د بېلابېلو ښارونو کې څو چاودنې شوې؛ امریکا او اسرائیل د برید د پیل خبر ورکړی

د ویډیو تشریح، تهران کې چاودنه
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالاتو په ایران کې "لوی پوځي عملیات" پیل کړي دي.

ښاغلي ټرمپ په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، ویلي دي: "زموږ هدف دا دی چې د ایران د رژیم له‌خوا د نژدې ګواښونو له منځه وړلو سره د امریکا د خلکو دفاع وکړو."

د ایران خبري اژانسونو په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو د غږ اورېدل تایید کړي دي. د تهران ترڅنګ، په کرمانشاه، قم، لرستان، کرج او تبریز کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس هم د اسرائیلو د دفاع وزیر له قوله د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې اسرائیلو پر ایران د مخنیوي په موخه توغندیز برید کړی دی.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د هوايي برید خطر زنګونه وهلي دي، څو خلک د "اسرائیلو پر لور د احتمالي توغندیزو بریدونو" لپاره چمتو کړي.

فارس خبري اژانس د انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړی چې د تهران د ښار په مرکز کې د درې چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

د چاودنې له کبله راپورته شوی لوګی

د عکس سرچینه، FARS

دې اژانس ویلي چې لومړني راپورونه ښيي، څو توغندي د پوهنتون سړک او د جمهوري سیمې شاوخوا لګېدلي دي.

مهر خبري اژانس د ایران د ملکي هوايي چلن د ادارې د ویاند مجید اخوان له قوله لیکلي چې د صادر شوي "نوتام" له مخې د هېواد ټول هوايي حریم د شپږو ساعتونو لپاره تړل شوی دی.

اسراییلي چارواکي هم وايي چې پر ایران تر برید وروسته، د شنبې په ورځ د دغه هېواد هوايي حریم د ملکي الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

مهر راپور ورکړی چې په اصفهان، قم او لرستان کې هم د چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

د دولتي ایرنا خبري اژانس لیکلي چې په قم، لرستان، کرمانشاه، کرج او تبریز کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.