرج شخړې او دوښمنۍ یادې کړې دي، چې ترټولو مهم یې هغه روایت دی چې وايي له اسلامه مخکې د اوس او خزرج مشر مالک بن عجلان، په شام کې له خپلو خپلوانو د مرستې غوښتنه وکړه.
ابو فرج اصفهاني او ابن اثیر جزري لیکلي دي چې د شام واکمن ابو جبیله غساني یثرب کې د یهودیانو د ځواک ماتولو پرېکړه وکړه، نو په همدې دلیل یې د یهودیانو مشران ور وبلل او ویې وژل. مالک بن عجلان هم همداسې وکړل او له ۸۰ زیات یهودیان یې ووژل.
اصفهاني زیاته کړې چې له دې پېښې وروسته یهودیانو د یو بل له ملاتړه لاس واخیست. که د اوس یا خزرج له قبیلو یوې دوی ته زیان رساوه، نو دوی به له بلې قبیلې پناه او ملاتړ غوښت. "د یهودیانو هرې ډلې د اوس یا خزرج یوې قبیلې ته پناه وړله او د دوی له ځواک یې ګټه پورته کوله."
خو یهودی څېړونکی ولفنسن د دې روایت په ریښتیاوالي شک لري او "یوم بعاث" ته اشاره کوي؛ هغه ورځ چې د اوس او خزرج ترمنځ سخته او اوږده جګړه پیل شوه او هرې خوا د ځان د پیاوړتیا لپاره له یهوديو قبیلو مرسته وغوښته. "تر دې حده چې بني نضیر او بني قریظه په بني قینقاع برید وکړ او دوی یې تیت پرک کړل، ځکه چې بني قینقاع د خزرج په مرسته راپورته شوي وو چې د خپلې قبیلې خلک مات کړي."
ولفنسن لیکي: "له دې پېښې وروسته هم یهودیانو د عربي قبیلو په منځ کې خپل قوي دریځ ته دوام ورکړ؛ ځکه چې اوس او خزرج ته د دوی واک مهم و، ځکه هر یوه هڅه کوله چې یهودیان خپل لوري ته نږدې کړي چې له یو بل سره په جګړه کې د دوی ملاتړ ترلاسه کړي."
عیسویت او د عربو "مجوس"

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې کې شک نشته چې عیسویت له زماني پلوه عربي ټاپووزمې ته نږدې وخت کې تللی، ځکه چې دا تر یهودیت وروسته دین دی. خو بیا هم په حجاز کې د عیسویانو په اړه معلومات د یهودیانو په اړه تر معلوماتو په مراتبو خورا لږ دي.
عیسوی لیکوال، تاریخپوه او روحاني پلار لوییس شیخو لیکي چې عربانو " د عیسویت د لمر ځلېدو له پیله ترې وړانګه ترلاسه کړه." د هغه په خبره، لومړني عربان چې د نبی عیسی لار یې خپله کړه د "مجوس" په نوم مشهور وو. لکه څنګه چې متي انجیل کې راغلي: "دوی بیت لحم ته راغلل، ډالۍ یې راوړې او په زانګو کې یې هغه ته سجده وکړه."
که څه هم انجیل دغه مجوس د عربانو په توګه نه یادوي، خو شیخو وايي چې دوی ښايي عرب وو، ځکه روایت داسې دی چې دوی نبي عیسی ته د سرو زرو، لوبان او مرر ډالۍ راوړې، دا ټول هغه څه دي چې په عربي ځمکو کې دود وو.
لوییس شیخو، چې په ۱۹۲۰ لسیزه کې مړ شوی، دا ټینګار هم کوي چې له حواریونو لومړی کس چې عربي ځمکو ته ننوتی و، رسول قدیس پولیس و، چې "د یهودیانو له دسیسو د خلاصون لپاره عرب ټاپووزمې ته لاړ او د یو څه وخت لپاره هلته پاتې شو."
خو د اسلامي فلسفې پوهاند ډاکټر محمد ابراهیم فیومي په دې باور دی چې عیسویت یوازې په خپله سریانۍ یا رومۍ ژبې پورې محدود پاتې شو او د عربانو په منځ کې پام وړ خپور نه شو ځکه چې مقدس کتاب یې عربي ژبې ته نه و ژباړل شوی او ټول هغه عربان چې دا دین یې منلی و، له نورو ژبو سره بلد وو.
لوییس شیخو "په عربي ټاپووزمه کې د عیسویت تاریخ" په نوم په خپل کتاب کې له طبري تاریخ او له ابن هشام سیرت نه په نقل وايي "ابن تلما"چې په برتولما مشهور دی او نبي عیسیی یې حواري یا رسول غوره کړی و، په هغو کسانو کې و چې د حجاز ځمکې ته لاړ.
د بیت المقدس د بشپ یا اسقف یعقوب البار په ژوندلیک کې راغلي چې برتولما "د فلسطین ځمکه او شاوخوا سیمې لکه حمص، قیصریه، سامریه او د حجاز صحرا عیسوي کړه."
خو عراقی تاریخپوه جواد علي عرب ټاپووزمې ته د عیسویت د رسېدو کره وخت ټاکل ستونزمن ګڼي او په دې باور دی چې د دې د ثابتولو یوازینۍ لاره د داسې لیکلیو اسنادو موندل دي چې د شک یا تفسیر لپاره هېڅ ځای په کې پاتې نه شي.
جواد علي په دې باور دی چې عیسویت عربي نړۍ ته تر ډېره د تبلیغ او د ځینو زاهدانو او راهبانو تګ سره ننوت او دا کسان له مادي نړۍ د تېښتې لپاره دې سیمو ته لاړل. همدارنګه، "سوداګري او غلامي، په ځانګړې توګه له کلتوري او تمدني هېوادونو د سپین پوستو غلامانو تګ" په عربانو کې د دې دین د خپرېدو نورې لارې وې.
نوموړی د ډلهییزې کډوالۍ لکه حجاز، یمن یا بحرین ته د ځینو یهودیانو د مهاجرت له لارې د عیسویت د ننوتلو امکان ردوي. د جواد علي په وینا، د روم او ساسانیانو د واکمنۍ لاندې ځمکو کې عیسویت په تدریجي ډول خپور شو او بیا د قیصریانو او د دوی په واک کې ملتونو رسمي دین شو. له همدې امله د عیسویت پیروانو اړتیا نه درلوده چې پردیو ځمکو ته په ډله ییز ډول کډه شي.
"شرقي عیسویت"

د عکس سرچینه، Getty Images
د جواد علي په وینا، ګڼ شمېر عیسويو مبلغانو پوهه، منطق او قانع کوونکي مهارتونه درلودل چې د خلکو ذهنونه یې اغېزمنولی شول. هغه زیاتوي چې دا مبلغان په دې بریالي شول چې ځینې قبیلوي مشران خپل دین ته واړوي.
د جواد علي په وینا، قبیلوي مشران او د دوی تابع واکمنان عیسویان شول، "مګر دوی رومي عیسویت ونه مانه، بلکې په یو ډول پر ختیز عیسویت وګروهېدل چې د قسطنطنیه له کلیسا یې توپیر درلود؛ داسې عیسویت چې رومیانو بدعت او د ریښتیني ارتودوکس عیسویت انحراف ګڼل کېده."
هغه زیاتوي چې په دې مبلغانو کې ځینې وتوانېدل چې یو شمېر عربان عیسویت ته واړوي او نور یې بت پرستۍ پرېښودو ته وهڅول: " خو خپل دین ته د دوی ټولو په اړولو کې پاتې راغلل. دا خلک د دوو دینونو ترمنځ سرګردان وو؛ له یوې خوا یې په توحید او له بت پرستۍ پر پرهېز باور درلود، خو له بلې خوا یې عیسویت کې هغه څه ونه موندل چې ور ته مهم و، لکه پر مطلق توحید باور، د شرابو منع کېدل او نورې هغه غوښتنې چې دوی ته مهمې وې."
داسې ښکاري چې جواد علي دلته له اسلام مخکې هغې ډلې ته اشاره کوي چې پر حنفا یا حنیفیانو مشهور و. دوی بت پرستي پرېښوده او د خدای په یووالي یې باور درلود، خو د کوم ځانګړي دین پیروان نه وو.
هغه دا هم لیکي چې په مکه، طایف، یثرب او د عربي ټاپووزمې په نورو برخو کې، عیسوي غلامان وو چې خلکو ته یې لیکل او لوستل کول، دوی ته یې تورات او انجیل تفسیرول او د عیسویت کیسې او تعلیمات یې ور ښودل.
لوییس شیخو هم په دې باور دی چې د یثرب نایهودي خلک، له اسلام مخکې او د "منات" (د جاهلیت دورې یو ډېر مشهور بت) له عبادت وروسته عیسویت ته اوښتي وو. نوموړی د دې نظر د ثابتولو لپاره په سویلي شام کې له یوې عربۍ عیسوۍ قبیلې غسانیانو سره د اوس او خزرج قبیلو اړیکه یادوي.
د شیخو نظر د پنځمې هجري پېړۍ د مسلمان فیلسوف شهرستاني له خبرو سره هم سمون لري. شهرستاني په خپل کتاب "الملل والنحل" کې لیکي: "له رسالت مخکې پېر کې دوه مخالفې ډلې اهل کتاب او اميان وو. امي هغه کس ته ویل کېدل چې لوستل او لیکل یې نه شو کولی. یهودیان او عیسویان په مدینه کې او اميان په مکه کې اوسېدل."
کشیش پترس عزیز په ۱۹۰۹ کال د"د کلدین کلیسا زوړ تقویم" خپرولو سره وايي نسطوریانو - چې د مسیح په شخصیت کې د انساني او الهي طبیعتونو په یووالي باور نه لري - په یثرب کې "مطران مېنه" ( اسقفي حوزه یا د لویې کلیسا مرکز) بنسټ کېښود. هلته درې کلیساګانې وې: یوه ابراهیم خلیل الله، بله ایوب صدیق او دریېمه موسی کلیم الله نومېده. لوییس شیخو وايي چې د موصل د یوه اوسېدونکي په لاس لیکلي تقویم یا پېښلیک کې یې هم ورته کیسه لیدلې وه.
د عباسي پېر یو تاریخپوه یعقوبي هم لیکي: "د عربي قبیلو په منځ کې یوه ډله عیسویان شول: له قریشو بني اسد بن عبدالعزي، عثمان بن حویرث بن اسد او ورقه بن نوفل بن اسد. له بني تمیم د امري القیس بن زید منات کورنۍ؛ له ربیعه د بني تغلب او د یمن له قبیلو طی، مدحج، بهرا، سولیح، تنوخ، غسان او لخم."
نبي عیسی او مور یې په کعبه کې

د عکس سرچینه، Getty Images
روحاني پلار لوییس شیخو لیکي چې په مکه کې د عیسویت د شتون په اړه د عرب لیکوالو ترټولو پخوانی څرګند بیان د "جرهم دوهم" قبیلې په وخت پورې تړلی دی. د دوی په وینا، د حضرت اسماعیل علیه له اولادې وروسته، جرهمیانو پر حجاز ولکه وکړه او د کعبې واک یې خپل کړ.
که څه هم د بني جرهم د واکمنۍ کره وخت معلوم نه دی، خو شیخو د عرب تاریخپوهانو لکه ابن اثیر، ابن خلدون، ابو الفدا او نورو په حواله لیکي چې د جرهم شپږم پاچا "عبدالمسیح بن باقیه بن جرهم" نومېده.
د ابو فرج اصفهاني په لیکلي کتاب "الاغاني" کې دا هم ویل شوي چې د جرهمیانو واکمنۍ کې، کعبې یوه خزانه درلوده چې زیورات او ډالۍ په کې وې او یوه اسقف دا خزانه څارله.
د دویمې او دریېمې پېړۍ هجري تاریخپوه امام ازرقي په خپل کتاب "اخبار مکه وما جاء فیها من الاثار" کې ویل شوي چې د مکې د فتحې په ورځ، د اسلام پیغمبر د کعبې دننه د نبي عیسی او د هغه د مور له انځور پرته د نورو ټولو عکسونو د ویجاړولو امر وکړ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل لاسونه د دوی پر انځور کېښودل او ویې ویل: "پرته له هغه چې زما تر لاسونو لاندې دی."
د شمس الدین الذهبي په کتاب "سیر اعلام النبلاء" کې هم د ازرقي له قوله ویل شوي چې د نبي عیسی او د هغه د مور انځور یې د کعبې څنګ ته په ستن یا مټه کې وو. ازرقي دا هم وايي چې فقیه تابعي عطاء بن رباح ویلي چې دا انځور د عبدالله بن زبیر په وخت کې د کعبې د اور لګېدو پېښه کې له منځه لاړ.

د عکس سرچینه، كتاب "أخبار مكة وما جاء فيها من الآثار من تحقيق الأستاذ الدكتور عبد الملك بن عبد بن دهيش، القاضي والفقيه السعودي"
ازرقي له مکې مدینې ته د تلونکې لار په ښۍ خوا کې د عیسویانو لپاره د هدیرې یادونه هم کړې ده. شیخو دا احتمال هم ښيي چې مقدسي جغرافیا کې یاد شوی"د مریم جومات" چې مکې ته نږدې یې بللی، په اصل کې له اسلامه مخکې یا د جاهلیت دوره کې د مریم کلیسا یا مذهبي یادګار و.
لوییس شیخو د یو شمېر مستشرقینو لکه شپرینګر، ویل هاوزن او کوسان دو پرسویل سره په دې هم نظره دی، چې ویلي یې دي له اسلام مخکې پېر کې حنفیت په حقیقت کې له نورو تعلیماتو سره ګډ شوی عیسویت و.
شیخوان په دې باور دی چې د جاهلیت پېر مشهور شاعر سموال چې په یهودي هم مشهور و، وروسته عیسویت ته واوښت. نوموړی د دې ادعا لپاره د سموال قبیلې اصل او د هغه ځینې شعرونه د ثبوت په ډول وړاندې کوي.
د اسلام پیل

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یثرب ته چې وروسته یې نوم مدینه شو هجرت وکړ، نو د ښار له خلکو سره یې د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ، چې د "مدینې تړون" په نوم یادېږي. دا تړون د کډوالو، د یثرب د انصارو او یهودیانو ترمنځ د اړیکو د تنظیم لپاره لاسلیک شو.
خو له دې سره د یهوديو عالمانو او پیغمبر صلی الله علیه وسلم ترمنځ د عقیدې په اړه دوامداره لانجه وه او د بخاري په ګډون د راویانو په وینا، د یهودیانو او انصارو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو او پایله کې یې سیاسي کړکېچ ته لار هواره کړه.
ولفنسن په خپله څیړنه کې لیکي چې یثرب ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رسېدو یوازې اتلس میاشتې وروسته په ښار کې فضا کړکېچنه شوه او "هرې ډلې خپلو غړو ته مشوره ورکړه چې محتاط اوسي او له یو بل لیرې پاتې شي." هغه زیاتوي چې مذهبي پرمختګونه، لکه کعبې ته له بیت المقدس د قبلې بدلون هم جنجال زیات کړ.
په مدینه کې سیاسي کړکېچ د هجرت په دوهم کال کې هغه وخت څرګند شو چې لومړی بني قینقاع، بیا بني نضیر او په پای کې بني قریظه له ښاره وشړل شول. دا کار له هغه راپور وروسته وشو چې ویل کېدل دغو قبیلو له تړونونو سرغړونه کړې او د خندق په جګړه کې د مسلمانانو له دوښمنانو سره یوځای شوي دي. ځینې یې ووژل شول او مشرانو یې د مدینې شمال ته د خیبر سیمې ته هجرت وکړ.
د هجرت په اووم کال د مسلمانانو او یهودیانو ترمنځ د خیبر جګړه وشوه. د تاریخپوهانو په وینا، د مسلمانانو پرضد د قریشو او غطان په پارولو کې د یهودیانو د ونډې له امله دا جګړه پیل شوه.
له جګړې او کلابندۍ وروسته یهودیانو د سولې غوښتنه وکړه. پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم ومنله او دوی ته اجازه ورکړل شوه چې په خپله خاوره کې په دې شرط پاتې شي، چې د خپلو حاصلاتو نیمایي برخه به مسلمانانو ته ورکوي.
د خیبر شمال ته د فدک چې اوس د بفر زون برخه ده کرنیزې سیمې یهودیانو او د اوسني تبوک سیمې د تیما یهودیانو هم له مسلمانانو سره له جګړې پرته سوله وکړه.
د تاریخپوهانو په وینا، داسې شواهد شته چې د بني قریظه ځینې یهودیان وروسته مدینې ته ستانه شول او د نورو قبیلو داسې یهودیان هم وو چې له مسلمانانو سره یې سوداګري او تعامل درلود.
ان په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې ویل شوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې مړ شو چې زغره یې له یوه یهودي سره ګرو وه.
د ابن هشام سیرت کې د عیسویت په اړه راغلي دي چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حجاز په پولو کې تبوک ته ورسېد "د ایلا (اوسني عقبه) واکمن یوحنا بن رباع، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی، له هغه سره یې د سولې تړون وکړ او جزیه یې ورکړه."
لوییس شیخو د عباسی تاریخپوه ابو الحسن مسعودي په حواله په خپل کتاب "التنبیه والاشرف" کې هم نقل کوي چې یوحنا بن ربا د ایلا بیشپ یا اسقف و او د هجرت په نهم کال چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تبوک کې و، دی ورغی او موافقه یې ور سره وکړه چې د ایلا هر بالغ اوسېدونکی به په کال کې یو دینار جزیه ور کوي.
جواد علي هم د ابن منظور د کتاب "لسان العرب" او د جلال الدین السیوطي د کتاب "الدیر المنثور" په حواله لیکلي چې د اسلام پیغمبر "عدی بن حاتم الطایي ولید چې د سرو زرو صلیب یې په غاړه و، ځکه هغه عیسوی و."
لوییس شیخو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته په مدینه کې د یهودیانو او عیسویانو د شتون د ثابتولو لپاره د صحابي شاعر حسان بن ثابت شعر ته اشاره کوي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په غم کې یې ویلي وو:
د یثرب یهودیان او عیسویان خوشال شول / ځکه نبي د ځمکې په زړه کې ویده شو.
عیسویان هم په هغو سیمو کې اوسېدل لکه دومه الجندل، وادي القرا، تیما او تبوک، چې سوریې ته د سوداګریزو کاروانونو پر اصلي لار پرتې وې.








