۶۳ میلیارده پاونډه: 'د کاغذ هغه ټوټه چې زه یې د نړۍ خیالي شتمنه کړم'

یوه مېرمن چې لاس کې کاغذ ورسره دی.

د عکس سرچینه، Sophie Downing

د عکس تشریح، ' تر هغې چې د کاغذ دا ټوټه له ما سره وي زه ځان د کاغذ له مخې د نړۍ تر ټولو بډایه ښځه بولم'
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بریتانیا د نتېنګهم یوه اوسېدونکې سوفي ډاونېنګ چې د یوې کافۍ څښلو لپاره د '۲۰۰ ډګریز' په نوم یوې چای خونې ته تللې وه له حیرانونکې پېښې سره مخ شوې ده.

هغې ته چې د کافۍ یا قهوې له اخېستو وروسته کوم رسید ورکړل شوی پر هغې د لیکل شویو پیسو شمېر ټول حیرانه کړي. اصلا د هغې په هغه بانکي کارډ کې چې د کافي پیسې یې ترې ورکړې وې لس پاونډه و خو کله چې یې بېرته رسید اخیستی ګوري چې ورته لیکل شوې ' په کارډ کې یې ۶۳ میلیارده پاونډه پاتې دي.'

د ' ۲۰۰ ډګریز' په نوم د کافي خونې یوه ویاند له دغې پېښې سملاسي وروسته ویلي ' دا یوه تېروتنه وه، په کارډ کې د پاتې پیسو پر ځای د کارډ نمبر د پیسو پر ځای لیکل شوی چې له کبله یې د نه باور هومره پیسې ښکاره شوې.'

۲۹ کلنې سوفي دا تېروتنه د ټوکې په بڼه واخېسته او ویلي یې دي " تر هغې چې د کاغذ دا ټوټه یعنې رسید له ما سره وي زه به ځان د کاغذ له مخې د نړۍ تر ټولو بډایه ښځه شمېرم او بس همداسې خیال پلو به وهم."

ډاونېنګ سوفي ویلي ' کله مې چې د خپل څښاک پیسې پرې کولې د کافۍ خونې کارمندان ستړې او پرېشانه ښکاریدل او کله یې چې بېرته رسید راکاوه یوه یې وویل ' ما کله هم په خوا داسې حالت نه دی لیدلی.'

هغې ویلي "د کافۍ پیسو له ورکولو وروسته مې چې په کارډ کې د پاتې پیسو په اړه ولوستل سخته حیرانه شوم، داسې لکه په زړه پورې ټوکه چې راباندې شوې وي."

اغلې سوفي ویلي ' وروسته مې دا رسید د خپل ژوند ملګري ته ولېږه هغه هم سخت حیرانه شو او موږ ټولو د تېروتنې له کبله رامنځته شوې دا شېبې ښې په خوښې تېرې کړې.'

ډاونېنګ سوفي خپله یوه کاروباري مېرمن ده او وايي په دې پوهېږي چې کله داسې تېروتنې کیدلی شي خو نوموړې ویلي ' کله مې هم له دغې غلطۍ د ناوړه ګټې اخېستنې فکر نه دی کړی' خو هو دومره مې وکړه چې په کارډ کې په پاتې محدودو پیسو مې یوه بله کافي هم وڅښله چې له دغې وضعیته لا خوند واخلم.

رسید

د عکس سرچینه، Sophie Downing

د عکس تشریح، ' که دا رسید رښتیا وی سملاسي یوه ستر پلورنځي ته د سودا لپاره تلم'

نوموړې ویلې که په کارډ کې یې رښتیا میلیاردونه پاونډه وی نو هرومرو به یې لومړیتوب دا و چې کوم ستر پلورنځي ته د پرېمانه سودا اخېستو لپاره تللې وی.

د ' ۲۰۰ ډګریز' کافۍ خونې یوه ویاند ویلي " دا یوه داسې تخنیکي تېروتنه وه چې له کبله یې په کارډ کې د پاتې پیسو پر ځای د کارډ نمبر په ناسم ځای کې لیکل شوی و." ویاند زیاتوي ' له دې کبله پیریدونکې ته داسې رسید ورکړل شوی و چې په ښکاره په حساب کې د پاتې پیسو پر ځای د کارډ نمبر لیکل شوی و چې څو چنده ډېرې پیسې کېدلې.'

هغه وايي له پېرودونکې یې یوازې د کافۍ د نرخ هماغه اندازه پیسې اخېستې او له څښاک وروسته یې په کارډ کې هم صحیح پیسې پاتې وې. خو ' له هغې سره داسې یو رسید و چې ښکاریده کارډ کې یې میلیاردونه پاونډه دي.' وروسته کافي جوړونکي د یادګار په بڼه له سم رسید سره یو ځای هغه ناسم رسید هم اغلې سوفي ته ورکړی دی. د یوې خیالي شتمنۍ یاد ګار ښايي هغه د ژوند یوه ښه خاطره وبلي.