پر ایران برید؛ ټرمپ د ایران خلکو ته: ستاسو ازادي نژدې شوې ده

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالاتو په ایران کې "لوی پوځي عملیات" پیل کړي دي.

ښاغلي ټرمپ په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، ویلي دي: "زموږ هدف دا دی چې د ایران د رژیم له‌خوا د نژدې ګواښونو له منځه وړلو سره د امریکا د خلکو دفاع وکړو."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تهران او د ایران پر یو شمېر نورو ښارونو د بریدونو په اړه ویلي چې امریکا به "د ایران توغندیز صنعت او سمندري ځواک له منځه یوسي."

هغه د ایران ولس ته په خطاب کې ویلي دي: "ستاسو د ازادۍ وخت نژدې شوی دی."

نوموړي پر تروت سوشل اته دقیقه‌ییزه وېډیو کې ویلي چې پر ایران برید د امریکا په مرسته ترسره شوی دی.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي اسرائل او امریکا ته په خطاب کې ویلي: تاسو داسې لاره پیل کړه چې پای یې نور ستاسو په واک کې نه دی.

ابراهیم عزیزي پر تهران او د ایران پر یو شمېر نورو ښارونو د نننیو بریدونو په غبرګون کې، پر اېکس لیکلي دي: "موږ مخکې خبرداری ورکړی و، خو اوس مو داسې لاره پیل کړې چې پای یې نور ستاسو په لاس کې نه دی."

ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، نو ټوله سیمه به جګړې ته کش کړل شي.

د ایران خبري اژانسونو په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو د غږ اورېدل تایید کړي دي. د تهران ترڅنګ، په کرمانشاه، قم، لرستان، کرج او تبریز کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس هم د اسرائیلو د دفاع وزیر له قوله د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې اسرائیلو پر ایران د مخنیوي په موخه توغندیز برید کړی دی.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د هوايي برید خطر زنګونه وهلي دي، څو خلک د "اسرائیلو پر لور د احتمالي توغندیزو بریدونو" لپاره چمتو کړي.

فارس خبري اژانس د انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړی چې د تهران د ښار په مرکز کې د درې چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

دې اژانس ویلي چې لومړني راپورونه ښيي، څو توغندي د پوهنتون سړک او د جمهوري سیمې شاوخوا لګېدلي دي.

مهر خبري اژانس د ایران د ملکي هوايي چلن د ادارې د ویاند مجید اخوان له قوله لیکلي چې د صادر شوي "نوتام" له مخې د هېواد ټول هوايي حریم د شپږو ساعتونو لپاره تړل شوی دی.

اسراییلي چارواکي هم وايي چې پر ایران تر برید وروسته، د شنبې په ورځ د دغه هېواد هوايي حریم د ملکي الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

مهر راپور ورکړی چې په اصفهان، قم او لرستان کې هم د چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

د دولتي ایرنا خبري اژانس لیکلي چې په قم، لرستان، کرمانشاه، کرج او تبریز کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

رضا پهلوي: د امریکا ژمنه شوې مرسته رسېدلې، وروستۍ بریا د ولس په لاس ده

د ایراني نظام امریکا مېشت مخالف رضا پلهوي ویلي، هغه مرستې چې د امریکا ولسمشر د ایران له "زړورو خلکو" سره ژمنه کړې وه، اوس رسېدلې دي.

نوموړي دا مرستې بشري مداخله بللې او ویلي یې دي چې موخه یې د ایران ولس نه، بلکې د اسلامي جمهوریت نظام او د هغه د ځپنې سیستم دی.

هغه پر ټوېټر یوه وېډیويي پیغام کې ټینګار کړی چې وروستۍ بریا به د ایران د ولس په لاس تر لاسه کېږي او له خلکو یې غوښتي چې د وروستي پړاو لپاره چمتو شي. نوموړي ویلي، وخت رانژدې شوی چې خلک بېرته سړکونو ته ووځي او خپله مبارزه بشپړه کړي.

یاد مخالف مشر د ایران له امنیتي او پوځي ځواکونو غوښتي چې له ولس سره یوځای شي او د نظام پر ځای د خلکو ملاتړ وکړي. هغه خبرداری ورکړی چې که دوی له اوسني حکومت سره پاتې شي، نو د دغه نظام له برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي د امریکا له ولسمشر هم غوښتي چې د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه له ایراني ولسه غوښتنه کړې چې دا مهال په خپلو کورونو کې پاتې شي، ارام وساتي او د وروستي اقدام لپاره چمتو واوسي، څو په مناسب وخت کې بېرته راووځي.