بریتانیا کې د یورومیلیونز لاټرۍ یوه ټکټ ته ۱۹۵ میلیون پونډه جایزه وتلې

EuroMillions card

د عکس سرچینه، PA Media

د "یورومیلیونز" په نوم د لاټرۍ مسوولان وایي چې بریتانیا کې د دوی د یوه ټکټ پېرېدونکي ۱۹۵ میلیون پونډ (څه باندې ۲۳۴ میلیون ډالر) ګتلي دي.‌

د یورومیلیونز لاټري اوونۍ کې دوه ځله، د سې شنبې او جمعې پر ورځو اچول کېږي.

د تېرې ورځې لاټرۍ کې ۶، ۲۳، ۲۷، ۴۰، ۴۱ او ۲ او ۱۲ نمبرو ته جایزې وتلي چې د وروستیو دوو نمبرونو پکې لوړې دي.

بریتانیا کې د ملي لاټرۍ د ترسره کوونکي کېمېلوټ ګروپ مسوولانو دا تر دې دمه دغه هېواد کې تر ټولو لوړه جایزه ده.

تر دې وړاندې د روان کال مې میاشت کې یوه کس ته د ۱۸۴ میلیون پونډو لاټري وتلې وه.

د یورومیلیونز لاټري په ۱۳ اروپايي هېوادونو کې ترسره کېږي.

کېمېلوټ کې د سترو جایزو د ګټوونکو سلاکار انډي کارټر ویلي "د بریتانیایي ټېکټ لرونکو لپاره غوره شپه وه. له لوبغاړو غوښتل کېږي چې خپل ټکټونه وګوري او که څوک فکر کوي د نن شپي ریکارډ ماتوونکی بختور ګټونکی دی، نو زنګ دې راووهي."

د سې شنبې د لاټرۍ بشپړ رقم ۱۹۵ میلیونه ۷۰۷ زره پونډ ښودل شوی.

Joe and Jess Thwaite

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، جو او جېس توایټ ته تېره می میاشت د یورومیلیونز لاټرۍ کې د ۱۸۴ میلیون پونډو جایزه وتلې وه

دوه میاشتې وړاندې د بریتانیا سویل لوېدیځ کې د ګلسټر ښار اوسېدونکو جو او جېس توایټ په یورومیلیونز لاټرۍ کې د ۱۸۴ میلیون پونډ ګټلي وو.‌

د بریتانیا د ملي لاټرۍ تاریخ کې تر دې دمه ټولټال ۱۵ خله تر ۱۰۰ میلیون پونډو لوړې جایزې وتلې دي.‌

بریتانیا کې د سترو لاټریو ګټونکي

۲۰۲۲ کال جولای: ناپېژاند ټکټ لرونکی ۱۹۵ میلیونه ۷۰۷ زره پونډ

۲۰۲۲ کال مې: جو او جېس توایټ ۱۸۴ میلیونه ۲۶۲ زره ۸۹۹ پونډ

۲۰۱۹ کال اکتوبر: ناپېژاند ټکټ لرونکی ۱۷۰ میلیونه ۲۲۱ زره پونډ

۲۰۱۱ کال جولای: کولېن او کرېس وییر ۱۶۱ میلیونه ۶۵۳ زره پونډ

او

۲۰۱۲ کال اګست: اندریان او ګېلیان بایفورډ ۱۴۸ میلیونه ۶۵۶ زره پونډ